هغوي چې تر څلوېښت کالو زيات عمر لري

عظم الدين عالمي

 پوهيږي چې د 1357 لمريز کال د ثور د مياشتې تر پاڅون وروسته د افغانستان له گوټ گوټ څخه د خلکو پر جرگو سربيره, د چترال په شمول د ټولې پښتونخوا له سيمو څخه پرلپسې د خلکو د استازو جرگې کا بل ته راتللې او له نورمحمد تره کي سره يې کتنې کولې.

دلته د بيلگې په توگه, د پښتونخوا د باجوړ له چارمنگ څخه راغلو پوهانو, ديني عالمانو او مشرانو ته, د سلام خانې په ماڼۍ کې د نورمحمد تره کي د يوې اوږدې وينا ځينې برخې وړاندې کېږي. ددې وينا لوستنه, تاسې د پښتنو او بلوڅو سره, د نورمحمد تره کي په مشرۍ د هغه وخت د حکومت په اړيکو خبروي:

 نېټه: 1358 کال د چنگاښ څلورمه

گرانو عزيزانو!

ستړي مشئ. خداي مو راوله. واقعا ستاسې راتگ دلته ډېر په زړه پوري دی او موږ خوشحاله يو چې موږ دلته د خپلو وروڼو هرکلی کوو او دوي ته ښه راغلاست وايو. زموږ سترگې په دې ډېرې روښانه شوې چې تاسې مو له نږدې وليدئ او تاسې له نږدې موږ گورئ, موږ په دې ډېر خوشحاله يو چې موږ تاسې مخامخ وگورو او تاسې موږ ووينئ.

د ثور انقلاب د هغې ټولنې دپاره لار پرانيزي چې په هغې کې به ټول نيکمرغه وي. هيڅوک به بل څوک نه استثماروي, يعنې د هغه غوښې او وينې به بل څوک نه خوري. دلته به هر څوک کار کوي او د خپل کار زحمت به پخپله خوري, نه دا چې نور خلک يې په ډول ډول پلمو په ډول ډول بهانو ترې وتروي او دوي داسې خواروزار پريږدي لکه تر دا اوسه پورې چې په افغانستان کې رواج و.

موږ به وروسته تر دې قطعا اجازه ورنکړو او د افغانستان خلکو دا په ټينگه پتيلې ده چې نور به ظالمان نور به هغه ليوان په خپل منځ کې نه پريږدي چې دوي يې خواروزار کړي وو او تل د دوي د بدبختۍ موجب شوي وو. موږ اوس په دې يوه کال يا په دې څوارلسو مياشتو کې واقعا د داسې ټولنې بنسټونه ايښي دي او نور يې هم ږدو او د افغانستان خلک په ډېره ميړانه سره د خپلې نوې ټولنې جوړونه پر مخ بيايي. دوي ته په دې کار کې ډېر برياليتوبونه ورپه برخه دي ځکه چې دوي لاسونه سره ورکړي دي.

زه تاسې عزيزانو ته ځکه دا وايم چې افغانستان ستاسې خپله خاوره ده او تاسې ددې خاورې ياست. زه چې افغانستان يادوم مقصد مې تاسې ټول ياست او ستاسې ټوله نيکمرغي په دې خاورې پورې تړلې ده. ستاسې بدمرغي يا خداي نه خواسته بدبختي زموږ په بدبختۍ پورې تړلې ده. زموږ او ستاسې هر څه سره شريک دي. موږ تاسې ته په دې ځاي کې په ډېره خوښۍ سره هرکلی وايو او بيا هم درته هرکلی وايو.

تاسې گورئ چې موږ څه کارونه کوو, دلته يو بل ستر گام چې مو په دې وختو کې واخيسته هغه هم د ستاينې وړ دی. هغه واقعي سرشميرنه ده, سرشميرنه په افغانستان کې د لومړي ځل دپاره منځته راغله. دا سرشميرنه به واقعا موږ ته دا معلومه کړي چې په افغانستان کې څومره کسان اوسيږي, څومره سپين ږيري دي, څومره واړه دي, څومره ځوانان دي, دا به ټول راته معلوم کړي او موږ به خپل اينده پلانونه او خپل اينده فعاليتونه ددغې سرشميرنې په اساس ترتيبوو او مخ په وړاندې به ځو.

د ثور ستر انقلاب دوښمنان لکه پخوا چې مو وويل ولاړل نورو ځايونو ته, له هغه ځايه تيږې راولي, له هغه ځاي څخه کارتوس راولي, له هغه ځاي څخه زموږ پر ضد مبارزه کوي. مگر هلته دا محض خوشې چټي هلې ځلې دي چې دوي يې کوي او موږ وايو چې د افغانستان خلک دا ډېر لوي سيند دی واقعا دا سيند ددغه شان سپيو په خوله نه مرداريږي. زموږ وسلوال پوځ د خپل وطن د خپل هيواد هره لويشت خاوره په ښه ميړانه ساتي له هرې خوا چې تجاوز پرې وشي هغه په شا تمبوي او بايد په شا يې وتمبوي. وسلوال پوځ د افغانستان د خلکو يوه وړوکې برخه ده, مگر دا برخه ددوي زامن دي او ددوي په امر باندې حرکت کوي. وسلوال پوځ د افغانستان د ټولو خلکو وياړ دی او هغه څه کوي چې د خلکو ښيگڼه په کې وي. زموږ دولت هم تر دغسې فضا لاندې داسې کارونه کوي چې هغه واقعا په تاريخ کې بې ساري دي, پخوا مې هم ويلي و چې دا ډېر ستر کارونه دي, درانده کارونه دي. اوس په افغانستان کې د ځمکې ويش بشپړ شو. نور به په افغانستان کې داسې فيوډال داسې څوک نه وي چې هغه په زرگونه جريبه ځمکه ولري. زموږ زيارايستونکي خلک چې د يوې ټوټې ځمکې په ارمان وو, ارمانونه يې وختل, پوره شول. اوس دوي کولی شي چې ځمکه ولري, پخپله يې وکري, پخپله يې وريبي او پخپله يې وخوري. نور هغه نشته چې دا ارمان يې درلود چې کاشکې که موږ يوه لويشت ځمکه درلودی په هغې مو گوزاره کولی.

نو زموږ تقاضا له تاسې عزيزانو څخه همدغه ده چې راشئ تاسې زموږ خپل وجود ياست او دا وجود داسې دی لکه نوک او ورۍ. په دې ځمکو کې تاسې هم برخه لرئ. خداي مو راوله که يو کور راځئ که زر کوره راځئ, لس زره کوره راځئ موږ ځمکې درکوو او د ځمکې ټول وسايل هم درکوو, ميشته کوو مو, کومکونه درسره کوو, لکه زموږ خواږه ورونه راځئ, خداي مو راوله راسره اوسيږئ. تاسې چې بيا بيرته ځئ زما دغه پيغام ټولو پښتنو ته ورسوئ, ټولو پښتنو بلوڅو ته يې ورسوئ ورته وواياست چې د افغانستان د ځمکې ويش کې تاسې هم حقدار ياست, ستاسې حق بيخي درته ساتلی دی او دا حق به زموږ سره وي.

سود, د نغدو پيسو سود,گروي, سلم دا مو ټول لغوه کړل. دا په شريعت برابر کار و, زموږ جمعيت العلماء او د جهان حقيقي عالمانو ددې ملاتړ کړی دی. همدا ډول تاسې ته معلومه ده چې په دغه سيمه کې په تېره بيا په افغانستان کې د نجونو خرڅول دا داسې يو مباح او روا کار و او د شريعت محمدي څخه بالکل مخالف کار و او موږ وکړای شول دا بد عمل او د خداي د لارې مخالف عمل بند کړو. اوس څوک نه شي کولی چې خپل اولادونه په پيسو باندې وپلوري او يا دې ته زړه ښه کړي چې خپلې کوچنۍ نجونې په پيسو باندې خرڅې کړي او هغه خوارانې لکه غلامانې بل چاته ورکړي. دا کار په شريعت کې په قطعي ډول منع دی.

د کرايې ملايانو او د پيرنگيانو نورو گوډاگيانو په درواغو په موږ باندې تورونه ولگول. د هغوي د تورونو له جملې څخه يو دا و چې ويل يې دوي کافران دي او موږ ورته وايو چې دا ستاسو پرنگيان او ددوي گوډاگيان چې موږ ته کافران وايي دا دوي پخپله البته معلوم دي چې کافران دي. دلته خو قطعا د کفر خبره نشته او موږ د اسلام پيروان او موږ د زيارايستونکو مسلمانانو زامن يو او د زيارايستونکو مسلمانانو لپاره هغه خدمتونه کوو چې واقعا په تاريخ کې بې ساري دي. دوي دا دروغ هم تړي چې جوماتونه مو ړنگ کړي او خداي نه خواسته هغو ته مو اورونه اچولي دي. دا دی تاسې عزيزان دلته راغلي ياست, لکه چې څو څو ځلي مې نورو ته هم ويلي دي, تاسې هم وگورئ چې دلته په کابل کې کفر دی که اسلام دی. دلته خو اسلام دی, دلته خو شريعت دی, دلته خو اذانونه کېږي, دلته خو جوماتونه دي, دلته خو هر څه شته. اما پرنگيان او ددوي گوډاگيان دا له موږ سره ځکه نه مني چې دا ددوي پر گټه دي چې دلته پر موږ پورې تبليغ وکړي, زموږ پر ضد پروپاگند وکړي, موږ ته بد ووايي چې خلک راڅخه زړه توري کړي.

زموږ ځيني گاونډي هيوادونه يعنې د ايران متعصبين او د پاکستان مرتجع ټولنې زموږ انقلاب ته واقعا په ښه سترگه نه شي کتلاي او نه گوري, دا ځکه چې د دوي زيارايستونکو هم دغه ډول انقلاب ته زړه ښه کړی دی. د ايران متعصب شعيه گان دا خو بيخي زموږ پر ضد باندې دغسې راپاريدلي دي چې حتی دوي موږ ته اعلان د جهاد راکوي. د ايران زيارايستونکي زموږ ورونه دي, اما متعصب په رښتيا سره هغه متعصبين دي چې غواړي ټوله دنيا د دوي په رنگ شي او ټول شعيه شي او نور يې قطعا تر سترگو ښه نه ورځي.

پاکستان کې هم دا ځينې د پرنگيانو گوډاگيان چې هلته تښتيدلي دي او هلته متعصبې ټولنې دي, هغوي هم تاسې پيژنئ  چې د امپرياليزم لخوا يعني د سامراجيانو لخوا دوي لمسول کېږي, پيسې ورکول کېږي او د افغانستان پر ضد يې پروپاگند راخيستی دی. موږ ورته وايو چې د افغانستان خلک له دوي نه مخکې مسلمانان وو, اوس هم مسلمانان دي, اينده به هم ښه زيارايستونکي او ښه مسلمانان وي. دا د دوي خبرې ټولې د پرنگي په لمسه دي موږ ورباندې خاندو او د دوي په دغو تورونو لعنت وايو. موږ په تکرار سره دا ويلي دي چې زموږ د ثور ستر انقلاب د پښتنو او بلوڅو انقلاب دی, دوي پرې خورا خوشحاله دي, ددې انقلاب ملاتړ کوي. د پنجاب زيارايستونکي هم ددې انقلاب ملاتړ کوونکي دي او هم زموږ ورونه دي. د سند زيارايستونکي هم زموږ ورونه دي او د ټول عالم اسلام زيارايستونکي دا زموږ ورونه دي, موږ له هغوي سره بالکل وروري غواړو او وروري مو ورسره ده.

په هر کور کې په هر ټبر کې کله کله يو څه بې اتفاقي راشي, بيا سره ونپوهيږي د خولې يا لاس جنگ جگړه وکړي يا يو مرور شي. موږ وايو که څوک په رښتيا له موږ څخه مرور شوي وي او دوي په موږ نه دي  پوهيدلي او لدې ځايه نورو هيوادونو ته تښتيدلي يا تللي وي, نو موږ دوي ته عمومي بښنه اعلان کړه چې خپل هيواد او خپل کور ته راشي. دا کور ستاسې دی په درناوي به مو بيرته خپلو کورو ته وروليږو. نو زموږ دا عمومي بښنه د ټولو او ډېرو خلکو لخوا ښه استقبال شوه. ډېر کسان راغلل چې هغوي په زړه پاک وو او واقعا زيارايستونکي مسلمانان وو. زموږ دولت او زموږ گوند په دې وياړو چې موږ د افغانستان او ټولو منطقو د راويښولو لپاره او د دوي د سعادت لپاره لگيا يو کار کوو.

موږ له هر چا سره له ټولو هيوادو سره دوستي کول غواړو او موږ د دوستۍ لاس ورغزولی دی چې دوستي راسره وکړي او د دوي دا دوستي موږ مشروطه گڼو, مشروطه دا چې زموږ په داخلي چارو کې څوک مداخله ونه کړي او زموږ په کورنيو چارو کې لاس ونه وهي. زموږ خلک ونه لمسوي او زموږ خلک ونه ربړوي او ويې نه کړوي او پر موږ باندې حملې ونه کړي يرغلونه و نه کړي, که دا راسره کوي نو موږ هيڅ له دوي سره دوستان نه شو کيداي او که دوي زموږ په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي نو موږ له هغوي سره دوستان يو او بالکل د ورونو غوندې ورسره ژوند کول غواړو. دا به هيڅ وخت چا ته اجازه ورنه کړو چې د افغانستان يوه لويشت خاوره بل څوک تصرف کړي يا دلته د بل چا په ساز باندې د بل چا په حکم باندې دلته کوم کار وشي. د افغانسنان خلک د افغانستان دولت د افغانستان د خلکو گوند به ډېر مستقل په ډېر وياړ مخ په وړاندې ځي او مستقل به وي, هيڅ وخت به د هيچا ساز ته ونه گډيږي. په موږ خپل ناپييلتوب او خپل استقلال ډېر گران دی. موږ دا ساتو, نه يواځي ساتو يې, بلکې دا تقويه کوو هم او ددې لپاره هر اړخيزې هلې ځلې کوو چې ټول خلک موږ په دې حيث وپيژني. په عمل کې هم دا وپيژني چې زموږ هيواد يو ناپييلی هيواد دی دا د هيچا تر اثر او د هيچا تر حکم لاندې نه دی. دلته په موږ ډول ډول دروغ ويل کېږي چې پلانکی هيواد دلته نفوذ لري پلانکی هيواد داسې دی. دا ټول د سامراجيانو درواغ دي, د امپرياليزم درواغ دي. موږ د افغانستان خلک تاسې ته پخپله معلومه ده چې څومره مبارزې مو د پرنگيانو او د دوي د گوډاگيانو پر ضد باندې پخوا کړي دي. په همدې ډول که څوک زموږ په هيواد کې مداخلې وکړي, بې ځايه يا پر ځاي, موږ قطعا هيڅ چاته اجازه نه ورکوو او هماغه جزاگانې به ورکوو لکه پخوا چې مو پرنگيانو ته ورکړي دي. يا دا اوس متعصبين يا مرتجعين چې کوښښ کوي زموږ په چارو کې لاس ووهي هغوي ته به هم هغسې جزا ورکړو لکه پرنگيانو ته مو چې ورکړه.

نو يو ځل بيا تاسې وروڼو ته ډاډگيرنه درکوم چې افغانستان پخپله مستقل او ناپييلی هيواد دی او دلته به داسې ټولنه جوړيږي چې په هغې کې د ټولو نيکمرغي او سعادت پروت وي.

 

Comments are closed.