نظر ؛

42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n
نوروهاب څپاند

د امریکا د متحده ایالاتو ویبپاڼې ډيلې کالر کې ( د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره  کړ ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پې اچ ‌‌‌‌‌‌ډې لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ‌‌‌‌‌‌ډګروال دی ، د ‌‌‌‌‌‌ډيسامبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړي چې د هغې غټ ټکې ستاسو د معلوماتو له پاره خپروم .

هغه لیکې : په چاینا ‌‌‌‌‌‌ډيلې کې چې یوه دولتي رسنۍ ده د چین د متحد پاکستان یوه لیکونکې ( پاکستان د افغانستان د سولي د بهیر کیلي ده ) تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي . هغه په کنایه او شرمونکې توګه د افغانستان د راتلونکې اړوند د چین – پاکستان د پلان په هکله څرګندونې کړي دي .

د دې څرګندونو ریښه د بیجینګ د حکومتې غیر تینک تانک څخه چې د چین او نړیوال کېدو مرکز نومیږې ، منشا اخلې . دا مرکز د یو شمیر لوړپوړو چارواکو له خوا جوړ او مخته بیول کیږي چې یو له دوي ، په نړیوال سوداګریز سازمان کې د چین د غړي کولو مشر مرکچې ‌ؤ .

د نوموړې لیکوال مقاله په تیرو ۱۷ کلونو کې د بیځایه او له هغې څخه د ډ‌‌‌‌‌‌ډې کېدونکې جګړي ملامتې د امریکا په غاړه اچوي . خو  په حقیقت کې دا پاکستان دی چې طالبانو ته خوندي ځایونه برابروي ، د هغوي د لښکر ملا تړې کوي کوم چې د نورو د ګټو له پاره جګړه پر مخ بیایې او بې شمیره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده . د لیکونکې د نظریې خلاف ، دا د افغانستان جګړه نه ده چې ټوله سیمه یې بې ثباته او په خطر کې اچولي وي ، بلکه دا د پاکستان کورنۍ پالیسې ده چې اسلامې بنسټ پالنې ته وده ورکوي ، د قومونو خود ارادیت تر پښو لاندي کوي او په بهرنۍ پالیسۍ کې د ترهګرۍ څخه د ابزارو په توګه د استفادي له وجې جګړه اوږدوي .

لیکوال د پاکستان تر څنګ ، له جنوبې اسیا څخه په چټکی د امریکا د ایستلو په چاره کې د چین ، روسیي ، ایران او ترکیي رول ته ګوته نیسې . همدارنګه د یو کمربند او یوي لاري د باالقوه نوښت ، په ځانګړي توګه د چین –  پاکستان د اقتصادي دهلیز له پاره چې یورو اسیا ، یانې روسییه او منځنۍ اسیا د افغانستان له لاري د ګوادر بندر سره مښلوي ، د امریکا وتل اړین ګڼې . لیکوال ادامه ورکوي ، دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې د ویتنام په څير امریکا له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځې او پاکستان کولی شي د هغوي د خوندي وتلو اسانتیا برابره کړي . تر څو چې امریکا وتلو ته غاړه کینږدي ، تر هغې به طالبان په افغانستان باندي خپل بریدونه جارې ساتې . د لیکوال په نظر د کیسې په پاي کې د چین د یو کمربند او یوي لارې نوښت او د شانګهاي د تړون اهداف هغه وخت ترلاسه کیږي چې د چین –  پاکستان پلوي باثباته افغانستان را منځ ته کېدل یقینې شي

دلته د چین – پاکستان پلان داسې ‌‌‌‌‌‌ډاګیزه کیږي :

د چین متحد پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات کړي چې د هغه هېواد حکومت کمزوری شي او په امریکا به دومره زور راوړي چې هغه د وتلو معاملي ته غاړه کیږدي . د پاکستان ، ایران ، روسیي او ترکیي سره جوخت به چین هم د منځګړتوب رول خپل کړي .

د افغانستان له پاره به یو ایتلافې حکومت چې د طالبانو ، منځلارو پاکستاني – چینایي پلوه افغان سیاستوالو څخه جوړ وي ، وړاندیز شي . د دې سره جوخت به د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالویش هم تیاریږي.

افغانستان ته به د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د اشتراک بلنه ورکړل شي ، د شانګهاي د سازمان اصلي غړیتوب ته به پورته شي چې د هغه هېواد د بیا جوړونې او ودي اساس برابروي .

پاکستان به د طالبانو د ملاتړ څخه لاس اخلې او د چین – پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو سره چې نور طالبان له افغانستان څخه لیري باسې یو ځاي شي ، د کوم څه له پاره چې لا له وړاندي مشترک تمرینونه تر لاس لاندي دي او له کله چې په کابل کې د چین او پاکستان پلوی حکومت تثبتیږي .

د جنوبي اسیا د اقتصادي ولکه کولو له پاره به چین په بلوچستان او عرب سمندرګې کې پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړوي او په دې توګه به د هند سمندر د شمال او د فارس خلیج د اساسي سمندري لارو کنترول په لاس کې اخلې . په جیبوتې کې چینایي سمندرې ا‌‌‌‌‌‌ډه به د جنوبي چین د سمندرې ا‌‌‌‌‌‌ډو سره وتړي او هندوستان به کنج ته کړي .

د انګیزي له مخې د خبرو اترو میز ته په طالبانو تمرکز ، ښيې چې د امریکا حکومت د چین- پاکستان د پلان په وړاندي په جنوبي اسیا د غلبې کولو کومه ستراتیژي نه لري .

یادونه :

که د لاورینس سلین لیکنې ته چې د پاکستانې لیکوال د هغې لیکنې په تړاو شوي چې سرچینه یې د بیجینګ تینک تانک  ً د چین او نړیوال کېدو مرکز څخه منشا اخلې ، وګورو وینو چې پاکستان ، چین ، روسییه ، ایران او ترکییه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه په مشترک ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان ځمکه کاروي ، جګړي ته ابعاد ورکوي او ان د سولي چاره په خپل لاس کې نیسې . د افغانستان له پاره د موقتې حکومت طرح راباسې او د افغانستان راتلونکی اقتصادي ټولنیز انکشاف پلانوي او چین ته په سیمه کې د امریکا د بدیل په توګه وړ ځاي لټوي .

د افغانستان د حکومت دننه ، په سیاسي تنظيمونو ګوندونو ، مدني ټولنو او د عامو افعانانو په منځ کې یو تعداد کړۍ او ځينې مستقل شخصیتونه هم په یو شمیر کچو کې د ورته نظر پلوي او یا مشابه طرحو ته عملي کار کوي . ځکه په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ملي پریکړو کې د نظر تشابه او ورته والی کمزوری ښکاري . که د افغانانو اګاه کتګورۍ دغو حساسو او سرنوشت ټاکونکو مسألو ته له ملي افغاني لېدلوري پام ونه کړي ، ‌‌‌‌‌‌ډيره ستره تیروتنه به وشي چې د هغې جبران به بیا په هره بیه ناشونی وي .

له دې کبله د سولي د بهیر ، د نړیوالي ټولني سره د مشارکت ، د افغانستان د هر اړخیز انکشاف او سلامت مسألي زموږ ټولو هېوادنۍ چلن ایجابوي !

په درناوي

نوروهاب څپاند

 

Comments are closed.