طالب له کومه شرمه ځان خلاص کړي ؟

حکيم روان

*  دا چې د پاکستان د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق ځان د طالبانو د تحريک مؤسس او د طالبانو معنوي پلار باله او د طالبانو د تحريک لوړپوړي کسان د دې تروريستی مدرسې طالبان ( چړيان ) وو له دې شرمه طالبان څنګه ځانونه خلاصولای شی ؟

*  دا چې د ۱۹۹۴ کال د نومبر په ۴ نېټه کله چې جهادی چورګرو د پاکستان ۳۰ لارۍ مال التجاره چې منځنئ آسيا ته د سپين بولدک او قندهار له خوا په لار وې ، برمته کړې او ۲۰ کسان په دې ترڅ کې ووژل شول ، آيا طالبان د لومړي ځل له پاره ، ددې لاريو د خلاصون له پاره را ونه وتل ؟  له دغه تاريخی شرمه او په پاکستان پورې له تړلتوبه طالب جان څنګه ځان خلاصولای شی ؟

*  طالبانو د خپلو همسنګرو مجاهدينو له قبضې څخه د پاکستانی لاريو د خلاصون له پاره د همدې کال د نومبر په پنځمه نېټه د مجاهدينو پر ضد بريد وکړ او د څلورو ورځو نښتو او ۵۰ کسانو د وژلو په پايله کې يې پاکستانۍ لارۍ خلاصې کړې او د کندهار په ښار يې هم قبضه وکړه . طالب جان دې شرم ته څه ځواب لري ؟

*  د همدې کال  د نوامبر په ۲۵ نېټه طالبان د کرنېل امام په مشری د هلمند د لشکرګاه ښار هم لاندې کوي . د کرنېل امام په فرمايش آی-اس-آی د ۱۹۹۵ کال د جنوری په لومړی نېټه ۳۰۰۰ طالبان له پښاوره د طالبانو د ليکو د تقويت له پاره را ليږي ، څو طالبان خپلو بريدونو او پرمختګ ته د کابل په لور دوام ورکړي . طالب جانه همداسې وه که نه ؟  نو بيا ته په کومو سترګو افغان حکومت ته مزدور وايي ؟

*  ولې تاسو ته ګلبدين حکمتيار خپل نظامی او جنګی مرکز چارآسياب بيلې ټک او ټوکه تخليه کړ ؟ ځکه ګلبدين حکمتيار د آی-اس-آی سره تر تاسو هم پخوانۍ اړيکې درلودې ، د هغو اړيکو په پاس او د آی-اس-آی سره د مشترکو ګټو او پلانونو په خاطرسرزوري ګلبدين حکمتيار دوې پښې څلور کړې او تاسو ته يې د کابل پر خوا مخه خلاصه کړه داسې نه وه طاب جانه ؟ طالب جان فکر کوي چې آی-اس-آی ډېر ماهرانه کار کوي او د طالب نوکري نه افشاء کوي ، خو چړي نه پوهيږي چې لمر په دوو ګوتو نه پټيږي .

* عبدالعلی مزاری چې تاسو سره د مذاکراتو له پاره درغلی وو او تاسو د ۱۹۹۵ کال د مارچ په ۱۳ نيټه وواژه د کوم دين په حکم مو دا کار وکړ ؟ حتی که په جنګ کې مو نيولای وای ، تاسوله ديني لحاظه د هغه د وژلو حق درلود ؟ که تاسو د آی-اس-آی مجوز تر لاسه کړی وو ؟ دينی او افغانی ارزښتونو تاسو ته اهميت نه درلود ؟

*  د همدې کال د اکتوبر په لسمه تاسو ۴۰۰ ټانکونه له کابله تاؤ کړل ، تاسو دومره ټانکونه او ټانکيستان له کومه کړل ؟ تاسو خو چړيان واست ، که ټانکيستان چړيان وو چيرې يې زده کړې کړي وې ؟  طالبه دا لمر څنګه پټوي ؟

*  په يوولسم د اکتوبر مو د مجاهدينو په څېر کابل راکټباران کړ ، څه کابليان چې ستاسو له وروڼو جهادی جنايتکارانو پاتې وو هغه طالبی جنايتکارانو ووژل . په اوله ورځ مو ۳۵ کابليان ووژل او ۵۲ مو په وينو لت پت او زخميان کړل ، په بله ورځ مو ۳۹ د کابل مظلوم او مسلمان اوسيدونکی ووژل او ۱۴۰ مو ژوبل کړل .  ووايه طالبه افغان ولس ته ستا قاتل او د مجاهد قاتل توپير څه دی ؟ ستا د اسلام او د مجاهد د اسلام تر منځ توپير څه دی ؟ تاسې سره وروڼه ياست ، مسلمانی مو هم يو شی ده . ستاسو مسلمانی د وينو تويول دی ، د سرونو ريبل دی ، تاسو دواړه خونخواره او ساديستان ياست ، تاسو دواړه د پردو او د افغانستان د خونی دښمنانو د آی-اس-آی او د ايران د سپاه قدس نوکران ياست !  داسې نه ده ؟ طالبه ! مونږ ستا د کوم شرم وژاړو ؟

*  طالبانو ! تاسو چې له اولې ورځې دا ادعا کوله چې تاسو د حکومت کولو شوق نه لري او غواړی د کابل له نيولو وروسته واک د افغانستان پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته وسپاري ولې مو په کندهار کې د ۱۹۹۶ کال د مارچ په شلمه د علماؤ شورا راوغوښته او په پټه مو د خپلو ادعاؤ پر خلاف ملا محمد عمر آخوند اميرالمؤمنين «وټاکه»؟

او ولې مو د اميرالمؤمنين « ټاکنه » دوه اونۍ وځنډوله او د اپريل په ۴ نيټه مو اعلان کړه ؟ ولې مو د خدای او قرآن د امر خلاف وعده خلافی وکړه او ولی مو د خدای او قرآن د امر خلاف د خلکو سره درواغ وويل ؟ ستاسو د درواغو  مسلمانی ، وعده خلافی ، درواغ او د آی-اس-آی سره تعلق خلکو ته مالوم شو، ځکه خو ستاسو د واکمنۍ د دړې وړې کيدو په موکه خلکو حتی امريکائيانو ته ښه راغلاست ووايه .

*  طالبانو ! تاسو ته به جنت تر غيرته او ناموسه لوړ وي ، خو پښتون ته غيرت او ناموس له جنت نه زر چنده لوړ دی  پښتون په جګه غاړه ، مرګ ، تاترې او دوزخ ته ځی ، خو په ټيټو سترګو ژوند او په بې غيرته  پاچاهۍ باندې ميتيازې هم نه کوي . تاسو د افغانانو ښځې په عام محضر کې په کوتکو او کيبلونو ووهلې ، افغان ته ښځه او وطن ناموس دی او تاسو دواړو ته په سپکه سترګه وکتل . آيا تاسو افغانان او پښتانه ياست ؟ پوهيږي او کنه چې  افغانان د پنجاب د داؤسۍ او بی غيرتۍ دين نه مني . تاسو بيا د افغانيت او پښتونوالی خبرې هم کوی ، شرم وکړئ ! که له خدايه نه شرميږی له خلکو او انسانانو وشرميږئ !

*  د طالبانو مور بی نظير بهوټو په ډاګه وويل چې : « د طالبانو پروژه د انګريز طرحه وه ، سعودي يې مالی ملاتړ وکړ ، امريکا هم ورته سر وښوراوه او پاکستان يې اجرايې مسؤليت په غاړه واخيست . اوس لازمه نه ده چې امريکا د طالبانو په ګناه يواځې پاکستان ملامت کړي . » د شرم د پاسه شرم ! طالبانو ، که د حياء په نوم څه پيژنۍ خولې مو بندې کړئ ! او کله چې د مزدور نوم اخيستل کيږي تاسو بايد اور واخلئ ! خو افغان ملت پوهيږي چې له تاسو نه افغانی غيرت په پنجاب کې پاتې شوی دی ، خو اسلامی غيرت هم نه لرئ .

  *  اوس بيا د طالبانو په نيتونو او ذهنونو کې خدای غائب دی . په  زړونو يې د واک هوس او د دنيا تندې پنجې ښخې کړي دي . طالبان امريکائيانو او نړيوالو ته وايي چې دوی د پرون بی لکيو طالبان نه دي . دوی تغير کړی دی . آيا انتحاری بريدونو ته مو د مدينې د اسلامی فتوا ، د جاګارتا د اسلامی فتوا او د کابل د اسلامی فتوا مطابق ناروا وويل ؟ کله او چېرته ؟ ولې درواغ واياست؟   ولې ستاسو د بدمرغه واکمنۍ لاندې سيمو کې همدا نن او هره ورځ انسانی او اسلامی ضد جنايات ستاسو په ککړو لاسو ادامه لري ؟ هماغه صحرايي محاکمې ، هماغه دورې ، سنګسارونه هماغه  کوتک او کيبلونه او هماغه طالبان ! تغير !؟ کوم تغير ؟

ولې درواغ واياست چې تاسو د امريکائيانو او خارجی عسکرو سره جنګيږئ ؟  په داسې حال کې چې د شمېرنو له مخې د څلورو کالو جګړو په جريان کې يواځې ۶۷ کسه خارجيان او ۴۵۰۰۰ کسه د افغانستان سربازان وژل شوي دي

چيرې دی ستاسو د افغان ضد او مسلمان ضد پليدې جګړې مشروعيت ؟

ولې مو خولې له اوبو ډکې وې کله چې بادار مو شاه محمود قريشی د هند د بريد په اړه د افغان د سولې بهير وګواښه ؟

ولې مو له تاريخی او سرلوړي افغانستانه د تروريستی پاکستان له پاره د هند پر ضد مورچل جوړ کړی دی ؟ ولې ؟ څنګه پاکستانی واکمن وايي چې طالبان مو د مذاکراتو ميز ته راکش کړل ؟ او ولې ستاسو د راکشولو مليونی او ملياردي  باج  پاکستان آخلی؟ که طالب افغان وي او د مذاکراتو ميز ته راتګ يې ملياردونه ارزش ولري ، نو دا ملياردونه ولی د افغانستان پر ځای پاکستان ته ولاړ شي ؟

وايي خبرې ډيرې دی او سر يې يو دی . شرمونه مو ډير دی ، خو تر ټولو لوی شرم مو دادی چې طالبان ياست !

 طالبانو ! تاسو واياست چې مرګ او ژوند د خدای په حکم او د تقدير پر بناء دی . نو بيا ولی د افغانانو د بلنو سره سره  اسلام برباد ، مسکو او تهران ته منډې وهی او خپل سرلوړی هيواد افغانستان او خپل ښايسته کابل ته نه راځئ ؟ او د خپلو وروڼو سره جوړه نه کوې ؟ که  مونږافغانان سره يو شو ، سوله تأمين شی په يوه خوله او يوه ځواکمن غږ به پر خارجی لښکرو غږ وکړو چې زمونږ هيواد پريږدي او خپلو هيوادونو ته ستون شی ، بيلې ستونزو به زمونږ هيواد پرپږدي .

 پوه شئ چې ستاسو او د آی-اس-آی شريک بريد پر مجاهدينو او د امريکا او مجاهدينو شريک بريد په طالبانو د داخلي نفاق پايله وه .

 نور د خپل ملت تراژيدۍ او ماتم ته د پای ټکئ کيږدئ او له پردو لاس واخلئ ! د خارجی دولتونو او حکومتونو سره يواځې او يواځې افغان دولت او افغان حکومت د خبرو آترو او اړيکو د جوړولو انحصاری حق لری ، نه ډلې ، ګوندونه او غير دولتی کړئ ! پای

 

Comments are closed.