سیمه د بدلون په حال کې

3-6 نوروهاب څپاند

لیدل کیږي چې د افغانستان شاوخوا سیمه د سترو بدلونونو سره مخامخ ده . جګړه د خپل زور وروستی کچې ته ننوزي ، د جګړه مارو د ملي او نړیوالو خوا‌ؤ ټلوالي نوي کیږي ، پاکستان د کنج ته کېدو په لور درومې او د ایران په خصمانه فعالیتونو پاملرنه زیاتیږي . د روانې لوبي په ژييو کې د اقتصادي سیالی څرکونه هم په لګیدو دي . د غفلت له درانده خوبه د سیمي لوي پرګني راویښيږي او د خپلو حقونو د غوښتلو په ترځ کې ، په منطقه کې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول افراطيت ، په تیره بیا د طالبي او داعشي ترهګری په وړاندي د خلکو ذهني تیاري پخیږي او په سیمه کې عیني شرایط ، د نړیوال چاپيریال د برابریدو له امله ، د یوه مثبت خوځښت د راټوکېدو په موخه ، هم اماده کیږي . څرنګه چې زموږ په هېواد کې نښتې جګړه د سیمي او نړی د سیالی جګړه ده ، له دي کبله افغانانو ته په کار دي چې په افغانستان کې د جګړي د بندیدو او د سر تر سري سولي د بسیا کېدو په امید ، د هېواد د روڼ اندو او د سیمي د روښانفکره کړیو او ځواکونو هڅې ، سره غوټه کړي . که ترهګر په افغانستان او سیمه کې یو له بل سره په همغږی ، ورانکاریو ته ادامه ورکولی شي ، د دوي مخه یوازي د سیمي د روڼ اندو کتلو د مشترکو هڅو ، په هماهنګ کولو کې ، نیول کېدلی شي ! کله چې د ترهګری په وړاندي ملي او نړیواله اراده په یوه لیکه واقع کیږي ، د هېواد د ننه او بهر ترهګري ‌‌‌‌‌‌ډلي او ملاتړي يي ، زموږ په خلکو وطن تنور کوي . د داسې شومي پدیدي یانې ترهګری څخه د خلاصون لاره د هېواد او سیمي د ټولو وطنپالونکو او ترقي غوښتونکو ځوانانو ، بنسټونو او حرکتونو نږدي کېدل دي چې ، د یوي عالي همغږی په رامنځته کولو سره ، د ترهګری ټولي فکري او فزیکي لاري وتړي . ترهګري اوس سیمه ایز او نړیوال خطر جوړ شوی او د هغې له منځه وړل سیمه ایزه او نړیواله مشترکه هڅه غواړي. له دي کبله په هر افغان غږ کیږي چې د سیمي او نړی اوسنیو پرمختیا‌ؤ او بدلونونو ته په غور سره په کتو ، په خپلو کې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنې همغږی د رامنځته کولو له لاري له اوسنې تیار شوي ، سیمه ایز او نړیوال چاپيریال څخه په ګټه پورته کووني ، په افغانسنان کې د جګړي د بندولو او د تلپاته سولي د راتلو له پاره زمینه برابره کړي .

Comments are closed.