ـــه ” شـــرقي پاکـســتانه ” تـــر بــنــگلــه ديــش :

ل

لـــه ” شـــرقي پاکـســتانه ” تـــر بــنــگلــه ديــش :
امـــيرګــران
په Dec,1970 کي د پاکستان په دواړو برخو کي پارلماني انتخابات ترسره شول ، انتخابات د شيخ مجيب الرحمن په مشرۍ عوامي ليگ ګوند په غوڅ اکثريت Absolut Majority وګټل او ” بنگه باندهو” ياني بنگالي وروڼو شيخ مجيب خپل نماينده او وياند وټاکه ، ټولو خلکو د عوامي ليګ له 6 مـــاده ايز دوکــتـوريــن څخه په کلکه دفاع وکړه ، ولي د پوځي او ملکي حاکم اشرافيت او مارشل لائي حکومت لخوا د خلکو اعتماد او منډيت وروسته د پايلو له څرگنديدا غلا او ونه منل سول ،
بيا په 07 د مارچ ، 1971ع کال د ډاکــي په ريس کورس ( Race Course ) ســتديوم کي د خلکو يوه ستر او عظيم الشانه لاريون ته په خپله تاريخي وينا کي شيخ مجيب وويل ، ( … اوس به موږ د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوو او جنګيږو به ) ،
بنگه باندهو او ټول خلک د پاکستاني مغرور پوځ او د دوي د مذهبي ډلــو ياني د جماعت اسلامي د البدر او الشمس ډيـــتـهـ سکواد ” د قاتيلينو ډلګۍ ” په وړاندي په ميړانه او سرښندني وجنګيدل ، د ازادۍ په جګړه کي هندي پوځي قواوي هم د مکتي بهاني ازادي غوښتونکو کومک ته داخل سول ، د پاکستاني پوځيانو قومانده د جنرال ټيکاخان ، جنرال عبدالحميدخان ، جنرال ګل حسن خان او په ډاکه کي د شرقي زون قوماندان جنرال عبدالله خان نيازي په لاس کي وه ، جګړه په شدت روانه او زيات انساني تلفات ئي لرل له هغي جملي د پاکستاني پوځيانو 9 زره مــړه او 4350 نفر زخمي ، د هندي ځواکونو تلفات ، 3843 سرتيري مړه او 9851 ئي زخمي رپوټونه نشر سوي دي ،
د چاپي رسنيو د رپوټونو له مخي د بنگال د ازادي غوښتونکو تلفات په لک هاوو ياد شوي ، په 2017ع کال د بنگله ديش د حکومت د اطلاعاتو وزير ، حسن الحق اينو وويل چي ( پاکستاني پوځيانو په بنگله ديش کي جينوسايد يا قتل عام کړي او له دي امله پاکستان له بنگله ديش څخه رسمآ عفو وغواړي ، پاکستاني پوځيان په بنگله ديش کي د ښځو سره په جنسي تجاوز او بي حرمتي هم متهم دي ،
پاکستاني بريگيډير R.A صديقي چي پخپله هم په جګړه کي وو په خپل کتاب ” ايسټ پاکستان دي اينډگيم ”کي ليکلي ( پاکستاني جنرالانو د بنگالي ښځو بي حرمتي د پوځيانو لخوا دفاع کوله او ويل به ئي چي تاسي د پوځ له يوه ځوان چي په شرقي پاکستان کي په جګړه بوخت ده ، د جنسي عمل لپاره جـــهـــلم ته لاړ سي … ) ،
د بنگله ديش د ازادۍ په جګړه کي د وخت زبرځواکونه ( امريکا او شوروي اتحاد ) هم بي برخي نه وو او جګړه ئي د سمندري ځواکونو په وسيله څـــارلــه ، هغه مهال چي جګړه د بنگالي او هندي ځواکونو په ګټه پرمخ روانه وه ، د امريکا جمهور رئيس ريچارنيکسن د کيسنجر په مشوره په بحرهند کي ميښت د سمندري ځواکونو، لوئي 7 لمبرطياره وړونکي کشتۍ ته چي انټرپرايز نوميده امر کړي وو چي د بنگال د خليج په لور په دي بهانه چي د جګړي له ساحي څخه امريکائي وګړي انتقالوي ، حرکت وکړي مگر د شوروي اتحاد بحري ځواکونو ئي مخه ونيوله ، د يادولو وړ ده ، په نوموړي کشتۍ کي د اتومي وسلو انتقال کوونکي طياري موجودي وي ،
جګړه دبنگالي او هندي ځواکونو لخواپه ډير مهارت او موفقيت پرمخ روانه وه ، پاکستاني ځواکونو د متارکي غوښتنه کوله ولي هندي قواوو د بي له قيد او شرط څخه د تسليمي غوښتونکي ول ، اگر که د هند پوځي ځواکونو ، پاکستاني قواوو ته د ديسمبر د مياشتي 4 نيټه ټاکلي وه ، ولي په پاي کي د ديسمبر د مياشتي په 16 نيټه د پاکستان له 93000 زيات پوځونه د اميرعبدالله خان نيازي په مشرۍ د هندي قواوو قوماندان جگجيت سنگهـ اروړا او د بنگال د ازادي غوښتونکو مبارزينو ته تسليم اود انګريزي امپريل استعمار د ” شرقي پاکستان ” فصل په همدي نيټه ختم او د بنگاليانو د سرښندنو او اتلوليو په نتيجه کي په جنوبي اسيا کي د بــنـــگــلـه ديـــش نوي هيواد هــســت شو ،
هغه تاريخي انځورونه چي په پورتنيو حوادثو کي دخيل ول دلته ورسره ضميمه کيږي .

Bilden kan innehålla: 4 personer, personer som ler, personer som sitter
eye-crossed-out
Bilden kan innehålla: en eller flera personer och utomhus
Bilden kan innehålla: hav, himmel, utomhus och vatten
Bilden kan innehålla: 3 personer
Bilden kan innehålla: en eller flera personer och närbild

Comments are closed.