شپېګل: د سولې تر خبرو یوازې څو ورځې مخکې جمهور رئیس ټرمپ د ټوېټر له لارې له طالبانو سره د سولې د خبرو ناڅاپي پای اعلان کړ. تاسو خپه شوئ که خوشحاله؟

جمهور رئیس غني: هېڅ یو. ما بیا بیا امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړی و چې له طالبانو سره د واشنګټن د خبرو کړنلاره په یوازې توګه بې‌پایلې ده، وروستی ځل مې د خبرو تر ماتېدو څلور ورځې وړاندې یادونه کړې وه. د سولې خبرې یوازې هغه مهال بريالۍ کېږي چې افغان حکومت نه یوازې پکې ګډون ولري، بلکې مشري يې وکړي. موږ باید دغه لاره خپله کړو. البته موږ د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړ یو، خو موږ باید چارې په خپل واک کې واخلو. موږ باید هېره نه کړو چې دا د کابل حکومت و چې له طالبانو سره یې لومړی ځل له نړیوالې مرستې پرته اوربند تنظیم کړ. موږ باید هغې لارې ته بېرته ستانه شو چې موږ غوره کړې وي، نه نورو.شپېګل: آیا جمهور رئیس ټرمپ نړۍ ته د خپل تصمیم تر اعلان وړاندې تاسو ته خبر درکړ؟
جمهور رئیس غني: نه. معمولاً د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېوو له ما سره خبرې کوي – دا د دغو ورځو تشریفات (رسمیات) دي. خو موږ تر هغه ټویټ وړاندې په تماس کې وو.شپېګل: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په کېمپ ډېوېډ کې ناسته واقعاً تر کومه بريده نږدې شوې وه؟ او له دې ناستې ستاسو تمه څه وه؟

جمهور رئیس غني: موږ له یوې سمبوليکې غونډې پرته د بل څه تمه نه لرله چې دواړو لورو به پکې په رسمي ډول یوې سياسي حل‌لارې ته د رسېدو او د ګډې موخې په خاطر د جنګ د پای ته رسولو ژمنه کوله؛ خو دا نوره بې‌ځایه ده چې په اړه یې نور بحث وشي. موږ د کومې تاریخي هوکړې تمه نه لرله. هغه اوربند چې جمهور رئیس ټرمپ د نورو خبرو لپاره د یوې مقدمې په توګه منلی و، طالبانو عملي نه‌کړ چې ښايي جوګه يې نه وو یا يې هم ښايي نه غوښتل.

شپېګل: تاسو يې پر دلیل پوهېږئ؟

جمهور رئیس غني: له طالبانو په هر ډګر کې حساب ګډوډ شوی. لومړی د دوی درک د افغانانو د مقاومت په اړه ناسم و، دوی غوښتل خپل دریځ په خبرو کې په پرله‌پسې چاودنو سره پیاوړی کړي. دوی جمهور رئیس ټرمپ هم نه و پېژندلی. دوی غوښتل خبرې د خپلې بریا په توګه وښيي او په ګڼو بریدونو سره د سولې تر وروستۍ هوکړې وړاندې په خبرو کې نورې موخې هم تر لاسه کړي. دوی داسې تصویر وړاندې کاوه چې پکې افغان حکومت او امنيتي ځواکونه مات شوي وو؛ خو افغانستان ويتنام نه دی – دلته په کابل کې څوک په چورلکو نه دي تړلي چې له هېواده وتښتي.

شپېګل: اوس باید څه وشي؟

جمهور رئیس غني: لومړی موږ ګډ چلند غوره کولو ته اړ یو. له “موږ” زما مطلب د افغانستان حکومت او امريکا متحد ایالتونه او نړیواله ټولنه ټول دي. له طالبانو تمې په وروستيو میاشتو کې ډېرې شوې، ځکه هر چا طالبانو ته د بیړنیو پایلو د تر لاسه کولو په موخه د سولې د خبرو په خاطر مراجعه کوله. اوس یو وار بیا ګډې تګلارې ته اړ یو، داسې تګلاره چې میاشتې ونه‌نيسي بلکې څو اونۍ وخت واخلي.

شپېګل: که تاسو د خبرو اړخ وای، کوم کار به مو متفاوت کړی وای؟

جمهور رئیس غني: زه ساده مرکچي نه یم [په آسانه نه قانع کېږم]، ټول پر دې پوهېږي. زه زموږ د ګټو سرسخت پلوی یم. که د سولې هوکړه‌لیک زموږ مهمې ستونزې حل نه‌کړي، ان که پایدار هم وي زه به یې ونه‌منم. دا ستونزې به وروسته بېرته سر راپورته کړي، هر افغان پر دې خبره له تاریخه پوهېږي.

شپېګل: تاسو کوم شیان د افغان حکومت لارښودونه یا هم حتا سرې کرښې بولئ؟

جمهور رئیس غني: له طالبانو سره هوکړه باید د افغانستان د اساسي قانون ارزښتونه، بشري حقونه، ډيموکراسي او د ښځو حقونه تضمین کړي. تر دې پرته خبرې بې‌ګټې دي. موږ به په حکومت کې او ان په افغان ټولنه کې د طالبانو ادغام له سختو تضمینونو پرته ونه‌منو.

شپېګل: د طالبانو استازي تر ډېره پېژندل شوي جنګي قوماندانان دي، هغوی چې د لوېدیځو ځواکونو خلاف خونړۍ جګړه پر مخ وړي. تاسو به د یوه امریکايي یا جرمني وژل شوي سرتېري کونډې ته څرنګه ځواب وایئ چې دا کسان اوس په حکومت کې په لوړو پوستونو مقررېږي؟

جمهور رئیس غني: زما غمرازي له ټولو هغو سره ده چې د دې جګړې قرباني شوي او لوړه بیه یې پرې کړې. زما هېواد او زه به د هغوی د قربانیو همېشني منندوی یو. داسې هېڅ کلمې نه‌شته چې د یوې کونډې درد دوا کړي، خو زه به هغې ته ووایم چې دغه نړیوال ماموریت زموږ هېواد په بنسټیز ډول بدل کړ. افغانستان به نور داسې هېواد نه وي چې ښځې پکې په کورونو کې د قفسونو په څېر بندي ساتل کېږي. پر دې سربېره، زه به دوی ته ووایم چې د سولې د هرې هوکړې موخه به دا وي چې د نړیوالو او ځايي سرتېرو خلاف د وینې تویولو لړۍ ودروي. زه خبر یم چې د دغسې هوکړې بیه په ډېر دردناک ډول لوړه ده، په تېره بیا د هغوی لپاره چې د خپل زړه ټوټې یې له لاسه ورکړې وي.

شپېګل: د خبرو په جریان کې مو طالبان وليدل چې یا يې نه غوښتل یا یې نه‌شولی کولای خپلې ژمنې پر ځای کړي – په تېره بیا د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې. پر دوی باور کېدای شي؟

جمهور رئیس غني: زه په خپل ژوند کې له سند پرته پر چا باور نه کوم. باور باید د پوره‌کړو ژمنو له لارې راشي. افغانستان او نړیواله ټولنه باید اوس خپلې غوښتنې تنظیم کړي او له طالبانو هم خپلې تمې راټيټې کړي. موږ باید ډېر روښانه ووایو چې موږ به دوی ته تسلیم نه‌شو. که طالبان فکر کوي چې کابل ته به راشي او هر هغه پرمختګ به له منځه یوسي چې تر اوسه په افغانستان کې شوی، په بشپړ ډول په غلطه دي. دوی بیا رول لوبولای شي، خو دوی به له ټاکنو سره مخ کېږي چې دوی به اړ وي تر څو په حکومت کې هر پوست ته د رسېدو لپاره د ولسونو ملاتړ ولري.

شپېګل: فکر کوئ چې طالبان به ټاکنې ومني؟

جمهور رئیس غني: دوی يې باید ومني. د ګلبدين حکمتیار مثال وګورئ. هغه د یوې اسلام‌پالې ګوريلا بې‌رحمه او پیاوړې ډلې مشر و چې د کلونو په اوږدو کې يې زموږ او د نړیوالې ټولنې پر ځواکونو بریدونه کول. موږ هغه تر خبرو وورسته قانع کړ چې کابل ته راشي او دلته په آزادۍ کې واوسېږي. موږ پر خپلو ژمنو عمل وکړ او هغه په اوسنيو ټاکنو کې نوماند و. د هغه پایلې به د دې ازموینه هم وي چې آیا طالبان هم د افغانستان د خلکو تر منځ پیاوړی ملاتړ لري که نه.

شپېګل: په سپینه ماڼۍ کې تر روان کشمکش هاخوا داسې ښکاري چې یوازې جمهور رئیس ټرمپ هم نه دی چې په افغانستان کې له روان ماموریته راضي نه دی. تاسو د هغه او د امریکا د خلکو ستړیا درک کولای شئ؟

جمهور رئیس غني: زه یې کاملاً درک کوم. نړیوال ځواکونه دلته د نږدې ۱۸ کلونو لپاره وو چې دا اوږده موده او سخت وخت و. زه پوهېږم چې افغانستان تر ابده ځان د نړیوالې ټولنې په غاړه کې نه‌شي ور اچولای. موږ باید هېره نه‌کړو چې امریکا تر اوسني ماموریته ډېر بېل ماموریت پیل کړی و. دوی غوښتل د سپټمبر د یوولسمې نېټې تر ناوړه پېښې وروسته القاعده له منځه یوسي. زه د واشنګټن اراده او دا چې یاده موخه بشپړه شوې، د دوی د ځواکونو د ایستلو په اړه د دوی تصمیم کاملاً درک کوم؛ ځکه نو موږ په سخته هڅه کوو چې باید په خپل سر د خپلو ټولو امنيتي ستونزو د حل جوګه واوسو.

شپېګل: حتی که طالبان هوکړې ته چمتو وای، پوښتنه دا ده چې تر کومه بریده د دوی مرکچيان د دغه غورځنګ پر ټولو غړو، حقاني شبکه او نورو ترهګرو ګروپونو واقعي نفوذ لري.

جمهور رئیس غني: ښکاره خبره ده چې دا تر ټولو ډېره مهمه پوښتنه ده. زه هم تر اوسه ورته روښانه ځواب یا تګلاره نه لرم؛ خو که موږ یوازې دومره وکولای شو چې طالبان له اسلامي دولت غوندې وسله‌والو ډلو بېل کړو هم موږ به دا ډلې په کافي اندازه کمزورې کړې وي. دا به زموږ او نړیوالې ټولنې تر منځ د یوې ګډې موخې په توګه پاتې شي.
Abdul Hadi Hadi

Comments are closed.