ليکنه : اميرګران د عـــــدم تـــشـــدد پاڅـــون د لارښـــود بــــاچــــاخــان د مړيني ۳۲ تــــــــــــــلــــين

د جنوري د مياشتي ۲۰مه نيټه ، ۲۰۲۰ م کال د پښتنو د سترمشر ، د هند د نيمي وچي د خپلواکۍ د مبارز او د عدم تشدد ( بـــي تــاوه ) تحريک د لارښود خان عبدالغفارخان ( باچاخان ) د وفات ۳۲ تلين دي .
خدائي خدمتگار باچاخان ، په خپل کتاب ” زماژوند او جــد و جــهــد ” کي ليکلي :
” زه په هشنغر په اتمانزو نومي کلي کي په ۱۸۹۰م کال پيدا شوي يم ، هغه وخت د پيدايش د نيټي د ليکلو رواج نه وو ، او نه څوک په ليک او لوست پوهيدل ، زما د پيدا کيدو نيټه چا ليکلي نه وه ، خو زه ۱۸۹۰ کال ځکه وايم چي زما خداي بخښلي مور ما ته ويل چي ستا د ورور ډاکتر خان صاحب واده په ۱۹۰۱م کال وو او ته هغه وخت د ۱۱ کالو وي ” ، باچاخان چي ژوندي وو ، وصيت ئي کړي وو چي : ” زما مړي به په پاکستان کي خاورو ته نه سپارئ ، ځکه دا غلام او محکوم ملک ده ، ما به د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد کي دفن کوئ ” د يادولو وړ ده چي ۱۸ کاله وروسته د هغه زوي د NAP نيشنل عوامي پارټي او بيا د عوامي نيشنل پارټي مشر خان عبدالولي خان د جنوري په ۲۶ تمه نيټه ، ۲۰۰۶ م کال ساه ورکړه ، ANP هرکال د جنوري له ۲۰ څخه تر ۲۶ پوري د خپلو مشرانو تلين لمانځي
د زياتولو وړ ده ، باچاخان د جنوري په ۲۰ مه نيټه ، ۱۹۸۸ م کال په پيښور کي له دي نړۍ سترګي پټي کړي ،
جلال اباد ته د باچاخان د جنازي د انتقال په ورځ ، د هند ځوان صدراعظم راجيوگاندي او د هغه ميرمن سونياگاندي
د يوه خاص پرواز په ترڅ کي ، د لاهور او اسلام اباد په فضائي قلمرو باندي مستقيمآ پيښور ته راورسيدل ، او هم د لکونو خلکو ( نارينه ، ښځينه ، ځوانان او سپين ږيري ) چي باچاخان ته د درناوي لپاره راغلي ول ، د ديکتاتور جنرال ضياء الحق ، صدراعظم محمدخان جونيجو ، خان عبدالولي خان ، مولانا فضل الرحمن ترڅنګ زه هم د جنازي د انتقال په مراسمو کي موجود وم ، په هغه وخت کي د تورخم ـ جلال اباد د لاري امنيت ډير مهم وو ، ځينو توندلارو تنظيمي اجيرو ډلو د امنيت د ګډوډولو اخطار ورکړي وو ، خو د مولوي يونس خالص تنظيم د باچاخان سترشخصيت ته د درنښت له امله د لاري په اوږدو کي د بشپړ امنيت ډاډ ورکړي وو ، په جلال اباد کي د پاکستان د پوځي استبلشمنټ او د هغوي د مزدورو ډلو د اطمنان باوجود ، خاورو ته د باچاخان د مړي د سپارلو په مراسمو کي د پاکستاني استخباراتو د ايجنټانو لخوا د موټرو په تـــم ځاي کي انفجاري حملي وشوي ، د تلفاتو په اړوند محترم محمداغاشيرزاد چي هغه مهال د ننګرهار د ولايت لوړپوړي چارواکي وو په خپله فيسبوک پاڼه کي معلومات ورکوي چي د باچاخان د تدفين په مراسمو کي په موټر کي د بمي چاودني له امله ۷۰ بي ګناه کسان مړه او له ۹۰ څخه زيات شديدآ ټپيان شول ، باچاخان د هند په نيمه وچه کي د انګريزي امپريل ښکيلاک او د پاکستاني پوځي او ملکي حاکم اشرافيت په ضد له وياړه ډکي ، نه ماتيدونکي او نه ستړي کيدونکي مبارزي کړي او د سيمي په تيره بيا د افغانانو ــ پښتنو د مشروع حقوقو د حاصلولو لپاره ئي سخت ، ظالمانه ربړونه او زندانونه ګاللي دي او د انګريزي استعماري حاکميت او پاکستاني استبلشمنټ لخوا ئي له دوو ۲ لســــــيزو زيات د زندان د تورو تــمــبو ترشا تير کړي ، خدائي خدمتگار باچاخان په پښتني ټولنه کي له جهل او بيسوادۍ سره سخته مبارزه پيل او د علم او پوهي دحاصلولو لپاره ئي عملي کار او هـــڅــو ته ادامه ورکړه ، نوموړي د ښځېنه او نارينه وو
د تعليم د ترويج مبارزه له خپله کوره شروع کړه ، خپل دري زامن ، خان عبدالولي خان ، خان عبدالغني خان او خان عبدالعلي خان او لـــــــور په ښوونځيو کي شامل کړل ، خپله لور ئي د لوړو تحصيلاتو لپاره هند او بيا انگلستان ته وليږله ، د نشر سوي معلوماتو له مخي خدائي خدمتګارو د ۱۰۰ګونو په شاوخوا کي د هلکانو او نجليو لپاره مکتبونه او مدرسي جوړي کړي ، باچاخان به يواځي خبري نه کولي بلکه په عمل کي به له ټولو مخکښ وو ، په انګريزي کي متل ده : ( Action speaks louder than words ) ، د مبارزو په جريان کي به موږ دا خبري ډيري کولي چي تيوري د عمل رهنما ده ولي معيار د قضاوت عمل ده ، باچاخان باعمله استاد وو ، هغه به د خدائي خدمتگارۍ په هکله ويل چي خداي پاک بي نيازه ځواک دي هغه ته د خدمت ضرورت نه شته خو د هغه د مخلوق اشدضرورت ده ، هغه وخت چي د شوروي اتحاد پوځونو په افغانستان يرغل وکړ ، موږ د افغانستان د سفارت دوه ديپلوماتان پيښور ته د باچاخان ليدو ته ورغلو ، وروسته له روغبړ څخه ئي په خپل څنګ کي کښينولو ، په ســـل ګونو راغلو ميلمنو ته هغه د خبرو په ترڅ کي د لومړي ځل لپاره وويل چي ( په افغانستان کي جګړه د اسلام لپاره نه بلکه د روس او امريکا جنګ ده او زما پښتون ــ افغان بچيان پکي تلف کيږي ) ، باچاخان د لومړي ځل لپاره وويل دا کومه لوبه چي په افغانستان کي روانه ده دا ( جهـــاد نه بلکه فســاد ده ) چي بيا وروسته وليخان هم دا خبره ضياء الحق ته وکړه ،
باچاخان په سيمه کي د مهاتماګاندي په څير د عدم تشدد يا بي تاوه پاڅون له نوښتګرو او مخکښانو څخه ده ،
عدم تشدد يا بي وسلي پاڅون هغه مبارزه چي د سوله ايزو لارو له مخي خپلي موخي او اهداف ترلاسه کړي ، د تاريخ په اوږدو کي د Non Violent Resistance يا عدم تشدد غوره بيلگې د مهاتماگاندي په مشرۍ په هند او د خان عبدالغفارخان ( باچاخان ) په مشرۍ په هند او پښتونخوا کي د انګريزي ښکيلاک په ضد مبارزه ، د روسي ليکوال تولستوي ليکنو د لومړي ځل لپاره جوړونکي رول لوبولي ، همدا ډول په امريکا کي د نژادي تبعيض او د تورپوستانو د روا حقوقو د لاس بري لپاره د ډاکتر مارتين لوترکينګ جونير مبارزه ، د Solidarity يا ملاتړ ( همبستگي ) خوځښت په پولنډ او په فليپين کي د فرديناندمارکوس له واکه ليري کول د عدم تشدد د تحريک بيلګي دي
باچاخان وروسته له بايزيد انصاري ( پير روشان ) او خوښحال بابا په خيبرپښتونخوا کي د نــه تاوتريخوالي د غورځنګ نوښتګر او مخکښ وو ، څرګنده ده چي بايزيد انصاري په ۱۶ پيړۍ کي د روشانيانو تحريک رامنځ ته کړ د وزيريستان او نور پښتانه په هغه راټول ول او بايزيد انصاري ته ئي پيرروشان خطاب کاوه خو مــــغــلو بيا پيرتاريک ورته وايه ، د روشاني تحريک د ټـــکولو په منظور مغلو جګړي ورسره پيل کړي ، وروسته له پير روشان څخه د هغه زوي جلال او بيا عبدالقادر د نوموړي غورځنګ ادامه ورکوونکي ياد شوي ، پيرروشان د تصوف پيغام پښتنو ته ورساوه ، خوښحال خټک په پښتنو کي د قومي ( نيشنليزم ) د تحريک لپاره مبارزه کوله ، د خوښحال بابا کورنۍ له مــغــلو سره اړيکي درلودي ولي خوښحال بابا د مغلو په ضد ودريد ، نوموړي به پښتانه يووالي ته رابلل مثلآ هغه ويلي : ( درست پښتون تر کندهاره تر اټــــکه <> ســره يو د ننګ په کار پټ او اشکار / په يــــوه ژبه ويل سره پښتو کړو <> ولــي هــيــڅ نــه يــو له بل نه خبردار ) ،
نوموړي پښتانه په ټول هندوستان داسي مشهور او وروپيږندل چي ، پښتانه يو ملت خپله ژبه لري او د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوي ،
زما خپل نظر دادي چي د پيړيو په اوږدو کي د ښکيلاکي او دولتي جبر په نتيجه کي پښتو ژبه او پښتانه قصدآ يو د بل څخه ليري ساتل شوي دي ، د فرهنگي يرغل دا لړۍ اوس هم دوام لري ، په دي خيانت کي د استعماري او فرهنگي ښکيلاک ترڅنګ ځني پښتانه پاچايان ، سياست پوهان او د قلم خاوندان برابر شريک دي ، په درست پښتانه قام باندي اوس هم په دولتي او غيردولتي ادارو کي دلته او هلته نوري ژبي مسلطي دي ، د تاريخ او جغرافيي څخه د پريکړون په موخه زموږ پخواني او اوسني نسلونو ته د پرديو قومونو او ملتونو استازي او شخصيتونه د قهرمانانو په حيث ورپيژندل کيږي ،
لکه چي پورته اشاره شوي ، د بايزيد روښان او خوښحال بابا د غورځنګونو وروسته باچاخان د هند په نيمه وچه کي د انګريزي ښکيلاک په ضد د مبارزي ترڅنګ د پښتنو د ويشتابه او روا حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي لکه په ښځو او نارينه وو د تعليم حاصلول ، د بشري او ښځو د حقوقو دفاع ، د زړو او ورستو دودونو سره مبارزه ، نوموړي همدا ډول په ۱۹۴۶ کال د پښتون رساله نشر کوله چي د ښځو شعرونه او مقالي به هم پکي وي ، د باچاخان په مشرۍ خدائي خدمتگارو د پښتنو په دوديزه ټولنه کي د نوي کولو ( جديديت ) اصلاحاتو وکول چي دا يو ډير د اهميت وړ کار وو ، دوي د جديديت او قُدامت ( نوي او دوديز يا زاړه ) په منځ کي يو ارتباط پيدا کړ او پښتانه له نوي طرزتفکر سره اشنا کيدل ، هغوي اصلاحات له پرګنو ياني له کښته را پيل کړل ولي په افغانستان کي د غازي امان الله خان په مشري اصلاحات له پورته د دولت په ذريعه کيدل ، ….
نړۍ اوس د باچاخان په مشرۍ د خدائي خدمتگار او عدم تشدد غورځنګ پيږني او د باچاخان په اړوند په انګريزي
جرمني ، روسي او نورو ژبو کتابونه او رسالي نشر شوي او Ph ډي ګاني پري کيږي ،
د مقالي په پاي کي بايد زياته شي چي د خدائي خدمتگارو او عدم تشدد غورځنګ يو بريالي تحريک وو ځکه انګريزي ښکيلاک خپل ټول زور وواهـــه چي دا ځواک ختم کړي خو په دغه کار کي بريالي نه شول ،
د ځينو هغو کتابونو نومونه چي د باچاخان په اړوند نشر او ماته معلوم دي :
= Islam ś Peaceful Warrior Abdul Ghaffar Khan by: Jeanne Gendreau .
= Mein Leben , Autobiographie des Abdul Ghaffar Khan ( German Language)
= A.Ghaffar Khan , Fiath is a Battle by: D.G.Tendulkar .
= Non Violent Soldier of Islam , Badshah Khan
A Man to Match His Mountains,
By: Eknath Eswaran .
او په پښتو ، دري ، اردو ، هندي ، بنګالي او نورو ژبو کتابونه ،
د يادولو وړ ده چي د عوامي نيشنل پارټي رهبر خان عبدالولي خان په ۲۶ د جنوري ۲۰۰۶ م کال وفات شوي
د باچاخان او ولي خان اروا دي ښاده او ياد دي تل او گرامي .
له ارواښاد ولي خان سره زما هغه انځور چي په ۸۰ مه ميلادي لسيزه کي د هند د سفارت د ملي ورځي په ضيافت کي اخيستل شوي له دغي مقالي سره مل نشر ته سپارم .
Bilden kan innehålla: 1 person, sitter
Bilden kan innehålla: text
Bilden kan innehålla: en eller flera personer och glasögon
Bilden kan innehålla: en eller flera personer, skägg och text

Comments are closed.