سېاستpolitic

m agha (2)

:

پاليسي ( پوليتيک » سياسي چارې ، سياست ، په اروپايي ژبو کې دا سره ورته نومونه له اره د يونان د پاليس (polis ښار » نه اخیستل شوی دي . په عربي کې د السياسته مانا پوهه ده . دا اصطلاح د  فرانسوي له Politique نه راخستل شوې  چې حکومت کول ، اداره کول ، تدبير لرل او د واکمنۍ د چارو فن ته وايي . همدا ډول ترخې وينا او مجازات کولو ته هم وايي . خو په سياست کې دغه اړخ  په پام کې نه نيول کيږي . په سياست کې د دی نمونې پېژندل داسی شوي .

۱ـ په ټولنيزه  مانا کې هرډول لارې چارې او چال چلند ، چې د چارو د سمون او ښه والي په موخه سرته رسيږي سياست بلل کيږي . دا چارې که ځاني وي يا ټولنيزې لکه ، اقتصادي سياست ، پوځي سياست ، مالي سياست ، د ښونې او روزنې سياست او داسی نور.

۲ ـ په ځانگړې مانا کې هر هغه څه چې د دولت ادارې او د دولت د موخو د خوځښت او بڼو د څرنگوالي د ټاکلو پورې تړاو لري ، د سياسي چارو پخې خبرې دي . له دې امله سياست په ځانگړې مانا سره هغه چارو ته ويل کيږي چې دولت جوړونې ، په هېواد کې د چارو سمون ، د ټولنيزو پاړکو لارښوونې ، د واک پر سر د گوندونو او اعېزمنو ډلو ټپلو تر مينځ کشالو او داسې نورو ټولنيزو چارو پوری تړاو ولري . همدا ډول د ولسونو او هېوادونو تر مينځ اړيکي د بهرني سياست خبرې دي چې د هغو کتنه د سياست پوهنې سکالو جوړوي . د تاريخ په اوږدو کې هرې ټولنې خپل ځانگړې سياست درلود لکه د يونانيانو ، روميانو ، اروپايانو ، چینايانو ، روسانو ، جاپانيانو ، عربانو ، امريکايانو ، افغانانو سياست او داسی نور.

زما په اند سياست کول او سياسي پوهه د هر چا حق دی خو بريالی  او مثبت سياست کول ځانگړې ميتود، پوهه او هنر ته اړتېا لري.دا په دی ما نا چی سياسي گوندونه اود هغې لوبغاړي ، تگلاره،که دخپل هيوادني ټولنيز جوړښت د خلکو د ستونزو د حل لاری چاری په علمي او سمه توگه وارزوي د عملي کولو له پاره د گوندي داسی لارښود ونکي وټاکل شي چی وړتېا يې ولري،په گوند کې باورمندي، قوي هوډ غښتلی ژمنتېا ځواکمنه اراده د گوندي غړو تر منځ ټينگ  نه ماتيدونکې يوالی ، رښتين ولي دپرگنو په را ټولولو کې مهم رول لوبولای شي.دوستانو يو بل اړينی سکالو ته غواړم دافغان سياست کونکو توجو راو گرځوم هغه دا چی په اوسني ستونزمن او بد حالت کې ولی ځوان نسل د سياست سره پوره علاقه نه ښيي زياتره سياسي گوندونه چی زه ور سره بلديت لرم د ځوانانو ليکې کم رنگه ښکاري. لاملونه يې په ډاگه شوي نه دي زما په اند اوسني سياست کونکي په زړاه پالنه او ځان غوښتنه کار کوي د نوي تکنولوژی سره بلديت نه لري او دموکراسی پر اصولو باندې پوره عقيده نه لري. زه فکر کوم مخکني سياستوال تراوسه په خپلو زړو خيالونو کې ډوب دی ته نه دي حاضر شوي  چی خپلې تيروتنې او نيمگړتياوی د ټولنۍ ځوان نسل ته په ډاگه کړي کله چی په گران هيواد افغانستان کې د کور د ننه يا بهر داوسيدونکو ځوانانو سره د سياست کولو په اړوند اړيکی نيول کيږي دوی په ځواب کې د سياست سره خپله علاقه نه ښيي وايي چی د سياست کولو سره مي علاقه نشته که پوښتنه ورته وړاندی کړې چی ولی د سياست پرته ټولنه پرمختگ نه شي کولاي ؟ په کار ده چی سياست وکړی دوی د تيرو ناخوالو او نيمگړ تياوو بېلگې درته په گوته کوي د کېڼو او راستو گوندونو د کړنو سر ټکوي وايي چی هيچا د ولسو له پاره سم او کارنده کار نه دی کړی زما په اند مخکنې مشران او سياسي رهبران بايد داومني چی په کړنو کې نيمگړتياوی وی ولسونو زيات کړاونه وليدل جبري مهاجرتونو ته مجبور شول زيات ځوانان د پرديو د کلتوري او ژبني تاثير لاندی راغلل يو شمير د خپلو خلکو پردي شول .ټولو سياست کونکو ته لازم او ملزوم ده چی د خپلو تيروتنو او کړنو باندی اعتراف وکړي ځوانان خپلو وطني او ملي دندو ته وهڅوي چی دا هيواد اوددی هيواد ټول دروند مسوليتونه ستاسو ځوانانو پر اوږو بار دی ځکه د نن وخت ځوان نسلونه د پخوا په پرتله په نوي تکنولوژی،  ډيرو ژبو، گلوباليزم په نړېوالو سياستو نو سره اشنايي  لري نو ټولو سياسي گوندونو، مدني فعالانو، کلتوري ټولنو ته لازم او اړينه ده چی خپلو گوندي ليکو ته دنوي نسل په جذبولو کې جدي رښتنې کار وکړي تر څو د هيوادني ستونزو د حل له پاره درست منل شوی سياست وکړي ټول سياسي گوندونه د نوي نسل دسياست کولو په اړه بايد دا چانس برابر کړي چی ځوانان د ټاکنو له لاری د سياست لارښونه پلاس کې واخلي اود خپلو ولسونو له پاره رښتنې، پاک او  کوټلي کارونه وکړي.

 محمد اقا  کوچی شيرزاد

Comments are closed.