ناروغي څه د

ناروغي خو ډېري دي، مګرد یوې ټولني له پاره تر ټولو بد شی دادی چي سیاسیون یې ناروغ شي، سیاسیون یې په فکري ناروغیو آخته سي. ما ( د جنوري پرڅلرمه ) نیټه باندي په فیسبوک پاڼه کي لیکي وه چي د بد مرغیو د منځه وړلو ښه چاره پر یوه (محور) باندي راټولیده دي. د فیسبوک د ملګرو دي کور اباد وي ډېرو زما د خبري ملاتړ او هرکلی کړئ وو، یو شمیر دوستانو پر یوه محور د راټولیدو د عملي کار د راشروع کیدو غوښتنه کړې وه، یوازي یوه شخص په مشخصه دا شان شعارونه بیا زما په شان خلګو له خولې څخه غولونکۍ شعار بللي او د خپل ګوند فعالیتونه یې سایلی او د سیاسیونو دراټولیدو غوره مرکز یې خپل ګوند بللۍ وو. په هر صورت زه له ټولو څخه مننه کوم.
د دوست خبره، نیوکه او وړاندېز پر ځای وه، هر سیاستوال ځانته د سیاست کولو یوه لاره انتخاب او ټینګ کړې ده، دا د هر چا حق دئ د خپلې لاري یا خپل کاري فعالیت ستاینه وکړي، تر څو ډېر انسانان له خپل فکر او خپلي لاري سره ملګري کړي. هغی چي په ږېره کي خاشه لري، هغوی له ډېر بې باوره دي. د ګوندیانوهمدا ناسم چلندونه د دې سبب سوي دي چي په واړه افغانستان کي، دسیاسیونو تر شمار ګوندونه ډېر سوه. سیاسیون په سیاسي ډګر کي بې اثره دي.
نو ملامت څوک دي، ناروغان او که روغان چي د ناروغانو را بې لیدلای نسي.
راځي له ځانه او بیا د خپلو ګوندونو له مشرانو دا څو پښتني وکړو:
۱ – په (15،20) کلني موده کي چي دا ګوندونونه جوړ سوی په (لس زرو تنو لرولو) ثبت او راجستر سوي دي د ګوندي غړو په شمېرڅو فیصده زیاتی راغلۍ دئ؟ او که نه دي نو ولي؟
۲ – که په رښتیا د ګوند د غړو شمېر په لمړۍ ورځ (لس زره) تنه وو، اوس د هغو له جملې څخه څوتنه در سره پاته دي؟ ولي در څخه جلا سوه؟
زما په باور د کومو اهدافو له پا ره چي دا ګوندونه جوړ سوي وه په دا شلو کلونو کي یې هغو اهدافو ته کار نه دئ کړئ بلکي ډېر وخت دوی اساسي د ښمنانو هېر کړي خپل صفوف یې کمزوري کړي یو د بل په تخریب یې وخت ضایع کړئ دئ. د هیواد والو د ذهنیت د روښانه کولو، په فرهنګي چارو او کلتوري برخه کي کومي لاسته راوړني نه لري، ولسونه خپله قضاوت کوي هر څه څاري.
اوبه چي پر ځای ډېري و درېږي، خرابېږي، لږکېږي، وچېږي، 30کاله ملي او مترقي سیاسیون د یوه مشر د نه لرلو له امله د هیواد له سیاسي ډګر څخه ایستلي دي. د راجستر او نه راجستر ګوندونو دمشرتابه غړي هرڅه خپل ملکیت ګڼي، خپلو سیاسیون ته یې دا موقع ور نه کړه یا یې مرسته ور سره ونه کړه چي یو ځل صفوف سر کښیني خپل د ژوند او مبارزې لاره په شریکه و ټاکي، د یو قوت په توګه را میدان ته سي، موږ او تاسي يې ټول وینو ښه کدرونه یو په بل پسې مري، ځوانان د هغوی مبارزي هېروي. د ګوندو مشرانو یو بل دونه سره تخریب کړي دي چي یو د بل پر مخ ورتلای نسي. هر سیاسي شخص باید را بیدار سي د یوه واحد مرکز جوړیدو او راټولیدو ته کار وکړي. په ژور خفګان

— med Qayum Malim.

Bilden kan innehålla: Qayum Malim

Comments are closed.