مؤقت حکومت د پنجاب هيله

حکيم روان

شيطان په هره بڼه شيطان دی او له شره پرته بل څه نه پيژنی . شيطان د خدای ، خير او سولې دښمن دی او تل د خپل اصلی ماهيت پر خلاف د مؤمن ، معصوم او خيرخواه په بڼه څرګنديږي . ناپاکستان ځان پاکستان بولی . اسلام برباد ځانته اسلام آباد وايي . پاکستان د اسلام تر پردې لاندې د اسلام او ټولو مقدساتو او انسانی ارزښتونو دښمن دی . دا ناپاکه نطفه يواځې د ګاونډيانو له پاره نه ، بلکې د سيمې او ټولې نړۍ له پاره ګواښ او خطر دی . خو تر ننه دې پړانګ د ملنګ په لباس کې د منافقت ، دروغو او تذوير په شيطانی چمونو د پسونو په منځ کې ځان ساتلی دی .

 قومی ، نژادی او دينی ارزښتونه د انسانانو په ټاکلو ډلو پورې تړلی دی ، خو انسانی ارزښتونه د ټولو انسانانو سره اړه لري او د بشريت ګډه پانګه بلل کيږي . تجربو ښودلی ده ، هغه دولتونه ، ګوندونه او سياسی تشکيلات چې د قوم، نژاد او دين پر اساس يې بنسټ ايښودل شوی وی، پايلې يې پرته له ترور، فاشيسم ، قومی او مذهبی جنوسايد بل څه کيدای نه شی .

پاکستان په همدې بنسټ د انګريز د شيطانی امپراطوری په دسيسه د سيمې د بی ثباته کيدو په موخه را منځته شو او د خپل ۷۰ کلن تاريخ په اوږدو کې يې درې لوی او خونړی جنګونه د هند سره تر سره کړی او تل د افغانستان سره په کړکېچ او دښمنۍ  کې ، د افغان ملی شخصيتونو په ترور ، د ښوونځيو په سوځولو ، پلونو او عام ګټو پروژو په تخريب او د ورانکارو بانډونو په جوړولو اخته دی . تر ټولو ښه ثبوت يې افغانستان ته د اوه سرې ښامار صادرول دی کوم چې اوه واړه سرونه يې يواځې او يواځې د افغانستان د بربادۍ فکرونه په سرو کې روزي . په ډاګه او بی شرمۍ سره زمونږ په وينو لړلی ولس د سترګو په وړاندې ، د افغانستان پر ځای د پاکستان او ايران طرفداري کوي .

د اوه سري ښامار مشران د شيکاګو ايطالیا او روسی مافياؤ د مشرانو په څېر په افغانستان او له افغانستانه د باندې د مجللو ماڼيو او په بانکونو کې د مليونونو او ملياردونو ډالرو خاوندان دی . دا په داسې حال کې ده چې د ګران افغانستان د غيرتی او با همته ولس نږدې ۵۰ ٪ خلک ددې ښامارانو د لاسه د فقر تر خط لاندې ژوند تيروي . جهادي لوټماران د خپلو ناروا شتمنيو د ساتلو او د خپل ناروا مافيايي اقتدار د دوام د پاره د قومونو تر منځ د دښمنيو د ايجاد او د اسلام د سپيڅلی دين په نوم تجارتی نمايدګی او دوکانونه خلاص کړی دی او زمونږ مظلوم او بی سواده ولس يې يرغمل کړی دی . دوی د حکومت او قانون په وړاندې په ډاګه مقاومت کوي او د پنجابی واکمنانو او طالبانو د هيلو سره سم د افغان حکومت د بی اعتباره کيدو هلې ځلې کوي .

زمونږ ګاونډيان په ځانګړی توګه پاکستان چې د اوه سري ښامار د ککړو مشرانو سوانح ورسره دي ، غواړي د سولې د مذاکراتو په لړ کې په مختلفو بهانو د طالبانو او مجاهدينو د ګډ مؤقت حکومت طرحه تحميل کړی او افغان حکومت او په دې توګه افغان ولس له استازيتوبه محروم کړي . په داسې حال کې چې د سولی په مذاکراتو کې اصلی او ټاکونکی رول ځکه بايد افغان ولس او د هغه په استازيتوب افغان حکومت په غاړه ولري چې د ناروا او نيابتی جګړې ټوله قربانی افغان ولس او زمونږ سربازانو ورکړي ده . خو نن له خاديست اتمره تر وروستی لنډغره ټول د آی-اس-آی د هيلو سره سم د مؤقت حکومت د جوړولو ډنډورې وهي . ولی ؟

ځکه آی-اس-آی ، طالبان او جهادي مافيا غواړي د افغانستان سياسی نظام له پښو وغورځوي . د افغانستان حکومت زمونږ ملی وثيقه اساسی قانون او د هغه لارښونې او غوښتنې ، انتخابات او نور له پامه وغورځوي او پر دې توګه د خلکو د واکمنۍ او د افغانستان د بدلون مخه ونيسی . دوی په ګډه سره غواړي بيا افغانستان د جهادی او طالبی غوبل ميدان جوړکړي او له منځته راغلی آنارشۍ او ګډوډۍ څخه د پاکستان او ايران له پاره ناروا ګټې تر لاسه کړي . اوبه خړې کړی او خپلو ماهيانو نيولو ته د پخوا په شان ادامه ورکړي . د مؤقت حکومت طرحه د افغانستان د پټو او ښکاره دښمنانو طرحه ده . دښمنان په هغه صورت کې دې موخې ته رسيدلای شی چې افغان حکومت بې اعتباره ، ايګنور او له پښو وغورځوي .

هغه سياسيون چې د پاکستان او ايران د بندګی غاړی يې په غاړه دی ، هغوی د خپلو بادارانو سره خپلې موخې پر مخ بيايي ، خو هغوی چې د افغانستان د پاره فکر کوي ، بايد د خپل استقلاليت په ساتلو سره د افغانستان د حکومت سره يو ځای د حکومت تر چتر لاندې د سولې مذاکراتو د پرمخ بيولو له پاره ګډ کار وکړي .

جګړه د افغانستان داخلی او خارجی دښمنانو پر افغان ولس تپلي ده . دايمی او با عزته سوله او بشپړه امنيت زمونږ د خلکو برحق او انکار نه منونکی حق دی . د پاکستان په وينو لړلی لاسونه او د پاکستان او ايران د ګمارلو مزدورانو ککړ لاسونه بايد د افغان ولس له برخليکه لنډ شی . د سولې د راګرځيدو د سترې چارې له پاره بايد ټول وطن پالونکی د افغان حکومت سره يو ځای  د پردو د شومو پلانونو د عملی کيدو مخه ډب کړي .

دايمی سوله او بشپړه امنيت د افغان ولس حق بايد د آی-اس-آی له خونړيو پنجو را وګرځي !

 

 

Comments are closed.