نوي ۱۳۹۶کال په وېاړ د مبارکې پېغام.

 

دافغانستان دخلکو دملي ترقي متحد گوند د مشرتابه شوراته

 درنو ملگرو تاسو ستاسو درنو کورنيو دافغانستان مظلوم،جنگ ځپلي هېواد ولسونو ته د نوي کال د مبارکې وايو ،ددی هېواد ولسونه په تيرو دری لسيزو کې د بهرنيو د ښکاره لاسوهنو او يو اعلان شوي جنگ سره تير کلونه دزياتو ستونزو په گاللو سره ولمانځل زموږ ارمان اوهېله داده چی ډير ژر زموږ په هيواد کې دتل پاته سولی رپانده جنډه په رپېدو شي او په گډه ددی وران کنډواله شوي وطن لپاره د بيارغونۍ کار پېل کړو .

کله چی په گران هېواد کې جنگ جگړی ته د پای ټکې کېښودل شي ټول مهار هيواد وال په پوره ابرو مندانه توگه خپل پلرني ټاټوبي ته راستانه شي،ټول وطنوال د خپل ملت لپاره تر يوه بير غ لاندی  دوطن دترقی او ښېرازی لپاره کار وکړي.

درنو مشرانو دا چی موږ له وطنه ليری د کډوالی ژوند کوو خو وطن ، خلک موهيڅکله نه دي هير کړي زموږ هڅې او هاند تل د يو پرمختللي افغانستان لپاره دي  موږ تل د خپلو خلکو سره په غم او ښادی ځانونه شريک بولو دا کال موږ داميدونو کال بولو ارزو لرو چی دا هېواد او ټول ملت له جنگ جگړو نه ستومانه دی موږ جنگ د حل لاره نه بولو .

شعار مودادی چی سرلوړی ازاد خپلواک افغانستان غواړو

موږ ددی وطن دشمنان چی په هره جامه کې وي غندو.

په سويډن کې دافغانستان دخلکو دترقی ملي متحدگوند شورا

 

Comments are closed.