سياسي جوارگيري کول

معلم عطا دبلخ واکمن ، محقيق داجرايه رياست دويم مرستېال ، دوستم  د غني لومړې مرستېال او سلاح الدين درباني  د بهرنيو چارو سرپرست وزير بيا کومه لوبه دسياسي قماربازیو پېلوي؟محمدآقا کوچی

دا کسان په تير پير کې دخلکو په وينو تويولو کې ،غلا ،چور اود هېواد په ورانولو کې پوره پوره ونډه درلوده دوی کاملا په وژلو او ورانې کې پخې لاسته راوړنې لري.

د جنايت کارانو په سر کې اول نمبر شمېرل شوي، د مقام او چوکې درلودونکې په سياسي ماملو کې مهارت لري دالله اکبر د سپيڅلي نوم نه د خپلو مخو لپاره تل استفاده کوي؟

په دی شپو ورځو کې معلم عطا چی د داکتر غني سره ماملی ته ونه رسيدو اوسی بيا په وارخطايي د مدني حرکت تر نامه لاندې د ولس د نسبي جوړښت په وړاندې اوسنې واکمنې ته د امتياز او مقام لپاره د خطر زنگونه کړنگوي، خو زما له آنده دوی ځان غولوي اوس ولسونه بيدار اود دوست او دشمن توپير کولای شي د هر چا تير تاريخ او کړنو پوره خبر دي.

ولس بايد په رڼو سترگو او خلاصو غوږونو واوري چی دا ټوپکسالارانو په ۱۳۹۲ کال کې اوتر هغې وروسته بيا تر نن پوری څومره ښکاره پټ ظلمونه کړي وژنې کړي فساد او غلا وي کړی دوی دا ټول جنايتونه دداډول اوتو بوتو تر نامه لاندی پټوي اود خلکو له احساساتو نه په خپله گټه استفاده کوي دوی اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي بايد ولس ددوی په دا ډول سياسي جوارگېری بازي ونه خوري دولت ته هم پکار ده چی دقانون حاکميت عملي کړي د سياسي حاکميت او ملي يوالي لپاره په ملي هوډمنو متغهدو انسانانو باور وکړي دسياسي قمار او ماملو پر ځای دی د ملت او هيوادنيو گټو لپاره کار او خپلې ژمنتېاوی پوره کړي.

محمد اقا کوچی

Comments are closed.