د ژينوا ، دوحې د لوزنامې اوهوکړي پاېلې
ژينوا لوزنامه ۱۴د اپريل ۱۹۸۸زکال
دوحه هوکړه لیک ۲۹ فبروري ۲۰۲۰زکال
درانه لوستونکو ته ددی توپير او لوزنامې او هوکړي پاېلو باندی ځغلنده نظر وړاندې کوم هېله ده قضاوت تاسو او سياسي شنونکي وکړي.
د ژنوا لوزنامه د افغانستان ، پاکستان او په دوحه کې هوکړه د امريکا او طالبانوترمينځ لاسليک شوه.
د ژنوا لوزنامه د افغانستان پاکستان، شوروي،امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو د ملگرو ملتونو د نماينده ( ديگوکوردويز» په مينځگړېتوب د بهرنيو چارو وزيرانو لاسليک کړولی د دوحی هوکړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت نمايده خليلزاد او د طالبانو استازي ملا عبد الغني برادر تر مينځ لاسليک شوه.
د ژنیوا په لوزنامه کي ملگرو ملتونو گډون درلود او د شوروي اتحاد د لښکرو وتل او پر دواړو خواوو د مرستو بندول مطرح وه . سره له دی چی شوروي پر افغان حکومت مرستی بندی کړې خو امريکا پاکستان او متحدينو يې مخالفينو ته درنی وسلی ور کړی. د دوحی په هوکړه کې د امريکا او متحدينو د پوځونو وتل او د افغانستان دولت د استازي له موجوديت پرته چې کومه پروسه سرته ورسيدله د ژنیوا د لوزنامې د تیارولو له بهیر په کښته کچه ورته امادګې نیول شوي وه . هلته هم د ژينوا لوزنامه د امریکایي او پاکستاني لورو له خوا عملي نه شوه ، یوازې د شوروي لښکرو وتلو او د افغانانو تر منځ خپل مينځې جگړو پېلدلو ته یي زمینه برابره کړه چې په زرگونوافغانانو په کې خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړ ، ښارونه ، شخصي او دولتي شتمنی چور شوی او په سلگونو زره افغانان کډوالی ته اړ شول . د افغانستان د وسلوال مجهز پوځ وسلی، او تجهيزات کباړ شول . د افغانستان وسلوال پوځ موجوديت ته د پاي ټکی کیښودل شو . په ملک کې مليشيي ځواکونه په ټولو ساحو کې جلا جلا واکمني کوله ، د قانون د نشتوالې له لاسه هر ډول ازادي او د بشر حقونه پايمال شوه ، په ټوله کې وحشت او بربريت حاکم شو.
د دوحې په هوکړه کي هم طالبان په رسميت وپيژندل شول او د افغانستان قانوني حکومت څنډي ته ټېل وهل شو .
د ژنيوا په لوزنامه کې د مجاهيدينو نوم چا نه دی ياد کړی خو د شوروي لښکرو وتل يي پایله شوه .
د ژنیوا تړون د ۱۹۸۸زکال د اپریل په ۱۴ مه د ۴۱ غونډو د جوړولو په پایله کې د افغانستان، پاکستان، شوروي او امريکا د استازو او د ملگرو ملتونو د نماينده کوردويز په مينځگړيتوب د ملگرو ملتو په اروپایي مقر کې لاس ليک شو ، دی مذاکراتو ۷ کاله وخت ونيوه .
د دوحی په موافقه کې داکتر خليل زاد د امريکا د استازي په توګه رول درلوده.
زما له انده د دوحی موافقه چی د ۲۰۲۰ زکال د فبرورۍ په ۲۹ مه نیټه د امريکا ، طالبانو له خوا د قطر هېواد پلازمینه کې لاسليک شوه ارزو لرم چی د دی لوزنامې پاېلی په وحشت او بربريت تمامې نه شي ځکه افغان ولس په تير ۴۱ کلن خونړي جنگ کې خورا سخت زيانونه ليدلي او نور له جنگ جگړو ستومانه شوي ، سوله د هر افغان ارمان او هيله ده خو سوال دادی چې څه ډول سوله غواړو؟
زما په فکر داسی سوله چی د پاکستان لار نخشه او موخی په کې نه وي نغښتې ! هلته افغاني تل پاتې او باعزته سوله راتللی شي چی د بين الافغاني ناستو په پایله کې د افغان اوږدې غميزې ته د پای ټکې کېښودل شي ، اوربند وشي . افغاني ناستو کې هغه شخصيتونه د ګډون په موخه په گوته شي چی هيڅ ډول جرمي سابقه ونه لري ، د خپل هيواد ملي گټوته وفادار او هوډمن وي داسی کسان خورا ډېر دي ، خو نن هغه کسان چی د جرمونو، غلاوو ، قتلونو، فساد بی شميره دوسیي لري ولی د زورواکۍ ، پول واکۍ او پردې پالنې په زور یي ځانونه مطرح شخصيتونه جوړکړي وايي په هره ملي مسله کې د ګډون ، نطر ورکولو او تصمیم نیولو استحقاق لري .
زما وړاندیز دادی چې د۴۱ کلن روان ناورين په ځانګړې توګه په تيرو ۱۹ کلونو کې کومې ناخوالې او بدبختۍ چې د یادو مشخصو څېروپه وجود کې رامنځته شوي ، د حکومت له خوا د وړاندې شوي همدې شعار د عمل جامې د اغوستو له لارې چې ( حساب ورکوو حساب اخلو ) د سولي ملي پروسه د ملي سياسي شخصيتونو په واسطه مديرت شي او هغه چاته کلکه سزا ور کړي چی د سولي مخنیوی کوي ، د ملي يوالي ضد کړنو قومگرايي او ژبني تعصب ته لمن وهي .
محمداقا شيرزا