له سرو کرښو په تیریدلو سوله او ثبات راتللی شي؟

محمد اقا شیرزاد

مالمو _ سویډن

اګست ۱۳ مه ۲۰۲۰مزما عکس

داهغه تپوس دی چې په ټوله کې د افغانستان سیاسي، مدني ټولنو او د هېواد مخالفو وسله والو په تیره بیا طالبانو ته متوجې دی. زه منم چې سوله او ثبات به په تیریدنو، د نرمښت په ښودلو او د موقفونو د لاسه ورکونو په پایله کې تأمنیږي. خو ایا د هېواد د ملي لوړو ګټو سودا چې سرې کرښې دي، هم له یاده ایستل کېدلی شي که څنګه؟ زما په نظر به طالب له خپل نړیوال ملاتړي په تنګ وي چې ضرور د افغانستان سوله کې هغه ګام پورته کړي چې د طالب په نقص خو د ملاتړې په ګټه یي دی. یا به په ایدیولوژیک لحاظ طالب ته هغه پنجابی، تاجکیستانی، اوزبکیستانی، چیچنیایی، عربی او نور مطرح وي چې له ده سره یي د افغانانو پر خلاف عملیاتو کې ملا تړلې وه. دلته د طالب د بهرنې ملاتړې او د هغه د ایدیولوژیک ملګري د خوښ ساتلو او بچولو په بیه کوم تاوان چې افغان او افغانستان ته رسېدلی، هغه له نظر یو مخیزه غورځول کیږي. که خبره په همدې ډول ادامه مومې نو بیا طالب هم لکه چې دعوه کوي چې دوي د افغانستان خلک له شر او فساد ژغورلې، په خپل وخت کې یي وطن ته امنیت راوستی او نور، سر تر پایه پوچې ادعاګانې دي. ځکه هغه عمل چې تر نن ورځې طالب د افغانستان په مځکه سرته رسوي، د افغانانو د ویني تویولو او هېواد ورانولو بغیر بل څه نه دي! بله پیچلي خبره داده چې طالبان وایي هر څه به په راتلونکې افغانستان کې د اسلامي اصولو سره سم تنظیموي. سوال دادی چې طالب او د هغه ملاتړي په نړیواله کچه ثابتولی شي چې د نړۍ په کوم هېواد کې داسې نظام شته چې هلته د طالب له لیدلوري په کې د اسلام اصول نافذ شوي وي؟ که طالب کوم نوی نوښت کوي خو د هغې له پاره د طالبانو په تحریک کې د اسلامي پوهي اړوند پوتانسیل، د هغي د تطبیق له پاره په تحریک او د افغانستان دننه کې فني او تخنیکي بنسټ یي شتون لري؟ که ادعا وشي کوم د اسلامي پوهي خاوند چې عصري اسلامي علوم یي کړي وي په تحریک کې وجود لري؟ که د طالب مودل اسلام د پاکستان او اسلامي کوم بل هېواد په وسیله افغانستان کې جوړیږي، ایا هغوي په خپلو ملکونو کې ریښتونې اسلامي نظامونه لري؟

زما په اند په پاکستان، ایران او عربې نړۍ کې په اقتصادي، کاروبار او قاچاقو اخته ملایان او اخوندان اسلامي مودل نظام افغانستان ته نه شي راوړلی. هغوي صرف تور پټکې، واسکټونه څپلۍ او سپین کالي اغوستلی شي، ګیري اوږدولی شي، وړیا ډوډۍ ګانې خوړلی شي او هغوي د دولت ملت جوړوني له کار سره دومره بیګانه دي چې تصور یي هم نه شي کېدلی.

زه دې خبرو حیران کړم چې طالبان ولي، اورکم او اوربند نه شي کولی، ولي لویه جرګه نه شي منلی، ولي د افغانانو خپل مینځې مذاکراتو ته زړه نه شي ښه کولی؟ ځواب روښانه دی چې د خبرو اترو د میزونو ادامې ته د خپلو بهرنې ملاتړو د مشورو او دیکتات ورکولو پرته، هیڅ جوړونکی وړاندیز او طرح نه لري.

ولي داسې ستونزه موجوده ده؟ ځکه چې د تحریک په ټول تاریخ کې له جګړي پرته، طالب په فکري او نظریاتې اډانه کار نه دی کړی. خلک نه پوهیږي چې طالب څه ډول شرعیت او څه ډول ټولنه غواړي؟ هغه شرعیت او د ټولني ډول چې له ۱۹۹۴ څخه د ۴ کلونو له پاره د افغانستان په خاوره نندارې ته کیښودل شو، نه هغه وخت خلکو ته د منلو وړ وو او نه هم اوس! ښه خبره دا ده چې طالب اعتراف وکړي چې د بل د ګټې له پاره په جګړه اخته دی، د افغانانو سره هر هغه څه منلی نه شي چې ملاتړو یي اجازه نه وي ورکړي.

د افغانستان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زرو څخه زیات بندیان آزاد کړل، خو طالب تر اوسه د حکومت د حساب هغه کسان نه دي خلاص کړي چې یي تمه کېدله.

دا چې خپل مینځې خبرو ته افغانان په بې صبرۍ تم دي، تمه نه کیږي چې طالب د افغانستان د خلکو د هیلو سره سم چلن وکړي. همدا اوس د طالب کړیو تر منځ د هغوي د بهرنیو ملاتړو له خوا دا فرضیي اچول شوي چې د ګډ، لنډمالي حکومتونو په جوړیدو او له ډګر څخه د اشرف غنې د حکومت د یوي خوا ته کولو په وریانتونو بې دریغه ټینګار وکړي. مالومه ده چې د اشرف غنې حکومت ستونزي لري، فساد، توکمپالنه، ډلبازې په کې شته. هغه هم هغه کسان کوي چې ځانونو ته مجاهدین یا د هغوي ملاتړي وایي. ډیر لږ وطنپالونکې او تکنوکراتان به د مجاهدینو او طالب غوندي په فساد او مافیا اخته وي. فساد او مافیا له پاکستان څخه افغانستان ته سرایت کړی او د سرایت لاملونه یي هم مجاهد او طالب دی. تر څو چې طالب او مجاهد د هېواد په سیاست کې مطرح وي، د فساد، مافیا او پاکستانې اغیزي څخه هېواد نه شي ژغورل کېدلی. که طالب دا دباب وکړي چې افغانستان ته به سالم او له فساد خلاص نظام راوړلی شي درواغ وایي. پاکستان روزلی صرف افغان وژنه او افغانستان ورانونه پیژنې نه سوله، ثبات او ابادي.

وروستۍ مشورتې لوي جرګې وښودله چې خلک سوله ثبات غواړي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزه ښیرازې غواړي. په ۲۵ مادو کې د تصویب شوي پریکړه لیک منځپانګې ته که وکتل شي، مالومیږي د افغانستان خلکو په سیاسي فرهنګي لحاظ شعوري وده کړي. هغوي هغه څه له حکومت او طالبانو غواړي چې دوي ته ارزښتونه دي. که د حکومت او یا طالب خوا یي په پلې کولو کې پاتې راشي، خلک به یي خوا پریږدي. له دې څخه نړیوالي ټولني، طالب نړیوالو ملاتړو ته هم پیغام ورکول کیږي، که د خلکو غوښتنې له نظر وغورځول شي، طالب د یوه سیاسي حرکت په څیر نه بلکه د یوي پروژي په څیر په هغوي وتپل شي، دوي به یي له منلو په میړانه ډډه وکړي.

زه د افغانسان په وطنپالونکو ګوندونو، ټولنیزو ، فرهنګي سازمانونو او انفرادي شخصیتونو غږ کوم چې وضع ته په کتلو حکومت او طالب لورې ته د سولي مذاکراتو په دوران کې سالمي مشوري ورکړي او د خبرو خواوي تشویق کړي چې د افغانستان او افغانانو په ګټه د سولي خبرې بریالۍ کړي.

په درناوي

 

Comments are closed.