طالبانو سره يوه دوې خبرې !

حکيم روان

هر څوک خبر دي چې طالبانو بالاخره د امريکا سره جوړجاړی وکړ . طالبان نور پر امريکا بريدونه نه کوي . له طالبانو مې پوښتنه دا ده چې خدای تعالی (ج) انمالامريکائيون اخوت ويلی دی ، که انمالمؤمنون اخوت يې ويلی دی ؟؟؟ تاسو د امريکايي وروڼو سره جوړه وکړه ، خو د افغانانو وروڼو سره جګړې ته دوام ورکوئ . دا په داسې حال کې ده چې افغانان هم افغانان دی او هم مسلمانان او تاسو هم ځانونه افغانان بولی او هم مسلمانان . نو بيا تر منځ دا جګړه ولی؟

 طالبانو! تاسو به ويل چې مونږ د افغانانو سره هېڅ جنجال نه لرو ، زمونږ د جګړې اصلی موخه په افغانستان کې د امريکائيانو اشغال دی . ښه اوس چې تاسو د اشغال سره جوړه وکړه ، نو دا افغان وژنه ولې او د څه د پاره ؟

تاسې واياست چې جګړه ځکه کوی ، چې د امريکا سره د توافقنامې خلاف افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بنديان نه خوشی کوي . آيا ستاسو سره افغان حکومت ژمنه کړي وه چې اوس د ژمنې خلاف بنديان نه خوشی کوي ؟ ښه طالبانو ! نو تاسو خو توافقنامه د امريکائيانو سره لاسليک کړيده او هغو تاسو سره د ۵۰۰۰ بنديانو د خوشی کيدو ژمنه کړی او تر اوسه يې نه ده عملی کړي ، نو ولی پر امريکائيانو بريدونه نه کوئ ؟ او ولې پر افغان سرتېرو بريدونه کوئ ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، نو تاته کوم اسلام په روژه ماتی د ناستو افغان سرتېرو د وحشيانه وژلو اجازه درکوي ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، تا ته کوم اسلام د تراويح په لمانځه د ولاړو مسلمانانو د وژلو اجازه درکوي ؟ طالبه که ته مسلمان يې ، تا ته کوم اسلام د افغان مسلمانو سرتېرو د وژلو او بيا سوځولو اجازه درکوي ؟ ښه مسلمانی خو په شک کې وه او په شک کې ده !!!!! خو طالبه که ته افغان يې نو افغان سرتېري خو افغان وطن ساتي ، نو ته هغه ولې وژنې ؟ بيا که تاسو په رښتيا سره د طالب بنديانو خوشی کيده غوښتل ، نو بنديان خو د افغان حکومت سره وو ، چې اوس يې د افغان حکومت څخه خوشی کيده غواړئ ، نو تاسو ولې د امريکا پر ځای د افغان حکومت سره توافق نه کاوه ؟ او ولې تر ننه په هماغه خره سپاره ياست چې د افغان حکومت سره خبرې نه کوئ ؟

طالبانو تاسې واياست چې مونږ د مختلفو سياسی ډلو سره خبرې کوو ، خو د افغان حکومت سره نه ؟؟؟ له امريکا سره مو چې خبرې وکړې ، پايله يې دا شوه چې اوس امريکائيان کرار ناست دی او ستاسو د افغان وژنې ننداره کوي . په دې پلمه افغانان وژنۍ چې حکومت بنديان نه خوشی کوي . بيا به د ځان په شان ډلو سره د خبرو وروسته افغانان وژنی چې افغان حکومت د چورګرو، مفسدو ډلو دغه ژمنه نه عملی او هاغه ژمنه نه عملی کوي . طالبانو ! په افغان وژنه او مسلمان وژنه کې تاسو څه ثواب ليدلی دی ؟

 ګورئ طالبانو! تاسو هم ځان غولوئ هم جهان غولوئ . ستاسو په وړاندې افغان حکومت ولاړ دی ، هوايي خبرې مه کوئ او تر څو چې د افغان حکومت سره خبرو ته ناست نه ياست ، هم به تاسو وژل کيږئ او هم به بی ګناه ملکی مسلمانان او افغان سرتېري وژل کيږي . په خپل لاس خپل مټ او وزر مه پرې کوئ ، د پردو خبرې پرېږدئ ، د خپل کور جنجال او شخړه په کور کې حل کړئ . ستاسو جګړه ستاسو د ځان ، ستاسو د کور (افغانستان ) او ستاسو د ورور په زيان ده ، ګټه يې ستا د سر او مال دښمنانو پنجابيانو ، ايرانيانو او نورو ته رسي .

طالبانو !

 د خدای (ج) روی ته وګورئ چې د اوربند په اړه د عقل او وجدان غږ ، د اسلاميت او افغانيت غږ او د افغان ولسمشر دوکتور محمد اشرف غنی غږ واورئ ! د سولې د پاره د افغان ولس هيلو ته ځواب ورکړئ !

 له وژنو لاس واخلئ ! له خدايه وويريږئ ! له جګړو ځپلي افغان ولس او د جګړو د لاسه د وږو، تږو ، کونډو ، رنډو او يتيمانو له لښکرو وشرميږئ ! چوکيو او اقتدار ته د رسيدو د پاره د مسلمان افغان ولس له وژنو لاس واخلئ ! او د جګړې او وينو تويولو د مخنيوي د پاره د افغان حکومت سره له پلمو پرته ژر تر ژره کېنئ ، تر څو څلوېښت کلنه غميزه پای ته ورسيږي !

انمالمؤمنون اخوت ، فاصلحو بين اخويکم .

 

Comments are closed.