طالب : نه غواړو د سولې کريډټ اشرف غنی واخلی

حکيم روان

يوه پاکستانی تجار چې نوم او شهرت يې را سره نه شته ، ليکلی وو چې : « پاکستان بايد د اشرف غنی سره ډير احتياط وکړي ، افغانستان هيڅکله دومره هوښيار او دورانديشه رهبر نه درلود . که پاکستان له موجود فرصت څخه د اشرف غنی سره د مناسباتو د عادی کولود پاره ګټه پورته نه کړي داسی وخت به راشی چې پاکستان به په ګونډو له اشرف غنی بښنه غواړي او هغه به وخت نه لری چې د بښنې په اړه د پاکستان زارۍ واوري.»

اشرف غنی نهايي هڅه وکړه ، څو پاکستان له افغانی ضد سياستونو راوګرځوي . خو کله چې پوه شو پنجابی واکمن د افغانستان پر ضد له شرارته لاس نه آخلی ، نو د تروريست پاکستان نړيوالې انزوا ته يې بډي ووهلې . همدارنګه يې هڅه وکړه څو د افغانستان تجارت او اقتصاد د پنجابی واکمنو له پرلپسې ګواښونو خلاص کړي . د افغانستان د اقتصادی او تجارتی اړيکو له پاره يې د کراچی بندر متبادل ، د چابهار بندر خلاص کړ ، چې د لومړی ځل د پاره هندی کشتيو افغانی توکی هند ته وليږدول او په هره يوه يا دوو اونيو کی به دا کشتی د هندی او افغانی مالونو د وړو راوړو کار ته ادامه ورکړي . پاکستان زمونږ صادرات نه يواځې د ځمکې له لارې نه پريږدی ، بلکې د هوا له لارې يې هم ګواښونه کړی دی. اشرف غنی د افغانی توکو د پاره د هوايي دهليزونو بر سېره د لاجوردو تاريخی لاره هم خلاصه کړه ، چې له دې لارې زمونږ توکی آذربايجان ، ګرجستان ، ترکيې او د ترکيې له لارې اروپا ته لاره مومي .

افغانستان نور په اقتصادی ډګر کې د پاکستانی جنايت پيشه واکمنو له ګواښونو خلاص او آزاد شو .

همدارنګه افغان ولسمشر وکولای شوه چې په مستنده توګه پاکستان په نړيواله ټولنه کې د تروريسم د ملاتړی په توګه معرفي کړی . د همدې هڅو او هاند په پايله کې د امريکا ولسمشر ښاغلی ترمپ اعتراف وکړ چې پاکستان امريکايي رهبران د احمقانو په څېر تېر ايستلی دی او زمونږ د ملياردنو ډالرو په بدل کې يې مونږ ته دوه مختوب او دروغ وړاندې کړي دي . له دې امله د امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان خپلې مرستې تر هغه بندې کړې ، څو پاکستان په عمل کې د طالبانو او حقانی د تروريستی شبکې پر ضد د افغان حکومت او امريکا ملاتړ نه وي کړی .

افغان ولسمشر اشرف غنی وو چې پاکستان يې د تروريسم د ملاتړ له امله په نړيواله کچه منزوي کړ. ځکه پاکستان خپلو طالبي تالی څټو ته دنده سپارلي ده چې د اشرف غنی او دده د حکومت سره به سوله نه کوي . د آی-اس-آی او د هغو د نوکرانو ( طالبانو ) له پاره د سياست له ډګره د پاکستان د نه پخلا کيدونکی دښمن افغان ولسمشر اشرف غنی ايستل د لومړۍ درجې لومړيتوبونو څخه دي .

د دوحې په وروستيو خبرو کې د پاکستان غوښتنې طالبانو د ميز سر ته راوړي دی او امريکايان يې هڅولی دی چې د پاکستان غوښتنې د مذاکراتو د چوکاټ برخه وبولي . طالبان په مذاکراتو کې داسې رول بازی کوی چې د پاکستان رسمی مامورينو په دومره سپين سترګی سره نه شو بازی کولای .

طالبان له جنرال مشرفه ښه پاکستانيان دی ، يواځې د پاکستان د بيرغ لاندې نه ، بلکې د مولانا سميع الحق او کرنيل امام تر بيرغ لاندې د افغانستان پر ضد او له پاکستانه د دفاع دنده تر سره کوي .

جهاد طالبان –  دفاع پاکستان !

Comments are closed.