وروستۍ یوولس ورځي، چا څه وګټل؟

11/03/2020                                                                                            م. صافی

بې ساری افغانستان

په رښتیا چه افغانستان  بې سا ری  وطن دی،  هغه څه چې دلته پیښیږي او هغه څه چې افغانان يې سرته رسوي د نړۍ په  بل ګوټ کې مثال  نه لري. د بیلګې په  توګه،  د کابل په غازي سټدیوم کې  په ټوپک د یوې افغان میرمنې وژل، د طالبانو حکومت نړۍ ته  د ښځو حقوقو د ناقض په توګه وپیژاند، یا  د بامیانو د بتانو الوځولو سره ، د ټولې نړۍ په وړاندې طالب چارواکي د افراطیت  نښه او یو منفي سمبول معرفې کړل.

یا  د  ۱۹۹۲ کال پیښې ،  مجاهدین  چه ګواکې  روسانو ته يې ماته ورکړه او د فاتحانو په  بڼه کابل ته ننوتل او هغه يې چور کړ،  نو بیايې د افغانستان د اردو طیارې  او نور مهمات پاکستان ته، زمونږ د هیواد تاریخي  دښمن ته،  تسلیم کړل. دا د  بې ننګۍ بې سارې نمونه ده  چه په عقل کې نه ځاییږي . که ته فاتح يي نو بیا ولې د  خپل وطن شتمنۍ  دښمن  ته ورکوې؟   دا سې نامي پیښې د افغانانو له خوا نورې هم سرته  رسیدلې دي.‎

 خو د مارچ د نهمې حادثه  به د افغانستان او جهان په تاریخ کې  خورا کمه  پیښه شوې وي ، چه د یوه دیوال تر مینځه  د جمهوري ریاست  د پاره  په یوه ورځ،  دوه لوړې ترسره شي.

 د دولت ساز ټیم مشر،  ډاکتر اشرف غني ،   د ۵۱ په سلو کې  رایو په لرلو سره، په ارګ کې  د ۳۵ هیوادو د استازو او د پښتون تحفظ خوځښت  میلمنو په حضور او د برم او عزت ډک  محفل کې،  د ملی او وطنپالنې احساساتو سره مل، د هیواد د قاضې القضات په شتون کې د جمهوري ریاست د پاره  تحلیف  مراسم  تر سره  کړل. ‎

د بلې خوا، عبدالله عبدالله ،  د ۳۹  په سلو کې رایو سره ، ارګ  سره  یو دیوال تر مینځ،   د سپیدار په ماڼۍ کې د خپلو جهادي پلویانو  د تکبیرونوپه چیغو کې، د قضا د سیستم نه بهر شخص په شتون کې، د جمهور رییس په توګه لوړه تر سره کړه.   د بهرنیو هیوادونو استاذو په کښې ګډون ونه کړ او د موازي جمهوررییس تحلیف باندی يې نیوکې وکړې.

دې پیښې ته څوک  نوې سقاوي وايي، څوک يې  د لنډغرانو د پاچاهي لوړه بولي، خو د  ټولو داخلي او نړیوال قوانینو او حقوقي نورمونو خلاف ، د ثبات او همګرایۍ ټیم د شرم ډک  عمل ترسره کړ او خپل سیاسي  حیثیت ته يې  سخت تاوان ورساوه.

هیڅ افغاني سیاسي ، مد ني ټولنې  او یا د خارجي هیوادونو مشرانو ورته مبارکۍ ورنه کړله.

د عبدالله عبدالله د پاره د انتخاباتو د پایلو نه منل لومړی ځل نه  دی، د همدې انتخاباتو په سبا يې  اعلان وکړ: «چه  زما رايې زیاتې دي او زه جمهور رییس یم، که نه نو تفلب  او درغلي  ده».

دا  فارمول: «که زما راييې  زیاتې ونه ختې نو تقلب دی»، د جهادي ټیمونو له خوا دومره تبلیغ شو ، چه  د وطنوالو زړه يې د انتخاباتو  تور کړ او د رايې  ورکولو د  احتمالي خطر په قبلولو پښیمانه شول.   خلک وايي ،  که دومره عام تقلب شوی وي نو دا  ګرنټي چیرته ده چه  ستاسو ټیمونو هم درغلي  نه وي کړې.

 له بده مرغه ، د جهادي ډلو له خوا د انتخاباتو د پایلو نه منل ،  د  ولس له خوا  د خپلو رايو د  انساني حق  او د  رايو د کارولو ارزښټ  خورا  بی اعتباره کړ، چه ورسره سم  يې په ټولنه کې د د موکراسي  دودونو ته لویه  ضربه ورکړه.  او د قدرت  ترلاسه کولو قهرجن او ډول ډول  ناپاکو لارو ته  يې  د زورواکو مخه خلاصه کړه، یانې  هر څوک چه زر او  زور لري هغه به حاکم وۍ.

 بد بختي داده  چه  عبدالله عبدالله د جهادي مافیا  په مینځ کې د شطرنج یوه مهره ده،  تر شا يې نور داخلي او بهرني لاسونه دي  چه  لمړی يې د انتخاباتو پر ځای د  موقت  حکومت د  برترۍ وعظونه کول، بیايې په  من من  انتقادونو  اوحیلو د انتخاباتو د پایلو اعلام ځنډاوه،  او په  آخره کې د  «زه يې نه منم» ، د پخواني عادت  پر اساس د جمهوري دولت  د  بې ارزښته کولو په هدف يې موازي  تحلیف ترسره کړ. د هر چا فرمان  چه  يې  اجرا کړ،  خو  ننګینه، درنده ماته يې وخوړه.‎

چا څه وګټل؟

طالبانو:

 د امریکې د لښکرو د وتلو د ټړون سره ،  د طالبانو تحریک خپل  تندي څخه د تروریزم  بین المللي تاپه  د امریکې  په لاس پاکه کړه؛

د فاتحانه غرو ر په  څپو کې  يې د « اسلامي امارت» نوم وساتۍ او افغاني جمهوري دولت ته يې  د  «کابل حکومت» خطاب وکړ؛

د امریکې دولت سره د توافق پر مبنا د خپلو پنځه زره جنګیالیو د خلاصون  حکم يې تر  لاسه کړ ، او لا د پټو، غوړو  وعدو په بدل کې  د امریکې د پیاده نظام  د  نقش بشارت ورته وشو( هسې  نقش چه د نظار شورا او دوستم،   د اسلامي امارت  يه پرځولو کې لوبولی وو).

امریکا:

د خپلو لمړنیو اصلي  نیتونو  څخه لاس په سر شوه، چه  غوښتل يې په افغانستان کې نظامي هډې، د خپلو سیاسي او اقتصادي حریفانو  تر پښو لاندې د سکروټو د ایښودو  په موخه، ټینګې کړي. د طالبانو د جنګیالیو د سرښندنو، د پاکستان په  لوژیستیکي او مدیریتي مرستو او د افغان ولس په قربانیو، امریکې ته  زیات  مالي او ځاني  تاوان  ورسیدۍ،  او د امریکې د ولسمشر انتخاباتي  وعدو  د پرځای کولو په لړۍ کې، د  لښکرو د ویستلو تصمیم ونیوی شو. د یادولو اړین  ده چه  امریکايي خوا د  طالبانو سره د لښکرو د ویستلو په توافقاتو کې  د افغان دولت سره، خپل متحد سره،   لویه جفاوکړه. نه یواځې په  مذاکراتو کې يې ونه باله، لږ تر لږه  د  بین الافغاني مذاکراتو د یادونې پرځای  يې د افغان دولت  نوم ونه لیکۍ، په داسې حال کې  چه د پنځه زره  طالبانو د خوشې کولو هوکړه يې ورکړه ، کوم چه د افغان دولت په  جیلونو کې  بند تیروي.‎

او یو ځل بیا په تاسف سره،  هرڅه پاکستان ته  وسيارل شول، حتی د امریکې د لښکرو د امن وتلو او ددوي د شمیرلو دنده  پاکستان ته وسپارلی شوه.

پاکستان تر ټولو  زیاته  مالي او سیاسی ګټه وکړه :

هغه د امریکايي  ډالرو باران ، چه د  روسانو د اشغال  سره پاکستان  ته پیل شوی وو،  او څه باندې شل کاله  په پنجابي چارواکو اوریده، د امریکایانو د اشغال سره په ټپه ودرید. په افغانستان کې  د پاکستان د سیاسی او اقتصادي نفوذ ساحه  تنګه شوه.   پاکستان  د طالبانو د ټوټو یو خای کولو او چریکي حملو ته د دوۍ سازمان ورکولو په کار کې،  په لمړیو کلونو کې  د امریکې مرسته تر لاسه کوله ، په دې پلمه چه په افغانستان کې د امریکې نظامي حضور توجیه شي. خو کله چه د طالبانو تحریک غښتلی شو، امریکایان خپلې اشتباه او د پاکستان حیلو ته  پام وګرځید او مرستې يې په پاکستان قطع کړې. نو پاکستان  د امریکې سره د خپل نفوذ د ساحې یانې دافغان خاورې،  پر سر رقابت پیل کړ، د امریکې حریفانو، روس او چین ته يې مخه کړه، امریکه يې  د ایران، چین او روس په  محاصره کې یواځې پریښوده.  نتیجه دا شوه چه امریکایان  بیرته پاکستان ته اړ شول او  د سترو بډو په قیمت يې د طالبانو حاضرول او ورسره  د وتلو د پلان د  امضا کولو چارې تر سره کړې. او د افغانستان ساحه  يې بیا پاکستان ته تسلیم کړه.

افغان دولت:

که د  انتخاباتي پیښو د جزيياتو او د شخصیتونو د سپړلو څخه ایخوا وګورو او دوو وروستیو  ټاکنوته  یو عام نظر واچوو،  نو  په زغرده ویلی شو ، چه افغان ولس  د جهادي نظام په پرتله ، د قومي  او د جهادي، ټوپکمارو ډلو د حکومت  په عوض،  د مذهبي او سیمه ایزو لیډرانو پر ځای،   سیکولار نظام ته،  د یو غښتلي جمهوري نظام او د قانون حاکمیت ته ترجیح ورکړه.

 افغاني دولت،  د جمهور رییس  ډاکتر اشرف غني په مشرۍ، د جهادي مافیا او ناروغو  ډلو ټپلو د شراکت څخه پرته،   رسمي او قانوني  حق تر لاسه کړ، تر څو وتوانیږي  د جمهوري ، سیکولار نظام او  قوي مرکزي دولت د جوړولو،  دهیواد  د ځمکنۍ بشپړتیا،  د ملي ګټو او ملي وحدت ضامن په توګه، د وطنوالو د سولې او امن  د بسیا په  موخه،  د ټولو بهرنیو او کورنیو  د سیسو  پر خلاف  ټینګ ودریږي،  او په دې مبارزه کې  به ملي مترقي قوتونه  ورسره ملاتړ وي. په درنښت. ۲۱/۱۲/۱۳۹۸

Comments are closed.