واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ:

دطالبانو له خوا داوربند په اړه ضد او نقیض راپورونو دواشنګتن پوسټ ورځپاڼې پام ور اړولی دی. نړیوالو رسنیو داوونۍ په پیل کې راپور ورکړی و چې اوربند نږدې دی. دورځپاڼې په لیکنه په دې اړه راپورونو وروسته ترهغه خپاره شول چې دطالبانو څو مشرانو په پاکستان کې غونډې وکړې.

واشنګتن پوسټ دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ددې ډلې یوه بیان ته هم اشاره کړې ویلي یې دي ددې قصد نه لري چې اوربند اعلان کړي. دافغانستان پوځ هم ویلي، ترهغو چې طالبان سولې ته غاړه کینږدي ددوی له خوا به هدف ګرځول کیږي.

ورځپاڼه لیکي یو نظر دا دی چې په پاکستان کې دطالبانو مشرانو په یوه اوربند موافقه کړې، خو یو شمېر نور سیمه ییز قومندانان یې بیا داوربند مخالفت کوي. کابل هیله ښودلې چې طالبان په مستقیمه توګه له دوی سره خبرو ته کښیني او اوربند ته غاړه کیږدي.

خبریال او سیاسي تحلیلګر سمیع یوسفزي آزادي راډیو ته ویلي چې دطالبانو دسیاسي دفتر غړیو په اوربند نه بلکې دتاوتریخوالي دکمښت په اړه په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره خبرې کړي. یوسفزی چې دطالبانو دسیاسي دفتر له غړو سره پيژني ویلي چې دتاوتریخوالي دکمښت دموافقې جزییات او نېټه لا نه ده مشخصه شوې. سمیع یوسفزي دتاوتریخوالي په کمښت باندې موافقه دبین الافغاني خبرو او بیا وروسته داوربند لپاره موثره وبلله.

هیل:

هیل خپرونې په ۲۰۱۹ کال کې دامریکايي پوځیانو په تلفاتو باندې مقاله لیکلې ده. دخپرونې په لیکنه تېر میلادي کال ۱۷ امریکايي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یو کال کې دوژل شویو امریکایي پوځیانو ترټولو لویه شمېره ده.

هیل خپرونې په افغانستان کې دسرتیرو دکمښت په اړه دامریکا پرېکړې ته هم اشاره کړې ده. دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې اته نیم زرو ته دسرتېرو دشمېر دراکمولو په اړه فکر کوي.

هیل خپرونې لیکلي په افغانستان کې دامریکايي سرتېرو دشمېرې په اړه ولسمشر ټرمپ او کانګرس په میاشتو میاشتو مخالفت پاللی دی. دخپرونې په لیکنه دامریکا دکانګرس جمهوري غوښتونکو غړیو ټرمپ ته څو واره خبرداری ورکړی چې طالبان لاهم دیوه ګواښ په توګه په سیمه کې موجود دي او په کار نه ده چې سرتېري را وایستل شي.

برگشت به فهرست اخبار

Comments are closed.