نورستان هېڅ بستریز روغتون نه لري

n00109004-t

د نورستان اوسېدونکي وايي چې په دې ولايت کې د دولت له لوري هېڅ ډول خدمت نه دی شوی او دوی تر اوسه پورې د ناروغانو له پاره بستر لرونکی روغتون نه لري.

دوی زیاتوي چې عادي ناروغان یې هم د روغتیايي ستونزو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي او حکومت ورته په تېره یو نیمه لسیزه کې هېڅ پام نه دی کړی. د نورستان والي د خلکو نیوکې پر ځای بولي او له مرکزي حکومت غوښتنه کوي چې د نورستان د خلکو ژوند ته پام وکړي.

نورستان د جغرافیوي موقعیت له مخې د افغان حکومت له پاره یو له مهمو ستراتېژیکو ولایتونو څخه دی. نورستان په ختیځ کې له پاکستان، په شمال کې له چین او په غرب کې له هندوکش او پنجشیرسره پوله لري.

نورستان له دومره مهموالي سره سره په تېره یوه نیمه لسیزه کې ورته حکومت هېڅ پام نه دی کړی. د نورستان خلک له هر ډول روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي. قومي مشر نجيب الله وايي: “په ټول نورستان کې بستریز روغتون نشته او ډېرعادي ناروغان یې هم د روغتیايي ستونزو له کبله مري. زموږ په ځينو سیمو کې د روغتونونو په نوم ودانۍ شته خو فعالیت نه کوي.”

د نورستان په مرکز پارون په

یو شخصي کور کې څو ډاکتران ناست وي او د خلکو عادي درملنه کوي. اوس تازه تازه حکومت دغلته د یوه روغتون د جوړولو تابیا کړې. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم ګېله من ښکاري. دی له مرکزي حکومته نورستان ته پاملرنه غواړي.

د نورستان اوسېدونکي وايي له کلونو راهیسې د نورستان په نوم امتیازات هغوی اخلي چې له نورستانه د باندې دي. دوی وايي دغلته د خلکو په ژوند کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. دمګړۍ د نورستان څلور ولسوالۍ تر سخت امنیتي تهدید لاندې دي. ځايي خلک وايي که د خلکو ژوند ته پام ونه شي د ولس او حکومت ترمنځ به فاصله لازیاته او وسره به امنیتي حالت لا نور خراب شي.

Comments are closed.