ملاله يوسفزۍ د ملالو خور ده

ملاله يوسفزۍ د ملالو خور ده

حکيم روان

ملاله يوسفزۍ نن د اکتوبر په ۱۶ نيټه ۲۰۱۲ کال د بريتانيا د بر منګهم ښار د ملکې اليزابيت هسپتال په روغتون کې تر درملنې لاندې ونيول شوه . معالجو داکترانو زړه سواندي بشريت ته ډاډ ورکړ ، چې ملاله به روغه رمټه شي . د ملالې ړانده او تپ تياره دښمنان فکر کوي چې د بې مرګه ملالې په وژلو سره به ملالې ماتې شي . د ميوند له ملالې رانيولي تر ننه ، زرګونه ملالې ددې د پاره د ناولو ډاراچوونکو تر بريدونو لاندې راغلی دی ، تر څو د افغان مېرمنې د حق غوښتنې لړزوونکی غږ ورک کړي . هغه توغ چې د ميوند ملالې پورته کړ ، بيا چېرې ونه لويد . د ځوانانو او پيغلو نسلونه نسلونه به يې يو بل ته امانت سپاري .
د ملالې جويا حيرانوونکی مېړانه او زړه ورتوب به د افغانستان په تاريخ کې ثبت شی ، غيرتی جويا د سپکو سپورو او فزيکی ګواښ د پاسه د غلو او جنايتکارانو په غديو بريدونه وکړل او مخامخ يې د هغوی اصلی څېرې بربنډې کړې .
د ملالې يوسفزۍ کتاب به د افغان ځوانو نسلونو څنګ خوشی نه کړي . تياره او جهالت ، وحشت او بربريت ، زور او جبر ، بې حقوقي او بې عدالتي د ملالو چيغې نه شي زغملای . ملاله يوسفزۍ او ملاله جويا د زمانې او دوران لوڼې دی . زمانه په توره، کوتک او توپک څوک نه شی ماتولی . د منځنيو پيړيو وحشی پاتې شونی غواړي ، د منځنيو پيړيو وحشت بېرته را ژوندی کړي . دابې سده او بې ماغزو پوچ خيالي نه پوهيږی چې پرون نن ته راګرځيدلی نه شی . انسانيت هره ورځ له وحشت څخه واټن آخلی . د زمانې رټلي، ملاله يوسفزۍ او ملاله جويا ځکه رټی چې ملالې زمونږ د زمانې آواز دی . ملالې زمونږ د زمانې وجدان دی ، ملالې د بشري تاريخ اتلې دی . د هغه تاريخ اتلې دي ، چې وحشی تروريستان محکوموي . دوی غوښتل چې د ملالې ډيوه ووژني ، خو ږيرو يې اور واخيست . ابليسی پلانونه به د ملالو د چوپتيا له پاره کله هم بريالی نه شی
پر اتلې ملالې بريد د زرګونو ملالو په زړونو او فکرونو کې د انسانيت ، آزادۍ حقوقو او عدالت د تأمين له پاره نه ماتيدونکی اراده را وپاروله . تور مخي تروريستان نه پوهيږي چې ملالې زمانې د ځان سره راولي او بنسټ پالو ترهګرو ته د ملاليو دوران ګور کيندلی دی . وياړ دې وي پر اتلو ملالو باندې !
ملالې نور مرييتوب نه منی . ملالو د آزادۍ او وياړ وړتيا پيدا کړي ده . ملالې مرګ نه لري ، ملالې افسانې دي او سندرې دي چې د پيړيو په اوږدو کې به د ژبو په سرو وي او سينه په سينه به له يوه نسله بل نسل ته انتقاليږي .
افغان ملالې د وخت په غوښتنه را ولاړې شوی او د تاريخ په غېږه کې به د تل د پاره ژوند کوي . د ملالې يوسفزۍ وينو نړۍ په سر واخيسته او ټوله نړۍ يې د طالبي وحشت پر ضد سره متحده کړه . ډارنو وېره اچوونکو د کوچنۍ ملالې څخه دومره وېره درلوده چې د هغه د مرګ تکل يې وکړ ، له دې څخه مالوميږي چې بنسټ پالو تروريستانو د خپل مرګ چاړه د تاريخ په اوبو کې ليدلي ده . که ملالې يوسفزۍ څه ويل ، نو د ويلو په وړاندې خو بايد څه وويل شی . که ملالې يوسفزۍ کوم فکر درلود ، د فکر سموالی او ناسموالی خو بايد په دلايلو، عقل او منطق سره اثبات شی . خو د ويلو په وړاندې له ټوپک څخه ، بيا د يوه ماشوم په وړاندې استفاده کول ، خو د بې عقلۍ او حماقت او بې وسۍ څخه بل ډول تعبيريدلای نه شي . ملالې د ړندو ترهګرو او انسان وژونکو څخه د عقل او منطق انتظار نه لري ، ځکه په بېسارې ميړانه سره د هغوی وحشی څېره او ماهيت بربنډوي
. داسې ښکاري چې بنسټ پالنه د پاڼ په ژۍ ولاړه ده او د خپل بې غيرته ژوند شيبې شماري . د يوې کوچنۍ ماشومې نجلۍ پر ضد تروريستی بريد، يواځې او يواځې يو ډارن ، ناځوانه او بې غيرته عمل بلل کيدای شی . په داسې حال کې چې د ملالې يوسفزۍ شا ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې رښتينی انسانان ولاړ دی د هغه اتلې ملاتړ کوی او د روغتيا د پاره يې مليونونه ماشومان د ښوونځيو زده کوونکی محصلين ،ښوونکی او استادان د دولتونو مشران ، حکومتونه او ولسونه دعا کوي . په داسې حال کې چې ټول مترقی بشريت د افغان ملالو د اندونو ، آرمانونو او هاند پالنه کوي ، مونږ خپلو ملالو ته د هغوی د انسانی سترو آرمانو د تحقق په لاره کې ، ددوی د برم او پرتم نه د ډکو مبارزو ملاتړ کوو او د دوی د انسانی غورځنګ له پاره د برياليتوب هيله کوو .

Comments are closed.