ناتو پشتیبانی مالی از نیروهای افغان را تا سال ۲۰۲۴ تمدید می‌کند

منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 6/9/2018

قرار است کشورهای عضو ناتو، پشتیبانی مالی از نیروهای امنیتی افغانستان را تا سال ۲۰۲۴میلادی تمدید کنند.

ینس استولتنبرک،منشی عمومی ناتو که پس از ختم نشست وزارای دفاع ناتو در بروکسل، در یک نشست خبری سخن‌‎ می‌زد، گفت که تصمیم‌های نهایی در این باره در نشست سران ناتو در ماه جولای سال جاری میلادی، گرفته خواهند شد.

او افزود که مطمئن است رهبران ناتو روی تمدید تمویل نیروهای افغان تا سال ۲۰۲۴ میلادی در نشست آیندۀ سران ناتو توافق خواهند کرد: «هدف ما تقویت نیروهای افغان است تا آنان بتوانند وضعیتی را برای راه حل صلح آمیز فراهم کنند.»

تعهد چهار سالۀ اعضای ناتو برای پشتیبانی مالی از نیروهای افغان، در سال ۲۰۲۰ پایان می‌یابد.

در همین حال، جیمزمتیس، وزیردفاع ایالات متحده نیز در بارۀ ادامه مأموریت پشتیبانی ناتو و عملی سازی راهبرد امریکا برای افغانستان و جنوب آسیا سخن گفت.

با این همه، طارق شاه بهرامی، وزیردفاع افغانستان که در این نشست شرکت کرده است، می‌گوید که اعضای ناتو پشتیبانی سیاسی شان را از حکومت افغانستان اعلام کردند و نیز شماری از کشورهای عضو ناتو تعهد کرده اند که نیروهای بیشتری به افغانستان بفرستند.

از سویی هم، منشی و نیز وزیردفاع امریکا، از اعلام آتش‌بس حکومت افغانستان با طالبان پشتیبانی کردند و از طالبان خواستند که از این فرصت بهره گیرند و به میز گفت وگو بنشینند.

ینس استولتنبرگ، در این باره اظهار داشت: «ما به گونۀ کامل از طرح آتش‌بس رییس جمهورغنی با طالبان پشتیبانی می‌کنیم. طالبان باید بدانند که در میدان جنگ پیروز نخواهند شد. ما از آنان می‌خواهیم تا جنگ افزارهای شان بر زمین بگذارند و به روند صلح به رهبری و مالیکت افغانان بپیوندند.»

طارق شاه بهرامی اما می‌گوید امیدوار است که طالبان نیز آتش‌بس کنند و اگر به گفتۀ او طالبان به جنگ ادامه دهند، حمله‌های نیروهای امنیتی بر مواضع این گروه ادامه خواهند یافت.

نشست وزرای دفاع ناتو، روز جمعه (۱۸جوزا) در بروکسل برگزار شد.

در نشست وزیران دفاع ناتو، تصمیم‌هایی روی تقویت دفاعی ناتو، پیشرفت تلاش‌ها برای پشتیبانی از ثبات و مبارزه با هراس افگنی و نیز جست‌وجوی راه‌ها برای همکاری‌های بیشتر با اتحادیۀ اروپا گفت‌وگو شد.

این آخرین نشست وزیران دفاع ناتو پیش از نشست این سازمان در یازدهم و دوازدهم ماه جولای در بروکسل است.

رییس اجرایی از طالبان میخواهد تا از خشونت دست بردارند
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 6/9/2018

رئیس ‌اجرایی کشور عبدالله عبدالله می گوید: اگر طالبان از خشونت دست بردارند و با گروه های دهشت افگن قطع رابطه کنند، افغانستان با آغوش باز از آنها استقبال خواهد کرد.

 داکتر عبدالله عبدالله که در یک سفر رسمی به انگلستان رفته است، از کشورهای منطقه و فرامنطقه ‌ای نیز خواست تا برای آوردن صلح و رفاه در افغانستان همکاری کنند.

آقای عبدالله گفت: “طالبان نظریه های خود را برای اداره و سبک زندگی مردم دارند. اگر آنها توافق کنند که از خشونت دست می کشند و با گروه های تروریستی رابطه خود را قطع می سازند و برای رسیدن به آرزوهای خود از طریق سیاسی مبارزه می کنند، نه از طریق خشونت، ما با آغوش باز از آن استقبال می کنیم.”

وی نقش کشورهای منطقه و جهان را در تامین صلح افغانستان مهم خوانده و خواستار تلاش های مشترک در این راستا گردیده است.

رئیس اجرایی افزود: “ما از تمام کشورهای منطقه و فرامنطقه میخواهیم تا بصورت مشترک با ما برای آوردن صلح و رفاه در افغانستان همکاری کنند. برای رسیدن به این هدف ما باید برنامه مشخصی را برای شریک سازی منابع و غالب آمدن به چالش ها ترتیب بدهیم. این برنامه بایستی در چهارچوب همکاری منطقه ای مبتنی بر منافع مشترک و ایجاد قوانین و ساختار برای اتصال و همکاری، منافع ملی ما را احتوا کند.”

گفته های رئیس‌ اجرایی در پیوند به صلح در حالی مطرح میشود که دولت افغانستان برای اولین بار طرح صلح بدون پیش‌شرط را به گروه طالبان پیشنهاد کرده و اخیراً نیز به مدت یک هفته آتش ‌بس یک طرفه را با این گروه اعلام کرده است؛ گروهی که طرح صلح را نپذیرفته و به تشدید حملات در مناطق مختلف کشور می پردازد.

امریکا وايي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون کوي
منبع : تاند   تاریخ: 6/9/2018

د افغانستان د حکومت له لوري طالبانو ته د اوربند له اعلانه وروسته امریکا وویل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون ته تیار دی.

د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره د امریکا استازې لیزا کرټس د پنجشنبې په ورځ وویل، د افغانستان د حکومت له لوري له طالبانو سره د اوربند له اعلانه وروسته د امریکا متحد ایالتونه حاضر دي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې په خبرو کې برخه ولري.

وسله وال طالبان له کلونو راهیسې د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیزونه ردوي او وايي چې د سولې خبرې یوازې له امریکا سره کوي.

د امریکا د دې جګپوړې چارواکې دا خبره چې امریکا حاضره ده د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، د طالبانو په وړاندې د امریکا په دریځ کې یو بل نرمښت دی.

مېرمن کرټس، چې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د منځنۍ اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ جګپوړې استازې ده، په عین حال کې وايي چې امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب رول نه شي لوبولی؛ خو په خبرو کې برخه اخیستلی شي.

«امریکا حاضره ده چې په خبرو کې ګډون وکړي، خو موږ د افغانستان د حکومت او خلکو پر ځای خبرې نه شو کولی. سیاسي جوړجاوړی باید د خبرو له لارې وشي چې باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وي.»

دې همداراز وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان اندېښنو ته پاملرنه مهمه ده.

«دې حقیقت ته په کتو چې د حقاني شبکې په ګډون طالبان له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې پاکستان کې پناهځایونه لري موږ له پاکستان څخه د سولې په پروسې کې د تسهیل لپاره مرسته غوښتې او هڅه مو کړې چې د پاکستان امنیتي اندېښنې درک کړو او دا یقیني کړو چې دا ګواښونه د سولې په هره پروسه کې په پام کې نیسو.»

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د افغانستان د حکومت د سولې ټول وړاندیزونه رد کړي دي خو د موقت اوربند د وروستي اعلان په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

که څه هم له پرون راهیسې، چې د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ، طالبانو لږترلږه ۳ دیني عالمان وژلي دي.

ګومان کېږي طالبان هغه ملایان او دیني عالمان وژني چې د کابل په وروستي کنفرانس کې یې ګډون کړی دی.

مقام امریکایی: پاکستان در روند صلح افغانستان نقش کلیدی دارد
منبع : تلویزیون آریانا   تاریخ: 6/9/2018

مدیر ارشد امریکا برای آسیای مرکزی و جنوبی، لیزا کورتیس تاکید می ورزد که پاکستان بیش از یک و نیم دهه برای طالبان افغان و شبکه حقانی پناه گاه داده و از این رو اسلام آباد در روند صلح افغانستان نقش کلیدی دارد.

خانم کورتیس گفت: “ایالات متحده امریکا کوشش می کند تا به همه کشور ها به تماس شود تا برای ثبات افغانستان چیزی که مهم است، انجام بدهند. مهم تر این است که پاکستان می تواند برای آوردن ثبات و صلح در افغانستان نقش مهمی را انجام بدهد و پاکستان است که برای طالبان افغان و شبکه حقانی از شانزده سال به این سوء در خاک خود جا داده است.”

در پی اقدام های تازه کابل در روند صلح، خوشبینی و امیدواری از آغاز گفتگوهای دولت با گروه طالبان اوج گرفته است.

ستیف بروکینگ نماینده صلح و آشتی یوناما بیان کرد: “بیایید گفتگو های صلح را آغاز کنیم. این درست است که خواست شما گفتگو با امریکا است. اما مهم این است که شما با حکومت افغانستان که ساحه گسترده در اداره اش است، آغاز کنید. این راه حلی است که شما می توانید به خواست تان برسید.”

حمد الله محب سفیر افغانستان در امریکا نیز تصریح نمود: “رئیس جمهور یک دروازه دیگر را برای صلح باز کرده است. اگر طالبان به صلح باور دارند، می توانند از این طریق به صلح بپیوندند. این اقدام ها نشان میدهد که رییس جمهور برای دست یافتن به صلح بی صبرانه تلاش می کند.”

از دید واشنگتن جنگ افغانستان راه حل نظامی ندارد، بل تنها راه حل گفتگوی سیاسی است. اما خواسته ها این هستند که در گفتگو های سیاسی برای پایان منازعه افغانستان باید آمریکا هم دخیل باشد.

لورل میلر نماینده پیشین وزارت خارجه امریکا برای افغانستان و پاکستان اظهار داشت: “در حالی که آمریکا در جنگ افغانستان به گونه گسترده دخیل است، باید در صلح افغانستان نیز دخیل باشد. هرچند که امریکا نمی تواند به بخش آوردن صلح اجتماعی کار کند.”

برنت روبین، استاد دانشگاه نیویارک نیز افزود: “امریکا برای ازبین برد القاعده به افغانستان رفت. حالا موضوع طالبان است. وقتی حکومت با طالبان صحبت می کند، باید، آمریکا دخیل باشد تا به یک راه حل دست یابند.”

طالبان پیوسته فراخوان صلح دولت افغانستان را رد کرده اند، اما پیشتر حاضر به رایزنی های مستقیم با امریکا روی جنگ افغانستان شدند؛ آنچه که واشنگتن به آن تمکین نکرد.

غني د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون لپاره چین ته ځي
منبع : سلام وطندار   تاریخ: 6/9/2018
افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي هیواد په توګه منل شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې ده، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به د شانګهای د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته لاړ شي.

د بهرنیو چارووزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان حکومت به په دې ناسته کې سیمې د نښلیدلو او په دې برخه کې د افغانستان په اهمیت ټینګار وکړي.

ښاغلي احمدي وویل ” دا د شانګهای د غړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ کلنۍ ناسته ده، یو د هغو مسلو څخه، چې ټاکل شوې دا ځل پرې په ناسته کې خبرې وشي، سیمې ته د ګډو امنیتي ګواښونو مسله ده. په کومه مسله، چې مونږ به پرې ټینګار وکړو هغه د سیمې د نښلیدو مسله ده، چې کولی شي د افغانستان اهمیت پورته بوځي او د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات لپاره ډیر موثر دی”.

په چین کې د شانګهای د غړو هیوادونو سبانۍ سرمشریزه د دغې ټولنې د غړو هیوادونو اتلسمه کلنۍ غونډه ده.

تراوسه لا څرګنده نه ده، چې جمهور رئیس غني په مشرۍ افغان پلاوی به څه وخت له کابل څخه چين ته لاړ شي.

ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په نهه او لسمه د شنبې او یکشنبې په ورځو د چین د ختیځ کینګ ډاو په ښار کې د شانګهای د غړو هیوادونو سرمشریزه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چین ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دې سفر کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ملګرتیا وکړي.

د شانګهای سازمان، چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین د شانګهای په ښار کې د چین، روسیې، ازبکستان، تاجکستان قزاقستان او قرغزستان د مشرانو له خوا رامنځ ته شو، تیرکال هند او پاکستان هم په کې د غړو په توګه ومنل شول.

افغانستان د ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای په سازمان کې د څارونکي په توګه منل شوی.

د افغانستان سربیره، ایران، بیلروس، منګولیا هم د دغه سازمان په غونډو کې د څارونکو هیوادونو په توګه برخه اخلي.

ینس: افغانستان کې دسولې لپاره دسیمه ییزو هېوادونو ونډه مهمه ده
منبع : طلوع نیوز   تاریخ: 6/9/2018
دناټو عمومي منشي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې دسولې او ثبات په ټینګښت کې دسیمې هېوادونو ونډه ډېره مهمه بللې ده.

دناټو سرمنشي ویلي، دافغانستان جګړه پوځي حل لاره نه‎ لري او ناټو به له افغان دولته ملاتړ وکړي ترڅو په دغه هېواد کې سولې لپاره لاره هواره شي. په همدې حال کې دناټو دفاع وزیران به سبا په بروکسل کې له افغانستان سره دمالي او پوځي مرستو ددوام پر څرنګوالي خبرې وکړي. ینس سټولټنبرګ وايي که‎څه هم امارات دناټو تړون غړی نه دی، خو دغه او نور هېوادونه له ناټو سره همکاري کوي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل:« متحده عربي امارات د ناټو یو همکار هېواد دی، ناټو د ایسف په ماموریت او اوس د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې ډېر متحدین او همکاران لري، په غوڅ ملاتړ ماموریت کې یوازې ناټو شامله نه ده بلکې د متحده عربي اماراتو، قطر او له ناتو پرته غیراروپايي هېوادونه لکه سویډن، فنلنډ، ګرجستان او نور په دې ماموریت کې شامل دي.»

دناټو عمومي منشي په داسې حال کې څرګندوي دافغانستان جګړه پوځي حل لاره نه‎لري چې ټاکل شوې په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ ماموریت دپوځیانو شمېر زیات شي. دناټو سرمنشي زیاته کړه:«افغان دولت زموږ مرستې ته اړتیا لري، باید دسیاسي پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي، موږ په افغانستان کې پرپوځي لارې باور نه‎لرو، موږ باوري یوو چې دافغان امنیتي ځواکونو پياوړتیا به افغان طالبان سیاسي پخلاینې ته اړ کړي.»

ینس ستولتنبرګ همداراز زیاتوي ناټو دافغانستان ستونزې نه ‎شي هوارولای. هغه څرګنده کړه:«ناټو دافغانستان ستونزې نه‎شي هوارولای، افغانان باید په خپله خپلې ستونزې حل کړي، دا بهیر باید دافغانانو په مشرۍ او ددوی په مالکیت وي، هغه څه چې ناټو یې کولای شي دا دي چې دافغانستان له خلکو او حکومت سره مرسته وکړي.»

ټاکل شوې دناټو ددفاع وزیران دجمعې په ورځ له ۲۰۲۰ کال وروسته له افغان ځواکونو دمالي ملاتړ ددوام دڅرنګوالي په اړه په بروکسل کې بحث وکړي.

                    

انتخاباتو کمېسیون: تمه ده دنوم‎لېکنې بهیر کې به ۷ میلیونه کسان ګډون وکړي
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 6/9/2018

دافغانستان دانتخاباتو خپلواک کمېسیون تمه لري چې درأی ورکوونکو دنوم ‎لېکنې په بهیر کې به اووه میلیونه کسان ګډون وکړي.

په ‎داسې حال کې چې دانتخاباتو خپلواک کمېسیون په خبره د افغانستان نیمايي وګړي د رأی ورکونې په شرایطو برابر دي، خو ددغه کمېسیون مسؤلن توقع لري چې اووه میلیونه وګړي د رأی ورکوونکو دنوم ‎لېکنې په بهیر کې ګډون وکړي. له دې وړاندې دغه کمېسیون ویلي و چې په ټاکنو کې د ۹ میلیونو تنو د ګډون لپاره امادګي لري. ددغه کمېسیون يوه کمېشنر سید حفیظ‎الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهال ۵.۵ میلیونو وګړو نوم‎لیکنه کړې او د نوم‎لېکنې بهیرد جوزا له ۲۲مې نېټې نه ۲۵ ته غځول شوی دی.

ښاغلی هاشمي زیاتوي: “دافغانستان نیمايي وګړي درأی ورکونې په شرایطو برابر دي، خو شته‎ وو ستونزو ته په کتو ټول خلک په ټاکنو کې ګډون نه‎شي کولای، موږ تمه لرله چې تېرو ټاکنو ته په کتو له ۵ نه ۷ میلیونو پورې وګړي نوم‎لېکنه وکړي.”

دانتخاباتو دخپلواک کمېسیون دمعلوماتو له مخې درأی ورکوونکو دنوم‎لېکنې بهیربه په کلیو کې دجوزا له ۱۹مې نېټې نه دسرطان تر ۵ مې نېټې پورې روان وي. ددغه کمېسیون مسؤلین وايي، دچهارشنبې په ورځ يې ددغه کمېسیون د دارلانشا څوکۍ ته د پخوانیو نوماندانو دحقونو په خوندیتوب د ۱۳ نویو نوماندانو نوم‎لړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلی دی. ښاغلی هاشمي هیله مندي ښيي، دولسمشرۍ ماڼۍ له لوري دې د يادو نوماندانو له ډلې يو تن دې دوی ته ژر تر ژره وپېژندل شي.

ټاکل شوې چې دافغانستان دولسي جرګې او ولسوالیو دشوراګانو انتخابات دروان لمریزکال دمیزان يا تلې دمیاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي. په ورته وخت کې دانتخاباتو نه دڅار يو شمېر بنسټونه په ټاکنو کې دګډون لپاره دنوم‎لیکوونکو دشمېر په اړه اندېښنه لري.

دافغانستان دآزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فيفا اجرائیوي مشر يوسف رشید دجمعې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې که اووه میلیونه نوم‎لېکنه وکړي، نو ښايي دانتخاباتو په ورځ څلور میلیونه يې ګډون وکړي چې دغه چاره به انتخاباتو ته لویه صدمه ورسوي.

دی وايي: “د ۷ میلیونو کسانو نوم‎لېکنې ته چې کمېسیون یې تمه لري دانتخاباتو لپاره ښه رقم نه ‎دی، ډاډه نه یم چې د ۷ میلیونو کسانو له ډلې دې ۴ میلیونه هم رأی ورکړي، ځکه ناامني، دنوماندانو په اړه دخلکو معلومات، دخلکو لېوالتیا او بې باورۍ کولای شي په دغه بهیر منفي اغېز وکړي.”

ښاغلی رشید وايي، دنوم ‎لېکونکو کسانو دشمېر په اړه دانتخاباتو کمېسیون له‎خوا وړاندې شوې شمېرې دقیقې نه ‎دي او نوموړی له دغه کمېسیونه غواړي چې دغه بهیر دې ديوې مودې لپاره نورهم وغځوي.

 

نړیوالو ورځپاڼو دافغانستان په اړه ځینې تبصرې او مقالې خپرې کړي
منبع : د آزادی رادیو   تاریخ: 6/9/2018
واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دافغان ماشومانو دخراب وضعيت په اړه ليکلي چې په هېواد کې ښوونځیو ته له تګه پاتې دي. دورځپاڼې په وینا، که ماشومان ياست او په افغانستان کې اوسئ، تر ۴۰ فيصده زیات امکان شته چې ښوونځي ته لاړ نه ‎شئ.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا خبره ديونېسف يا دماشومانو لپاره دملګرو ملتونو ادارې ديوه راپور له قوله ليکلې چې وايي، ۴۳.۷ فيصده افغان ماشومان چې له اوو تر ۱۷ کلونو دي، ښوونځي ته نه‎شي تلی. ددغو ماشومانو شمېر ۳.۷ میليونه ويل شوی دی. جګړه، بې‌وزلي او د نجونو پر وړاندې توپيري چلند له اصلي لاملونو دي چې ماشومان له ښوونځيو پاتې کېږي.

یو. اېس. اې. ټوډې

«یو. اېس. اې. ټوډې» ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکلي، دهاموې موټرو څخه ځيني يې چې امریکا يې افغانستان ته دمرستې په توګه ورکوي، دطالبانو لاس ته لوېدلي او په‎خپله افغان سرتېري په نخښه کوي. دورځپاڼې په وينا، دامریکا جنګي الوتکو شااوخوا ۴۰ هاموې موټر چې امریکا افغانستان ته دمرستې په توګه ورکړي وو، ددرېيو کلونو په اوږدو کې وروسته له هغه له‎ منځه وړي چې دطالبانو لاس ته ولوېدل.

«یو. اېس. اې. ټوډې» دې ته پام کړی چې له افغان ځواکونو څخه دامریکايي تجهيزاتو له نیولو سره نه‌يوازې دسخت دريځو توان زیات شوی، بلکې دا هر څه پر افغان او امریکايي ځواکونو دحملو لپاره کاروي. ورځپاڼې دبېلګې په توګه په کابل کې دکورنيو چارو پروزارت دسخت دريځو حملې ته اشاره کړې ده چې په‎کې يو زرهي موټر کارېدلی وو.

واشنګټن پوسټ

امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يوه بل راپور کې ليکلي، وروسته له هغه چې پرفراه ښار طالبانو حملې وکړې، يو ځل بيا پرايران تورونه پورې شوي دي. دورځپاڼې په وينا، تردې تهاجمي حملې دوه اوونۍ وروسته، دفراه دښار او بازار حالت عادي شو، خو تر هرو دوو ساختمانو وروسته یو هاموې يا زرهي موټر ليدل کېږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دفراه ولايت دځايي ملي اردو د يوه مشر نورالله قادري له قوله ليکلي: خلک له دوی سره همکاري نه‎کوي او طالبان دخلکو په کورونو کې پټېږي، نو افغان ځواکونه نه‎شي کولای دسخت دريځو دنيولو لپاره دخلکو کورونو ته ننوځي. ده دې ته هم اشاره کړې ده چې سل په سلو کې ډاډه دی ايران په مستقيمه یا غيرمستقيمه توګه دطالبانو ملاتړ کوي.

بې‌ پولې خبريالان

بې‌پولې خبريالانو دیوې افغان خبريالې ذکيه ذکي دوژل کېدو په اړه دبې‌پرې تحقيقاتو غوښتنه کړې ده. مېرمن ذکي چې په جبل‌السراج کې دسولې غږ راډيو مسؤله وه، ۱۱ کاله وړاندې وژل شوې وه. دبې‌پولې خبريالانو په اعلاميه کې راغلي چې دذکيه ذکي وژونکي بايد په علني توګه معرفي او عدالت ته کش کړای شي.

دې ادارې دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دیوه رئیس عبدالمنان فراهي د ۱۱ کاله وړاندې څرګندونې خپرې کړي چې ويلي يې و، شپږ کسان چې دحزب ‎اسلامي له ګلبدين حکمتيار سره‌یې تړاو درلود، دمېرمن ذکي دوژلو په تړاو ونیول شول، خو يو کال وروسته ټول بېرته خوشې شول.

په بې‌پولې خبريالانو اداره کې دافغانستان او ايران دبرخې مسؤل رضا معيني وويل چې دملي وحدت حکومت دبیان دآزادۍ په خاطر یو شمېر اقدامات کړي، خو دذکيه ذکي دوژلو په اړه هېڅ ډول تحقيقات نه‎ دي شوي او بايد دا کار وشي.

Comments are closed.