فغان ملی واکمنی تر بريد لاندې له نږدې پنځوسو کالو راهيسې د افغانستان ملی واکمنی له پيژندل شوو ادرسونو تر تاړاکونو او بريدونو لاندې ده

حکيم روان

 . د افغانستان اوسپنيز پاچا اعليحضرت امير عبدالرحمان خان به ويل : « افغانستان لکه د شيشې لوښۍ بايد د کاڼو تر منځ وساتل شي » . کاڼي روس ،انګريز او ددې دواړو نوکر ايران وو . افغانستان د دې ليوانو تر منځ بايد ځان ساتلی وای . کله به چې انګريزی ليوه زمونږ سپيڅلی لمنې ته خوله را واچوله او مونږ به د دفاع د پاره د ختيځ په لور وخوځيدو ، د شا له خوا به له شماله او لويديځه ناځوانه روس يا غاجار ( ايران ) را باندې ودانګل او کله به چې مونږ د دفاع له پاره شمال او لويديځ ته مخه کړه ، د شا له خوا به انګريز لېوه را باندې بريد وکړ. د ځوان پاچا اعليحضرت شاه زمان ټوله دوره د ختيځ ، لويديځ اوشمال د يرغلونو دوره وه . له همدغو ادرسونو او د هغوی د داخلی ګوډاکيانو له خوا نن زمونږ ملی واکمنی چې د اساسی قانون د څلورمې مادې پر اساس په خلکو پورې تعلق لری ، تر بريد لاندې ده . که له يوه ليونی هم څوک پوښتنه وکړئ چې طالبان څوک دي ؟ بيلې ځنډه به درته ووايي چې د پنجاب د موخو د پاره يوه ګمارل شوی او روزل شوی ډله ده . خو د نړئ بادار امريکا په دې حقيقت تل خاشه آچوي او عمدا ترې سترګې پټوي. همدارنګه نړيوال عدالت په دې برخه کې په رڼو سترګو ړوند دی . د طالب د «اشغال پر ضد جګړه» يو نوم وو ، دادی طالب د اشغال سره غاړه غړی شو او پر څرګندو خبرو برسېره پټې معاملې ورسره کوي . دا پټ يې څه شی دي ؟ طالبه له خدايه به يې څنګه پټ کړې ؟ آخر مالوم شوې ، خلک له ورايه پوهيږي . همدارنګه که له يوه ليونی هم پوښتنه وکړئ چې حزب وحدت ( محقق او خليلی ) څوک دی ، بيلې تأمله به ځواب درکړي چې د ايران ګوډاکيان دي . د لمر په شان څرګند حقيقت دی ، هسې د دين او قوم په نوم د خلکو په سترګو ورننوځي . که د ښاغلی عبدالله عبدالله د ډلې پوښتنه له هر چا وکړې چې ړوند نه وي ، نو په درو ځايونو به ګوته درته کېږدي چې د روس ، ايران او پاکستان سره تړلی مزدوران دي . دوستم همداسې در واخله ! د افغانستان د ملی واکمنۍ د لوټلو د پاره پنجاب اوه اسلامه جوړکړل او ايران آته اسلامه جوړ کړل ، د دې ټولو موخې شريکې دي ، او افغانان يې وينی چې څنګه د پردو نوکران د ملی واکمنۍ پر ضد سره يو شوی دي . د افغانستان ملی واکمني د دې ډلو د نامقدس اتحاد تر بريدو لاندې ده او غواړي دا شرمښان د خپلو په وينو لړلوغاښو د ګرمولو د پاره او د خپلو بادارانو د ناپاکو او ککړو موخو د پاره زمونږ د هېواد ملی واکمنی چې په انحصاری توګه د ملت حق دی ، وداړي . د دې مزدورانو لاسونه تر لېچو د افغانستان د خلکو په وينو سره دي ، چېرې دئ هغه عدالت چې د رواندا او کمبوج د بشر ضد ليوان يې محاکمه کړل ؟ ولې د افغان غميزې مجريان او وينی څښونکی شرمښان د دې عدالت ميز ته نه کش کيږي ؟ زما په اند امريکا غواړی ، تر څو د روس او ايران اجنټان د خپلو پټو معاملو د يارانو (طالبانو) سره مؤقتا يو ځای کړي ، تر څو امريکا فرصت ومومی چې د طالبانو سره د پټو معاملو پلان عملی کړي او د اوس د پاره روس او ايران په دې راضی وساتي، څو مزاحمت ونه کړي او وروسته د روس او ايران اجنټان د خپلو بادارانو پر مخ ور وتپي. په دې ډول به هم پاکستان او هم امريکا خپلو نهايې موخو ته ورسيږي. د افغان ملت برخليک يو وار بيا تر ازمايښت لاندې دی . ملت بايد را ويښ شي ! متحد شي ! او را پاڅي ! او د دې مزدورانو بريدونه پر ملی واکمنۍ شنډ کړي او پرې نږدي چې د پردو مزدوران زمونږ پر ملی ژوند ، ملی وقار ، ملی واکمنۍ سوله او امنيت بريدونه وکړي او په دې ډل زمونږ پر برخليک لوبې وکړي . هېڅ پردئ زمونږ د عزت په قصه کې نه دی . بايد د خپل ملی عزت شرف او وقار د ساتلو له پاره تر وروستۍ سلګۍ ودريږو او مقاومت وکړو . دا ژمی به خامخا تېر شی ، خو د سکرو مخ به تور پاتې شي . پر مونږ دا سختې شپې او ورځې به خامخا تېرې شي ، خو د نامرده او مزدورو امتياز غوښتونکو ، واکمنۍ ته د تږو پردي پالو مخونه به د تاريخ په بې پايه دوران کې تور پاتې شي . تر دې سپينې ، بې پردې او په ډانګ پييلي به نور څنګه وي؟ و ما علينا الی البلاغ

Comments are closed.