قانون د لنډغرۍ پر وړاندې

حکيم روان

نږدې درې لسيزې جهادی ايله جاريو ، د غلو غديو ، وطن پلورونکو جاسوسانو او لنډغرو هېواد او هېوادوال د اسلام ، قوم ، ژبې او سمت په نوم ګروګان کړی دي . څوک يې په ايران ، روس ، ترکيه خرڅوي او څوک يې په پاکستان امريکا او عربو . پلورونکو او پيريدونکو د بيو بازار تود ساتلی دی .افغانستان د ټولو شتمنيو او اوسيدونکو سره ددې بازار متاع ده .

جهادی وطن پلورونکي د رنګا رنګ اختلافاتو سره سره ، وطن پلورنې کار ته متحد او د وطن او وطنوالو بربادۍ ته متفق دي . دوی په ګډه سره کابل وران کړ او په شريکه يې له هرې خوا د کابليانو پر قتل عام پيل وکړ . دوی ټولو په کابل کې پاټکونه واچول او ټولو افغانان بې له توپيره ولوټل . ټولو بيلې توپيره افغانستان په ملوک الطوايفيو د دې له پاره وويشلو چې چورګر لومړی بايد ځانته منسوب قومونه چور او چپاول کړي . ګلبدين ، خالص ، حقانی او محمدی په پښتنو ، ربانی ، مسعود او اسماعيل خان په تاجيکو ، محمد محقق او خليلی په هزاره ګانو چور ګډ کړ . دوی لکه د ځنګله وحشيان په خپلو کې هم سره وخوړل . جهادی ليوانو ، وحشت او بربريت تر دې بريده ورساوه چې خلکو طالبی جلادانو ته هرکلی ووايه . بی قانونی ، بی عدالتی ، زور او جبر ، تعصب او کرکه ، ويره او ترهه ، وطن او خلکو ته خيانت ، د پاکستانی او ايرانی آته سرو ښامارانو تر ټولو مهمې او شريکې ځانګړنې دي .

طالبانو د يوه عربی تروريست ( اسامه بن لادن ) له پاره افغانستان د هغه په پښو کې قربانی کړ او نن يې د امريکا سره د القاعدې پر ضد د جګړې ژمنه لاسليک کړه، د ټرامپ په خبره امريکايي « احمقان » په دې نه پوهيږي ، کله چې طالب دومره په القاعده مين وو چې ټول هېواد يې د هغه قربانی کړ ، څنګه به د القاعدې پر ضد د امريکايي احمق ملګری شي . طالب ځناور له ځانه پوښتنه نه کوي چې څه چل وشو؟ خدای بدل شو ؟ اسلام بدل شو؟ طالبان بدل شول ؟ القاعده بدله شوه او که امريکا بدله شوه ؟ چې طالب او امريکا سره غاړه غړۍ شول ؟ بس طالبان ګډې (پسونه ) او وزې دی، د شاعر له قوله : دا د ګډو بزو وطن دی ، دلته پوهه تميز نه شته

                         که قصاب دی که شپونکی دی په کوتک يې ټولوی شي .

اوس د دوکتور غنی پر ضد پاکستان – ايران – روس ، امريکا  حکمتيار – عبدالله عبدالله – محقق – خليلی – کرزی او طالبان ټول سره يو شوی دي . ولسمشر غنی او د جنايت کارانو د جګړو له لاسه په سينه پروت افغانستان د عدالت او قانون د واکمنۍ غوښتنه کوي . د وطن پلورونکو د غدۍ سردمدار عبدالله عبدالله هر جنايت منی قانون او د قانون واکمنی نه مني . « سياسيون » !؟!؟ څه وايي ؟ « سياسی مشران » !؟!؟ « نخبه های سياسی »!؟!؟ هغوی چې سياست يې وشرمولو ، هغوی چې سياسی جنايتکاران او معامله ګران دی ، هغوی چې بايد قومی ټيکه داران وبلل شی او هغه خونخواره چې له خپلو قومونو يې حيا او قومی وقار واخيست او اوس يې د شرارت او جناياتو ټولې کرښې له منځه وړی دي . افغانان بوڅ غوږونه منتظر ناست دی چې کله به ددې جنايتکارانو د محاکمې غږ آوري . تر عبدالله مخکې محقق ، خليلی ، دوستم ، کرزی او نور قانون نه منی . قانون يانې د دوی پای ! ځکه يې عبدالله عبدالله چپه په خره کېنولی دی او نه منم ، نه منم ورباندې وايي .

يو وار يې د کرزی سره په رقابت کې ماتې نه منله ، خو په امريکايي ډالرو يې خوله وربنده کړه . بيا يې په ۲۰۱۴ کال کې د دوکتور غنی سره په رقابت کې ماتې نه منله ، په اجرائيه رياست يې خوله ور بنده کړه . اوس يې لومړی ټاکنې نه منلې او د سولې په نوم يې غوښتل له طالبانو قلنګ واخلي . کله چې غنی د امريکا – پاکستان – طالبانو، عبدالله عبدالله او کرزی د بيا بيا مخالفت سره سره ټاکنې دايرې کړې ، اوس د ټاکنو هغه کميسيون نه مني چې خپله يې ټاکلی وو ، د ټاکنو د کميسيون پرېکړې نه مني ، لکه ماشوم ځان په خپله رئيس جمهور بولی ، خارجی او داخلی شيطانان يې هم په شا ټپوي . طالبی کرونا هره ورځ قربانی آخلی . جهادی کرونا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د قانون او نظام د واکمنۍ سره په جګړه کې ده . طبيعی کرونا هم ورځ تر بلې سيورۍ پراخوي . افغان ملت د مرګ او ژوند په پوله ولاړ دی . لندغرو ته د هېواد او ملت برخليک هېڅ ډول اهميت نه لري . د هېواد بقاء د قانون د واکمنۍ او ټولنيز عدالت د چارې سره غوټه شوی ده . ولسمشر دوکتور اشرف غنی د قانون د واکمنۍ او لنډغرو وطن پلورونکو او وينې چښونکو پردي پالو سره د حساب او کتاب غوښتونکی دی . راځئ چې په يوه غږ د جګړې او جګړه مارو پر ضد د عادلانه سولې او امن د تأمين له پاره د خپل منتخب ولسمشر، اتل وسله وال پوځ او مرکزی واکمنی تر شا ودريږو !

تل دې وي افغانستان !

 

Comments are closed.