مرغومي ۱۱ مه کال ۱۳۴۳ م د ا خ د گ د جوړیدو پېل ورځ ده

۵۴ کاله وړاندې د افغانستان د خلک دموکراتيک گوند د جوړm agha (2)ېدو بنسټ کېښودل شو . په دی گوند کې د لومړې وار له پاره د دموکراسي په بنسټ ګام پورته شو ، مانا دا چی د گنگری کار په دموکراتيکه فضا کې پیل او سرته ورسید . مستقيمې او پټې رايی وکارول شوی ، د گوند مشرتابه ته ټول نوماندان د  رايو په کارولوسره وټاکل شول . چا چی په دموکراسی او ټاکنو باور نه در لود لږ وخت پس د گوند د ورانيدو په هلو ځلو لګیا شول ، گوند ژر په دوه پارچو وویشل شو چې ډیرئ موده بیلو شوو خواؤ یو د بل په وړاندي په خصمانه تبلیغاتو تیره کړه . د تبلیغاتو تر څنګ فزیکې شخړو د دواړو خواؤ باور یو پر بل لږ کړ چې دا اعتماد تر ننه هم احیا نه شو .

زه هم په ۱۳۴۸ کال کې چې د اتم ټولگي زده کونکې وم همدی گوند ته جزب شوم . د سياسي الفبا او لږ سياسي زده کړو وروسته د يوه فعال گوندي په توګه مې د ګوندي کار جلب او جزب ته منډې رامنډې پېل کړې . په دی لار کې مې پوره لوړې او ژوری ولېدلې ، لاری گودری مې ولټولی چې څنګه ګوند ته وده ورکړم . يو حقيقت بايد ووايم چی دی گوند د ټول هېواد په زياترو برخو کې له مخکښو کارگرانو څخه نيولی تر مخکښو زده کړيالانو، ښوونکو، افسرانو، مخورو روښانفکرانو پوري زيات جزب وکړ او په ۱۳ کلنو کي پوره د حساب وړ خلک د گوند ليکو ته راوستل شول . په ۱۳ کلونو کې د گوند په لار ښونه سياسي واک د پوځي افسرانو او سرتيرو په مټو تر لاسه شو او ګوند په واکمن ګوند بدل شو .  واک ته په رسيدلو سياسي لار ښوونکي دوه نظره خپل کړل ، لمړۍ ډلې ویل سياسي واک اخستل اسان دي خو د هغې ساتل او د خپلو موخو لاسته راوړل زيات کار اوسياسي هنر غواړي ، دویمې ډلې ویل چې سیاسي واک اخستل ستونزمن او ساتل یي اسان دي . په تاسف چی د سياسي واک وروسته د مخکنې بی باوریو ، مقام  غوښتنو ، فرکسون بازيو ، د گوندي کادرونوبې تجربګیو ، د خلکو سره تند برخورد  ، په تيزی د يو شمېر اصلاحاتو راوستل ،  پر مسلکي څوکيو د غېری مسلکي گونديانو گمارل ، د بهرني سياست ناسم مديريت کول ، د گوند پر مشرتابه کې ځان غوښتنه پالل ، د دموکراسی او شايسته سالاری سره ناسم برخورد کول ، د سمونی او پر ځای انتقاد پر عوض انتقاد په انتقام اړول اوج ته ورسيدل . د پخواني شوروي اتحاد د مشرانو دوه گوني سياست هم ددی لامل چی ولسونه د حاکيميت پر وړاندی د پرديو پر لار ښونه په تیره بیا د پاکستان د اي ايس اي اود غربيانو د جاسوسي ادارو سره په مل کېدو د هيواد ورانی او د جنگ جګړو ته ملاوي وتړي . دی لعنتي جنگ په زرگونو افغانان  ووژل ، د ملت هر څه چور شول ، ظرفيتونه له مينځه ولاړل ، په ميلونو خلک اواره او کډوال شول ، د گوند د مشرتابه مخکښ کسان يو پر بل پسی له واکه ليری شول يا مړه شول ، دی لاس وهنی او جنگونو زمينه برابره کړه چی ختيځ او لويديځ دواړو زموږ پر پاکه خاوره او سپېڅلو ولسونو د خپلو وسلو ازموينه وکړي ، قابو ۴۱ کلونه وشول چې غميزه اوږدیږي او نه ختميږي .

زه د يوه گوندي په توگه دا ریښتیا ليکم چی ( دافغانستان د خلکو دموکراتيک گوند» د خلکو د سوکالی پروگرم در لوده  ولی په خواشنې سره  د گوند د مشرانو د غلطی پالسی له امله  ولسونه وزوريدل او د ناکامی ټول بار د مشرانو پر اوږو پریوتلو .که د هغه گوند پلويان اوس هم د هغو له مينځه تللو یو شمیر مشرانو لاراو فکر تعقيبوي دا لويه تير وتنه ده . موږ د روښانفکرانو په توگه بايد د خلکو هغه گټې چی د ولسونو او ملت د ملي گټو او دموکراسی اصلي بنسټ ځواکمن کوي تعقيب کړو ، پخواني هير کړو نوی ملي ارزښتونه او ولسي ځواک خپل کړو . کوم گوندي سياست چې په نړېواله کچه ماته خوړلی وي ، د دموکراسی د تعامل پر بنسټ دادی چی په راتلونکې فعالیت کې داسې لاره غوره شي چې گوند پاليسۍ ، موخی ، سياست خلکو ته د منلو وړ مطرح شي تر څو د خلکو رايه خپله کړي ، د ولسونو باور تر لاسه کړي او په عمل کې د پلې کېدو قابلیت ولري . زما په اند د ولسونو ملاتړ تر لاسه کول د بري لومړنی شرط دی او بس .

 محمد اقا شيرزاد سويډن

۱۳۹۷ د مرغومي لسمه

Comments are closed.