مسکو چاپ «نېزاويسيمايا ګزیته» د 18.06.2019 نېټې ګڼه کې دغه مطلب خپور کړی دی. پښتو ژباړه يې دلته ولولئ.

داکتر شير حسن

د پاکستان پښتانه د پوځ تروريستي کردار ته په «لويه جرګه» ځواب وايي

اندرې سېرېنکه د «نېزاويسيمايا ګزیتې» ځانګړی خبريال  18.06.2019

پښتون ژورناليست محمد بلال خان په اسلام آباد کې د نامعلومو ترورستانو له خوا ووژل شو.

د پاکستان پښتانه ددغه ولس د استازو د پراخې غونډې «لوې جرګې» جوړيدو ته تياری نيسي. تمه کيږي چې د لوې جرګې په ترڅ کې به د پاکستان د پوځيانواو د هغوی سره د تړلو جهادی ګروپونود مخ پر زياتېدونکې ترورو پروړاندې د پښتنو د واحد عکس العمل پر ستراتيژۍ بحث او پرېکړه وشي. د «پښتون ژغورنې ملي بهير» سرچينې څخه « نېزاويسيمايا ګزیتې» ته خبر ورکوي چې د پاکستان د حکومت او پوځي ادارې له پاليسۍ څخه د نارضايت لړۍ حتی په پوځي قطعاتو کې هم مخ په پراخېدوده.

وړمه ورځ په اسلام آباد کې مشهور پښتون خبريال محمد بلال خان د نامعلومو ترورستانو له خوا ووژل شو. په پېښور او اسلام آباد کې د «دنېزاويسيمايا ګزیتې»د سرچينو په قول: «محمد بلال خان له هغو ګوتې په شمار خبريالانو له جملې څخه و، چې په ښکاره يې د پښتنو پر وړاندې د پاکستاني پوځيانو له جناياتو پرده پورته کوله، هغه د خواله رسنيو فعال کاروونکی و، په فسبوک کې 30 زره کسانو د هغه ليکنې لوستلې. په ميديايي او ټولنيزو رسنيو کې د هغه ليکنې او خپرونې ډيرې اغيزمنې وې».  په پېښور کې زموږ د سرچينو په قول د محمد بلال خان د قتل تر شا د پاکستان د استخباراتو لاس دی، چې په دې وروستيو کې يې  د پوځيانو او د هغوی تر کنترول لاندې جهادي وسلوالو سازمانونو سره يو ځای د پښتنو د مشرانو او ټولنيز ذهنيت ترور او قتلونه پيل کړي دي. «بلال خان تر وژل کېدو لږ وخت مخکې په خپله فسبوک پاڼه کې په طنزي انداز ليکلي وو: «کېدی شي د پاکستان د استخباراتو نوی مشر به ډير ژر «اميرالمؤمنين» ونومول شي.(«اميرالمؤمنين»- د اسلام د خليفه له مقام سره برابر د ټولو مسلمانانو مشر ته وايي، چې اوس دغه لقب د جهادي – ترورستي ګروپونو د مشرانو لپاره کارول کيږي«ن.ګ»). په دې وسيله بلال په روښانه ډول له داعش او طالبانو(دغه دواړه ډلي په روسيه کې ممنوع دی «ن.ګ») سره د پاکستان د استخباراتو او پوځيانو اړيکو او ملاتړ ته ګوته نيسي. تر دغې خپرونې لږ وروسته بلال ته له کوره تلفون راځي او کور ته په لاره کې هغه د نامعلومو ترورستانو له لاسه په کوڅه کې ووژل شو».

د «ن. ګ» منابع په دې باور دي چې د محمد بلال خان قتل په پاکستان کې ټولو خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ته ګواښ ګڼل کيږي.

د محمد بلال د قتل سره په يو وخت د خيبر پښتونخوا ایالت په باجوړ ښار کې د ملي عوامي پارټۍ په سيمه اييز مشر ګلداد باندې د نامعلومو وسله والو له خوا بريد وشو. د ملي عوامې ګوند منابعو زموږ ورځپاڼې ته وويل:« په چاودنه کې د ګلداد موټر له منځه ولاړ، د هغه د وجود ډير ځايونه ټپي دی خو له نېکه مرغه هغه ژوندی دی. زموږ پر ګوند دا يو نوبتي بريد دی. په وروستيو لسو کلونو کې په ورته بريدونو کې زموږ 120 تنه ملګري، فعالين، ګوندي مشران، وزيران، وکيلان، ځايي مشران او مامورين وژل شوي دي. سره له دې چې په مروج ډول ددغو ټولو قتلونو  او جناياتو مسؤليت طالبان په غاړه اخلي، خو موږ د شواهدو او مدارکو پر بنياد باور لرو چې طالبان يوازې د پريکړو عملي کوونکي دي».  پر ګلداد باندې د بريد مسؤليت لاتر اوسه هيچا په غاړه نه دی اخيستی.

په پښتون ملي غورځنګ کې زموږ  د ورځپاڼې منابع په دې کې شک نه لري چې په محمد بلال او ګلداد باندې د بريدونو تر شا «د پاکستان اصلي واکمنان- پوځي مشرتابه او استخباراتي اداره» ولاړ دی. دغه منابع وایي:«هغوی د پښتنو د اعتراضي فعاليت له قوت او په عمومي ډول د پوځيانو تر کنترول لاندې د عمران خان د حکومت د ټولنيزي- اقتصادي تګلارې په وړاندې د هيواد د اوسيدونکو د عام نارضايت څخه په ويره کې دي. په دې وروستيو کې د ښکاره شويو معلوماتو له مخې د خلکو پراخ اعتراضي مزاج د پاکستان د پوځ قطعاتو ته هم نفوذ کړی دی. پوځيان هڅه کوي چې د طالبانو اونورو ترورستي ګروپونو د کراېې او استخدام پواسطه د ترور او دهشت د تکتيک په عملي کولو د عام اعتراض څپه وځپي. د ترور او دهشت د هدف په توګه تر ټولو دمخه هغه څوک انتخابيږي چې د پښتنو په منځ کې ډير مشهور وي او پر ټولنيز ذهنيت قوي اغيز ولري».

 په اسلام آباد او پېښور کې د «ن. ګ» سرچينې وايي چې د پاکستان پر پښتنو باندې د فشار يوه بله وسيله په شمالي وزيرستان کې د ګرځبنديز يا نظامي حالت اعلان دی. زموږ منابع وايي «ګرځبنديز – په حقيقت کې د «پښتون وژنې اجازه نامه ده» چې د پاکستان نظامې ادارې صادره کړې ده. خلکو ته نه يوازې اجازه نه ورکول کيږي چې په ټاکل شوي وخت له خپله کوره کوڅې ته ووځي، بلکې هغوی ته د عاجلو روغتيايي مرستو رسولو لپاره د امبولانس د راغوښتلو اجازه هم نشته. خلک له کور څخه د کوڅې پلو کړکيو ته هم نه شي نږدې کيدی. څوک چې د کور د انګړ له سوريو د کوڅې ننداره کوي، له خبره پرته د مرميو له خطر سره مخ دی. يوازې په څو وروستيو ورځو کې په شمالي وزيرستان کې درې ماشومان او يوه حامله مېرمن له دې کبله مړه شول چې د لومړنيو طبي مرستو امکانات ورباندې پرې شوي وو. اوس پوځيان ددغې ميرمنې خپلوانو ته په ګواښ سره وايي چې اواز پورته نه کړي او خپل مړی دې په هديره کې نه،  بلکې د خپل کور په انګړ کې خاورو ته وسپاري». لکه پخوا چې مو ويلي وو، بيا  يادونه کوو چې په شمالي وزيرستان کې ګرځبنديز تر هغه وروسته وضع شو چې پاکستاني پوځيانو د مې مياشتې په 26 نېټه خړکمر ته نږدې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو په سوله اييزه مظاهره ډزې وکړي. هغه وخت د مختلفو راپورونو له مخې له 18 تر 23 کسان ووژل شول، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او د پاکستان د ملي اسامبلې وکيلان علي وزير او محسن داوړ زندان ته واچول شول.

د پوځيانو د زور زياتي په ځواب کې د پښتون د ملي غورځنګ مشرتابه له شمالي وزيرستان څخه د پاکستان د پوځ د قطعاتو د وتلو غوښتنه وکړه او د رمضان د مبارکې مياشتې په پای کې يې د پراخو اعتراضي مظاهرو اعلان وکړ.

 د پښتون ژغورنې تحريک مشرتابه ته نږدې سرچينې «ن. ګ» ته وويل: «وروسته پريکړه وشوه چې د اعتراضي حرکتونو تکتيک بدل شي. د ملې عوامي پارټۍ د مشرتابه په وړانديز وپتيل شوه چې د اعتراضي حرکتونو پيل وځنډول شي. تر هرڅه دمخه دې د هيواد دټولو پښتنو د استازو لويه جرګه راوبلل شي، چې د ټول ولس د ملاتړ رايه تر لاسه شي. په پام کې ده چې د ولس د استازو د جرګې په ترڅ کې د کار واحده ستراتيژي، د اعتراض سياسي پروګرام او د مبارزې ټاکلي اهداف تدوين او تصويب شي».

د لوی جرګې د تدوير وخت لاتر اوسه پټ ساتل شوی دی، خو د ټولو پښتنو  د استازو د پراخې غونډې د جوړيدو ځای ټاکل شوی دی، جرګه به په پېښور کې د  «باچا خان مرکز» په انګړ کې جوړه شي، چې د ملي عوامي پارټۍ ملکيت دی. دا هم څرګنده شوې ده چې د لوی جرګې د رابللو فکر د پښتنو د ټولو سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانو له خوا تاييد شوی او ملاتړ يې شوی دی. د جرګې په کار کې د خيبر پښتونخوا، بلوجستان، د هيواد له نورو سيمو او همدارنګه د پاکستان له ټولو ښارونو څخه د پښتنو د غټو ټولنو استازي  برخه واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرتابه څخه «ثنا اعجاز» زموږ خبريال ته وويل: «موږ پښتانه غواړو هغه حقوق مو په عمل کې پلي شي چې د پاکستان په اساسي قانون کې ټاکل شوي دي. موږ له همدې کبله مجبور شوي يو چې پاڅېږو او خپل حقوق وغواړو ، د تروريزم له تورو قواوو څخه خپل خلک او خپله خاوره وژغورو، هغوی چې موږ يې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي يو. موږ به د تورتم قواوو ته اجازه ورنه کړو چې بيا زموږ د خلکو او ټولو نړيوالو له ژوند سره لوبې وکړي، موږ د هر ډول تروريزم او اکستريميزم  پر خلاف يو، موږ غواړو په يوه متمدنه ټولنه کې ژوند وکړو چې د دموکراتيکو اصولو پر بنسټ د ټولو اتباعو حقوق په کې يو شان وي. نړيواله ټولنه بايد په پاکستان فشار راوړي چې د بشر د حقوقو منشور او د هيواد اساسي قانون مراعت کړي، دا به زموږ په هيواد کې د دموکراسۍ ملاتړ او ساتنه وي».

د ثنا اعجاز په قول «دپښتنو وينه تويونه»نه يوازې په خيبر پښتونخوا کې روانه وه او روانه ده: « ترورستي ډلې د دوه طرفه تېري چړې په توګه وکارول شوې چې د «ډيورنډ خط» په دواړو خواوو کې زموږ وينې توی کړي. د امريکا 33 ميليارده ډالره هغه چا ته ورکړل شو، چې اسامه بن لادن ته يې د پټېدو ځای ورکړ. دوي غواړي دغه پيسې د بيا ځل لپاره د ويني تويولو او د پښتنو او نړيوالو د بیا غولولو لپاره وکاروي».

ثنا اعجاز زياتوي: موږ د هغه سياست پر ضد  ولاړ يو او تل به ودريږو، چې زموږ د خلکو وينې تويوي، په پښتنو، بلوڅو، سنديانو، سيرايکو او نورو ديني اقليتونو ظلم او ناروا کوي. موږ په 21 پيړۍ کې ژوند کوو، نو  د تروريزم پر بنياد به هيڅ ډول سياست ته هيڅکله ددې اجازه ورنه کړو چې بيا غلبه پیدا کړي، بيا زموږ کورونه وران کړي او بيا په سيمه او نړۍ کې سوله او ثبات وګواښوي».

هغه وايي«دپښتون ژغورنې غورځنګ» په پاکستان کې د ملي مبارزې محصول دی چې د تيرې پيړۍ په اوږدو کې روانه وه. ددغې مبارزې په رڼا کې ځوان نسل وهڅېده چې د تروريزم پر بنسټ د جوړ شوي سياست په وړاندې د ګډ مقاومت پلاتفورم جوړ کړي. په «پښتون ژغورنې غورځنګ» کې  د ښځو او ماشومانو په شمول د ټولنې ټول طبقات او قشرونه ونډه لري.  تروريزم ټول پښتانه وځورول، خو پښتنو يې پر وړاندې د ټولنيزو ستوونزو د حللارې په توګه د عدم تشدد ستراتيژي  غوره کړه».

ثنا اعجاز زياتوي: « موږ هغه دولت ته د شک په سترګه ګورو چيرې چې د تروريزم ، د خلکو د تښتولو او وژلو ځای وی. هلته چې زموږ  شتمني، کورونه ، کلي او ښارونه ويجاړ او زموږ کلتور او معنوي هستي ولوټل شي او پښتانه په نژادې تبعیض تر نورو خوار، ‌ذليل او د تروريزم قرباني شي. په پاکستان کې د دموکراسۍ پلويان، مدني ټولنه او د بشر د حقوقو د دفاع سازمانونه بايد په هيواد کې د دموکراسۍ پر بنسټ د سياسي سيستم د جوړښت او روښانه راتلونکي په خاطر د تروريزم، ظلم، ناروا، دهشت او وحشت پر  بلا د بري لپاره يو ځای اواز پورته کړي».

ثنا اعجاز وايي: « نن په ټول پاکستان کې هر ځای زموږ ګڼ شمير فعالين نيول کيږي او يا تر تعقيب لاندې دي، ډيری مجبور دي چې پټ شي، د هغوی نومونه د تعقيب په تور لست کې شامل دي. خو سره له دې موږ نه نهيلي کيږو او ډير ژر به د اعتراضونو او سوله اييز مقاومت  نوې څپه پيل کړو».

زموږ د سرچينو  په باور د ثنا اعجار افکار او نظريات تر ډيره حده ښايي د پښتنو د مقاومت د هغه سياسي پروګرام بنسټ

 . وي، چې په پېښور کې د پښتنو د راتلونکې لويې جرګې استازي به بحث ورباندې کوي.

 

Comments are closed.