نو څه باید وشی ؟

 داکترحبیب منګلحبیب منگل

ولسمشر محمد اشرف غني وایی «چې پاکستان د افغانستان سره په نه اعلان شوي جنګ اخته دی اوپه ټولو ناامنیو کې لاس لري .» خو پوښتنه داد ه چی څه باید وشی چی پاکستان زمونږ دهیواد پرضد دپاکستان ۴۰ کلنی نه اعلان شوی جګړی اود دولتی تروریسم دصدور ته دپای ټکئ کیښودل شی ؟
سره له دی چی دی پوشتنی په ځواب کی ډیرو اقداماتو اړتیا شتون لری . خو زما په نظر دلاندی ځنډ نه منونکو اقداماتو په صورت کیدای شی پاکستان دافغانستان سره ددشمنی څخه لاس په سر شی .
۱- دافغانستان حکومت د پاکستان پرحکومت رسما احتجاج وکړی او ددی هیواد سره دسفارتی اړیکو د څرنګوالی او قطع کولوپه باره کی تصمیم ونیول شی او دملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم دپاکستان څخه شکایت وشی اوپه دی اړوند دلازمو تصمیمونو دنیولو غوښتنه وشی .
۲- حکومت او ملی شورا او مدنی ټولنه او سیاسی ګوندونه د امریکا دمتحده ایالتو او ناتو څخه په کلکه وغواړی چی اودافغانستان سره دامنیتی موافقتنامی او ژمنو له مخی په پاکستان فشار راولی ؛ چی دافغانستان پر ضد دنه اعلان شوی جګړی څخه لاس واخلی اود پاکستان دنه مننی په صورت کی په دی هیواد خپلی مرستی قطع او لازم تعزیرات وضع کړی . اودتروریسم ضد جګړی په لړ کی د پاکستان په خاوره کی د القاعده ؛ داعش او طالبانو او نورو ترو ریستی شبکو دمرکزونه او پټ ځایونه دځپلو او له منځه وړلو لپاره لازم اقدامات ترسره کړی
۳- دولت په هیواد کی دپایدارامنیت دتامین او دتروریسم ضد جګړی کی دبریالتوب لپاره نوی او کارا امنیتی ستراتيژی تدوین کړی اوپه مستقلانه ډول دهیواد دملی امنیت دتامین لپاره لازم اقدامات ترسره کړی او په دی لړ کی دهیواد د دفاعی قابلیت دخود کفایی سطحی ته ورسول شي ؛ امنیتی ځواکونه، په درنو وسلو تجهیز او په پیاوړی مسلکی رهبري تقویه کړی او ټول ملت ؛ مدنی ټولنه ؛سیاسی ګوندونه او ا جتماعی سازمانونه او نهادونه دملی امنیت لپاره بسیج کړی .
داکتر حبیب ”منگل”

Comments are closed.