له پلمو پرته رښتيني سوله

حکيم روان

سوله د جګړه ځپلی افغان ولس طبيعی حق دی . ۴۰ کاله دا ولس له امن او سوله ايز ژوند څخه په مختلفو نومونو ، پلمو او بهانو محروم شوی دی .

په ډاګه بايد وويل شي چې ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو د افغانی خائينانو په مرسته افغان ولس له سولې ، امن او ژونده محروم کړی دی .

–  سرې لښکرې په افغانستان کې نه وې ، د شهيد محمد داؤدخان د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې د ګوتو په شمېر افغانانو لکه ګلبدين حکمتيار ، برهان الدين ربانی ، احمدشاه مسعود د دين څخه د دفاع په نوم د پاکستان د آی-اس-آی سره په ګډه د افغانستان پر ضد جګړه « جهاد » پيل کړ.

– که مرحوم داؤدخان د سرطان له کودتا د مخه انتخابی حکومت، پارلمان او د هيواد د اساسی قانون دموکراتيکو ارزښتونو ته درناوی کړی واي او ذ سياسی ډلو له هغې جملې اخوانيانو د قانون په چوکاټ کې د فعاليت حق ساتل شوی وای او داؤدخان د حذف له سياست کار اخيستی نه وای او هر څه يې د يوې ديکتاتوری قربانی کړی نه وای ، د افغانستان د خلکو په برخليک به ددې ناوړه افغانی ضد او انسانی ضد لوبو شاهدان نه وای .

–  کله چې د خلکو دموکراتيک ګوند د يوه نظامی پاڅون له لارې په غير قانونی توګه سياسی واک انحصار کړ، ټول دموکراتيک ارزښتونه يې له پامه وغورځول .  پر سياسی ډلو ، ټپلو يې بنديزونه عملی کړل او ټول يې د خپلې برنامی د اصولو پر خلاف حذف کړل ، د افغانستان پر ضد جګړې ته يې چې ګاونډيانو او تالی څټو يې لا د مخه پيل کړي وه ، په لوی لاس نور هم زور ور وباښه .

–  کله چې سرې لښکرې راغلې ، د افغانستان پرضد ناروا جګړه د « روا جګړې » مقام ته وخته .

–  په دروغو به ويل کيده چې د سرو لښکرو د موجوديت سره جګړه تړلی ده ، د سرو لښکرو په وتلو سره به جګړه ختمه ، سوله او امن به راوګرځي . لکه نن چې طالبان وايي . خو سرې لښکرې ووتې ، جګړه نه يواځې ختمه نه شوه ، نور يې هم ځکه زور واخيست چې پاکستان ، ايران او روسيې د خپلو ګټو سيالی پيل کړه . روسان په دروازه ووتل ، خو په کړکی د يو شمېر خائنانو په ملګرتيا د احمدشاه مسعود-دوستم –محقق يا شمال ائتلاف په نوم بيرته داخل شول . د ګاونډيانو افغانی ضد موخې پاتې شوې . ځکه جګړې دوام وموند . مالومه شوه چې د جګړې اصلی او خوځوونکی علت د ګاونډيانو ناروا موخې وې او داخلی نانځکې يې د هغه موخو له پاره استعمالولې .

–  د طالبانو واکمنی د منځنی آسيا د هيوادونو طبيعی زيرمو ، تيلو او ګازو ته د امريکا د لاسرسي پايله ده . امريکا غوښتل د ترکمنستان تيل او ګاز د افغانستان له لارې د ځان له پاره پاکستان ته ورسوي . ايران هم سترګې ورته سرې کړی وې . د بريداس او يونيکال د کمپنيو بزکشۍ به د هر چا په ياد وي امريکا سعودی د ايران پرضد د طالبی پروژې حمايت ته تشويق کړ. پاکستان خو لاس تړلی مريې وو

په دې توګه طالب د يوې خارجی پروژې په توګه رامنځته شو. طالب پوهيده چې هيڅ افغان ، طالب د واکمنۍ وړ نه بولي . ځکه يې د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د راوستلو ډنډوره غږوله . طالب او مجاهد د پاکستان له خوا روزل شوی تروريستان وو او د ټولو نورو تروريستانو په څېر د نړۍ د تروريستانو وروڼه وو . طالب د مولوی نبی ډله ده . ځکه د مجاهد او طالب د واکمنيو په مهال افغانستان د عربو، ايغور، چيچن ، ازبک او تاجيکی تروريستانو ميلمستون وو . د سپتامبر د يولسمې بريد اصولا بايد په آی-اس-آی کی طرح او د القاعدې مشر بن لادن عملی کړی وي .

–  طالب د افغانستان د خلکو او هيواد دومره غمخوار وو چې د يوه بن لادن د پاره يې امريکايي بريد ته اجازه ورکړه . طالب د تروريسم په تاريخ کې د بی مسؤليتی او بی رحمی ريکارډ ټينګ کړ. د امريکا په بريد او له هغه وروسته طالبانو د خپلو انتحاری بريدونو او جګړو په جريان کې په لکونو بی ګناه افغانان ووژل .

–  د سولې خبرې : طالب پوهيږي چې : هغه جنګ چې دوی يې کوي د جنايتکارانو ، وژونکو او مافيايي کړيو په ګټه او د افغانستان د بی ګناه ولس په زيان دی . د دې جنګ له برکته د ګوتو په شمار کسان مليونران کيږی او مليونونه انسانان له يوې ورځې بلې ته هر څه حتی ژوند د لاسه ورکوي . خو طالب د دې سره سره جنګ ته اړم دی . کوم دين طالب ته ددې جنګ جواز ورکولای شی ؟

–  طالب څه غواړي ؟ طالب امتياز غواړي . دا امتياز چې په هر قيمت تماميږي . دوی دوهم وار داخلی جنګ او د کابل تباهی ته تيار دي . ځکه اردو ، پوليس ، انتخابات ، پارلمان، حکومت او هر هغه څه چې د «اشغال» په سيوره کې منځته راغلی دی نه منی . مانا بل داخلی جنګ !!! دا هم شو د طالب اسلام ؟

–  طالب پوهيږي چې د افغان حکومت حذف کول يانې څه ؟ د طالب حذفول يانې څه ؟ يانې د جنګ دوام ! مانا دا چې طالب په دې کار سره د جنګ او د امريکايي او ناټو د عسکرو د حضور دوام غواړي . افغان حکومت طالب نه حذف کوي . مانا دا چې حکومت سوله غواړي .

–  طالب جنګ ګټلای نه شي ، کندوز او غزنی ښه درسونه وو . طالبانو زيانونه ورسول او بی رحمانه وژنې يې تر سره کړې ، خو د افغان وسله وال پوځ په وړاندې يې يوه ورځ هم ونه ساتلی شول او طالبان يې په منډه له دې ځايونو واايستل . طالبان او پلويان يې درواغ وايي چې پنځوس سلنه خاوره يې په لاس کې ده . دا درواغ د آی-اس-آی له خوا تنظيميږي . په علاقه داريو او کليو کې د بی وسلې خلکو برمته کول د څو کسو وسله والو په واسطه کومه معجزه نه ده !

–  طالب افغان حکومت ګوډاکی بولی ، که څه هم انتخابی دی . طالب پروژه د افغانستان انتخابی حکومت ته د ګوډاکی خطاب کوي ، صرف نظر له خپل ګوډاګيتوبه ! که طالب فکر وکړی ، طالب د ګوډاکي ګوډاکۍ دی.

که نن امريکائيان د ډيرو نورو سپين سترګيو په شان ، دا سپين سترګی هم وکړي چې د طالب په شان د افغانستان د خلکو په لاس ته راوړنو پښې کيږدي او طالب ومنی ، طالب به د امريکا مستقيم ګوډاکۍ شي او د امريکا د پوځي هډو د شتون له پاره به  سل شرعی فتواګانی صادرې کړي . هغسې لکه چې د طالب ملاتړو ، د قطر امير او د سعودی خادمينو شريفينو چې د امريکايي پوځي هډو د شرعی کيدو د پاره شرعي فتواګانې را ايستلی دي .

طالبانو ! د حذف کولو له تباه کوونکو پاليسيو او پلمو لاس واخلئ ، ژر تر ژره د افغان حکومت سره د اوربند او سولې د استقرار له پاره مذاکرات پيل کړئ او زمونږ په وينو لړلی ملت له څيرې ګريوانه لاسونه ايسته کړئ او له جګړو ډډه وکړئ !

مونږ په طالبانو ، د چور او شوکو په جهادی مليونرانو ، د مال او واک له پاره په ساختګی مسلمانانو او د دين په تجارانو غږ کوو چې له خدايه وويريږي او د افغان ولس له تباهی لاس واخلي !!!

اې طالبانو ! او اې جهادی چورګرو شوکمارانو که له خدايه نه ويريږئ ، له بشريت نه وشرميږئ او د خپل مسلمان او بی ګناه ولس له قتل عامه ، چور او تالان څخه لاس واخلئ !!!

 

 

 

 

 

Comments are closed.