نوي ايتلافونه او نوي ډلبازۍ

د گران هېواد افغانستان د بهرانونو اوستونزو نه د خلاصوm aghaلو او که ورانولو نوي ايتلافونه او نوي خوځښتونه ؟

درنو  ملگرو او قدرمنو دوستانو د وطن د حالاتو دارزونې په اړوند يو څوکرښې ليکم ارزو لرم دا څوکرښې په لوستلو مو تنده ماته شي او که تېروتنه شوي وي ما به وبخښي، 2002زکال نه تر 2014 زکال پوری تقريبا ټوله نړې جمعه پخواني واکمنان ،زورواکي،دبهرنۍ نړې ټول سلاکاران ټول په مدرن وسلو مجهز ځواکونه، او نړېوال استخباراتي کړې  زموږ هېواد کې موجود وو او اوس هم شته ، امنيتي او اقتصادي لوځنامي هم لاس ليک شوي د لندن، جاپان، المان، واشينگټن، وارسا، بروکسل غونډو کې په ميلياردو ډالر مرستو سره نظامي مرستی هم شوي.

خو لاسوندونه او پاېلې ناڅيز مالوميږي.

لاملونه او علتونه روښان او ټوله نړي او افغان ولس يې بېلگې لري. زه په يو څو لاملو رڼا اچوم.

اول د القاعدی او طابانو د ځپلو ميکانيزم او پروسه نيمگړې وه د بن ناستې د ټول ملت استاز ولي  نه شوه کولای يوازی ټوپک والا او ورانونکو  ډلو ټپلو پکې ونډه در لوده،هغه هيوادونه چی همدا ترهگر يې ساتل ،روزل او مادي مرستی ور سره کولی تر نن پوری ونه ځپل شوسره له دی چی ټوله بهرنۍ نړي او افغان چارواکي پوهيدل چی اصلي افغان دښمنه کړنې چيری اود چا لخوا سازمان ورکول کيږي؟

بن لادين او نور ترهگر چېری ووژل شوه د چا په خاوره کې دامن پټ ځايونه در لودل؟ ملگرو ملتو تر نن کوم داسی سند يا پرېکړه تصويب کړې چی کوم هيوادونه چی ترهگر ساتي ياد بل هيواد پر وړاندی د خپلو موخو لپاره تری گټه پورته کوي پر دوی بنديزونه لگولي يا يي اکلا غندلي؟ نه خير دا کار نه دی شوی ناټو جمع امريکا ددی ډول کړنو پر وړاندی کوم غبرگون ښولی ؟ نه خير سره له دی چی په افغان خاوره کې بهرنيو هر ډول زيانونه وگالل  ولسونه هم تل د غم په ټغر ناست وساتل شوه.

د بيارغونې مرستی داسی لاسو ته ولويدی چی نه د خلکو دسوکالی لپاره بلکی يوازی دکورنيو غلو ، واکمنانو، ټيکدارانو او بهرنيو غلو چور کړی. نن که سيگار ارزونه کوي يا اوسنې دولت زما په اند ښې پاېلی نه لري او يا نشي کولای چی  پخوانې غله د محاکمې مېز ته راکش کړي.

دوی نن په داخل او بهر کې خپلې پانگې  پټې کړې د خپلو بهرنېو انډېوالانو په مرسته نوی ايتلافونه جوړوي يود حراثت او ثبات بلی بيا د مجاهيدينو شورا، بلی بيا نوی جبهه ياد نجات ايتلاف يا محور تر نامه لاندې جوړښتونه رامينځ ته کړل که  دا ټول ته په سياسي ارزونه اوزير سره وکتل شي دا هغه جوړښتونه دي چی ددی وطن په ورانې ،چور، عاموژنۍ،کې پوره برخه لري يا خپل تير هغه کارونه پټوي چی دوی تر سره کړي يو وخت به داسی ملي دموکرات هوډمن دخلکو رښتنې ځواک واکمن شي چی دوی به دخپلو تيرو ناروا کړونو حساب ورکول ورته  دراتلونکي ويری   دا ډول کړنې کوي  ددوی را تولونکې ستونزمنه ده  دوی ته ولس په پوره او رغنده توگه خبر ور کوي چی ټول هغه کسان چی د ملت عامه شتمنی چور کړی يا يي بی دفاع عاموژنه کړی او يا دمرسته شوو پيسو چی د هېواد دبيارغونې او ښېرازی لپاره مرسته شوی وی  دوی غلا کړي  ډېر ژر به تری حساب او پوښتنه وشي د هر چا تير ژوند او سرمايه ولس ته مالومه وه اواوس هم ددوی د ټولې ناجايزه سرمايي اندازه ورته مالومه شوی ده.

زما له نظره دا ډول ايتلافونه او ملي دموکراتی جبهي بايد دخلکو په ملاتړ هغه څوک جوړی کړي چی په رےښتنې توگه د خلکو استاز ولي کوي نه هغه لخوا چی دا وطن ويجاړ کړی خلک بيدون له محاکمې په عام توگه شهيدان کړي د خلکو ټولی طبعي او شخصي او ملي سرمايه يې چور کړی خپل خپلوانو ته يي د ښه ژوند ميلياردونه ميلونونه ډالر غلا کړي.

دا خلک ددا ډول ايتلافونو تر نامه لاندی خپلې تيری کړنې پټوي اود نورو امتيازونو په لټه کې دي خپله واکمن يا تير واکمن چی ولس ته حساب ور کړي دولس نه حساب اخلي ولس ته پکار ده چی نور د خوب نه په رښتني توگه راويښ او له دا ډول ټوپکمارانو غاصيبينو خپل سرو وسلوالو غلو نه خپل واک تر لاسۀ کړي او خپل سرنوشت په خپله وټاکي،ولس نه بايد چی د قومگرايي ، ژبني تغصب، تنظمي ټوپکماري ځانغوښتونکو د ځان غوشتنو قرباني شي ولسونه نور بايد ددوست اودشمن پوره توپير وکړي خپل يوالی ورورولي خپلواک ازاد افغانستان د خاوری تماميت په پوره مېړانه له کورنيو او بهرنيو دښمنانو وساتي ددښمنانو په چلوټی او شومو مخو بازي ونه خوري .

م.کوچی

 

 

Comments are closed.