هغه غلط فهمی چې د بدګمانۍ لامل شوي ده

حکيم روان

د سولې د خبرو آترو له پاره د امريکا د متحده ايالاتو د استازی زلمی خليلزاد او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په اړه يو سوء تفاهم ايجاد شوی دی ، چې د خلکو تر منځ د بد ګمانۍ لامل شوی دی .

سوء تفاهم يواځې د مفاهيمو د ارائه کولو ، جملو او عباراتو له ناسمې فورمولبندۍ څخه را منځته شوی دی . مثلا امريکائيان وايي چې طالبان به نور د سيمې د هيوادونو له پاره ګواښ نه جوړيږي او له نورو تروريستی ډلو سره به اړيکې پرې کوي . او په دې برخه کې پر طالبانو شرطونه ږدي .

طالبانو داسې درک کړي ده چې ګوندې امريکائيان غواړي د افغانستان واګې طالبانو ته وسپاري او دوی د افغانستان د اسلامی امارت او راتلونکی طالبی دولت خوبونه ويني . بايد د سولې په خبرو آترو کې موضوعات تر ممکنه بريده پورې روښانه او د پوهای وړ وي .

بله مهمه خبره داده چې امريکايي لوری د ديپلوماسی په ژبه خبرې کوي او متقابلا  د طالبانو د پاره د معاصرې ديپلوماسی ژبه نا اشنا ده . خو دواړه خواوې بايد خبرې لوڅې او بربنډې وکړي ، څو د ابهام ، سوء تفاهم او سوء ظن مخه ونيول شی .

دا خبره لکه چې د سولی د مذاکراتو امريکايي لورې ته مالومه ده ، بايد طالبانو ته هم مالومه وي چې افغان ټولنه د طالبانو د ايله جاريو د وخت ټولنه نه ده . تورو ښامارانو له افغان ټولنې ډيرې زياتې قربانۍ اخيستی او ولس تر ډيره بريده بيدار شوی دی امريکائيان نشي کولای چې طالبان بيلې قانونی مجراؤ پر خلکو تحميل کړي .

د افغانستان د اساسی قانون څلورمه ماده داسې حکم کوي : « په افغانستان کې ملی واکمنی په ملت پورې اړه لري چې په مستقيمه توګه يې پخپله  يا يې د خپلو استازو له لارې عملی کوي . »

افغان ملت تر دې اساسی قانونه پورې د وينو او بی شمېره سرونو د ورکولو لاره وهلی ده . مونږ تر دې ځايه د بهرنيو تړاکونو ، ښکاره لاسوهنو او په هغو پورې د تړلو داخلی مرئيانو د ناکردو ، نادودو او نا ځوانيو په تيارو کې مزلونه کړی دي . زمونږ د ټولنې پر بدن د جهادی لوټمارانو د لوټ او تالان او د طالبی کيبلونو او کوتکو نښې له ورايه ښکاري . زمونږ هره کوڅه ، هر کنډو، ونې او بوټي زمونږ د صبور ولس د حماسو او اتلوليو او د پردو او په هغو پورې د تړلو کړيو د انسان دښمنه نامرديو کيسې کوي .

نور دلته د پردو او د هغو د ګوډاکيانو فرمان نه چليږي . افغان ملت د خپل اساسی قانون په لار ځي . طالبانو ته لنډ خطاب :

نور د افغان مسلمان ملت له وژنو لاس واخلئ ! د پاکستانيانو او امريکائيانو لمنې پريږدئ !  که په افغانستان کې کلی او کور لرۍ خپل کلی او کور ته راشئ . له جنګ او تباهی لاس واخلئ ! د ملګرو ملتو او د خپلو استازو تر نظارت لاندې په ټاکنو کې ګډون وکړئ ! که خلکو رايه درکړه ، خدای مو راوله !!!!!!! نور د امارت ، حل او عقد دوران تېر دی ، زاړه خوبونه او کنجاړې نه شته .

 

 

Comments are closed.