ورکه دې شي وينځه چې د وينځې کالي مينځي

حکيم روان

۲۲/۱۱/۲۰۱۸

دا يو څو کرښې د داسې يو چا په ځواب کې ليکم چې په شرافت او وطنپالنه کې يې هيڅ شک نه لرم راته ګران دی او ځانګړی درناوی ورته لرم .

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې زما د هيواد «روشنفکر» د نړۍ له روشنفکرانو سره ډېر توپير لري

افغان «روشنفکر» ايديولوژيک فکر کوي ، مانا دا چې د خپلو ايديولوژيو اسيران او په پټو سترګو يې بندګی او پيروي کوي ، په نوو شرايطو کې يې ګټه او زيان نشي سنجولاي . ايديولوژيک تفکر په دې اصولو ولاړ دی چې :« زه او زما ګوند يواځينۍ وطنپالونکۍ ګوند او يواځينۍ سم تفکر لري »،  «يا زما سره يا زما د دښمن سره »، «چيرې چې مونږ نه يو ، هلته دښمن دی» . ډېرو به دا اوريدلي وي چې : «بې طرفه يانې بې شرفه ». يا دا چې : «هر څه دې زما وي ، که زما نه وي د هيچا دې هم نه وي» ، يا «هر څه ايديال يا هيڅ !» افغان «روشنفکر» د ملا نصرالدين په شان شل کاله وروسته هم هماغه شل کاله مخکې ۴۰ کلن ملا دی . د « سړي يوه خبره وي » . افغان «روشنفکر» په خپله يوه خبره کې بند دی . د افغان «روشنفکر» له پاره سياسي اصول د قرآن نه بدليدونکي آياتونه دي . پاپوليسم ، عوامفريبي ، ايګوئيسم ، ماجراجويی ، تظاهر،  لفاظي، يکډنډګی ، انجماد او دګم د افغان «روشنفکر» ځانګړنې دي .

افغان «روشنفکر» د دموکراسۍ له لسيزې ( ۱۳۴۳کال ) را په دې خوا د سياسي مخالفينو سره د دې د پاره سياسی بحثونه کوي چې مخالف توهين ، تحقير ، پړ، ملامت ، منزوي او بې اعتباره کړي او ځان «اتل» ثابت کړي . دا «اتلان» د آزادۍ ، دموکراسی او انسان د حقوقو په نوم توغونه او شعارونه ليږدوي ، خو خپله د ځان غوښتنې ، تکبر ، کرکې ، کينې او سياسی جهالت اسيران دي . ايا اسير چاته نجات ورکولای شی ؟

افغان «روشنفکران» په يوه ګوند کې سل ګوندونه جوړوي او دوه «روشنفکره» په يوه لار سره نه ځي . هغه د ولي خان خبره چې : « نفاق ته يې اتفاق دی » .

 په داسې حال کې چې آی-اس-آی د ستراتژيک عمق او کشمير د پاره پر افغانستان تر ټولو خونړۍ جنګ تحميل کړی دی ، افغان «روشنفکر» دې تراژيدۍ متحد نه کړ . زما يار ليکی : « هغه لعنتی جنګ چې هره ورځ د سلهاؤ افغانانو ژوند ورڅخه آخلي » خو خپل مسؤليت (يووالی او پيوستون ) يې ددې جنګ په وړاندې د خپل اسارت له امله هېر کړی دی . لعنتی جنګ د سلهاؤ ژوند «روشنفکر» متحد نه کړ. که افغانانو د خپل وطن سره رښتيني مينه درلودلای ، د پاکستان له خوا د نيابتي جګړې په وړاندې به يې ټول اختلافات شاته کړي وای او د پاکستان او طالب په وړاندې به په يوه صف کې ولاړ وای .  بر سېره پر دې ، ددې جنګ پر عقبی جبهه په اصطلاح خاشه اچوي او پاکستان تر دې عنوان لاندې چې د پاکستان تر شا امريکا ولاړه ده ، د جګړې اصل عامل نه بولي . معمولا کله چې د قاضي پر وړاندې يو بې ګناه کس د يوې ګناه مسؤليت ومني ، قاضي د هغه ګناه په اصلي مجرم پسې نه ګرځي او د ګناه منونکي ته جزا ورکوي .د پاکستان واکدارانو په ډاګه په مختلفو فرصتونو کې د دې جګړې مسؤليت منلی دی . پاکستان طالب ته پناه ورکړيده ، د بريدونو پلانونه يې جوړوي ، انتحاريان ورته روزي ، زخميان يې معالجه کوي ، خو زمونږ د قاضی «روشنفکر» پرنسيپ د معمولو پرنسيپونو سره توپير لري .

ښه ! «ذهنی غلام » د آی-اس-آی د ملی مقاومت له پيرو څخه پوښتنه کوي چې امريکا افغانستان اشغال کړ، په افغانستان کې د نړی له څلويښتو د زياتو هيوادونو نظامی حضور د څه د پاره دی ؟ د نړۍ ټول آزاد هيوادونه له افغانستانه څه غواړي ؟ که افغانستان اشغال او حکومت يې مزدور وي ، نو بيا ولې د امريکا دښمنان او دوستان د افغانستان دولت په رسميت پيژني ؟ راواخله ، روس ، ايران ، چين او بل هر کيفی هيواد . دا ټوله نړی احمقان دي ، يواځې ته د نړۍ نوی نابغه پیدا شوی يې ؟ زما انقلابی يار خو دې د نړۍ په مخ د يوه هيواد نوم واخلي چې د افغانستان دولت مزدور وبولي او په رسميت يې و نه پيژني . نو دا ټوله نړۍ د ليونتوب باد وهلی ده يو افغان انقلابی «روشنفکر» هوښيار پاتې شوی دی ؟ زما همدا يار لاړې پورته غورځوي او پر ځان يې رالويږي .  ايا د يوه مستقل هيواد پرضد جنګ چې پاکستاني نظامي جنايتکاران يې د طالبي تالي څټو په مټ پر مخ بيايي جنايت نه دی

راځو «اشغال» ته : داسې به يې فرض کړو چې «اشغال» د آی-اس-آی ، پاکستانی ملايانو ، طالب او «روشنفکر» په فرمايش ووت . افغان امنيتی ارګانونه څو مياشتی وروسته منحل شول ، مرکزی اداره تس نس شوه . تر اوسه خو د «روشنفکر» په شان ، د «اشغال» په سوسيال هر څه چليدل ، «روشنفکر» هم تر هر بل وخت زيات ويش دی ، تر دې حده چې ځينې يې په ډاګه د افغان او افغانستان دښمني هم کوي ، پايلې به څه وي ؟ «روشنفکر» ددې انجام نه شي سنجولای.

افغانستان به بيا د طالبی-جهادي دوران په شان په هديره بدل شي او طالب به ددې هديرې ساتونکی وي . د آی-اس-آی پاکستاني غړي به زمونږ د ولايتونو واليان وي . طالبي افغانستان به درې تروريست پلوه رژيمونه پاکستان ، سعودی او امارات  په رسميت پيژني او په نړۍ کې به د شمالی کوريا په شان يو منزوي هيواد وي . ښوونځي به وتړل شي او که کوم نيم د نمايش د پاره خلاص وو افغان ماشومانو ته به د آی-اس- آی د درسي نصاب له مخې دا  ور زده کوي چې : دوه کلاشنيکوفه + درې کلاشنيکوفه = په پنځه کلاشنيکوفه .  په وياړلي او تاريخي افغانستان کې به زمونږ ماشومان د مردار او شيطان پاکستان د ناولو موخو له پاره تروريست روزل کيږي .

د نورې نړۍ روشنفکران د خپلو هيوادونو د ستونزو د حل له پاره د خپل ولس او بشريت له تجاربو د نوي تفکر او په سياست کې د غوره او دموکراتيکو دودونو د ايجاد له پاره عاقلانه استفاده کوي . ما په يوه بله ليکنه کې د څو هيوادونو نوم اخيستی وو، خو له نېکه مرغه د داسې هيوادونه نومونه ډېر دي چې روشنفکران او سياسيون يې په مسؤليت سره پر ځاني ، ګوندي او قومي ګټو ، عامو هيوادنيو او انسانی ګټو ته ترجيح ورکوي او له رنګارنګ اسارتونو نه خلاص دي . ددې هيوادو روشنفکران يو له بل سره مخالفت لري ، خو يو بل تحقير او تعجيزوي نه ، بلکې يو بل ته درناوی کوي او پر ګډو ستونزو د بري د پاره ګډ پلانونه جوړوي او ګډ کار کوي .

زما يار ليکي : « خو دا ښاغلی په حقيقت کې په ړندو سترګو غونډاري غورځوي او غوږونه هم کڼوي يانې چې نه څه ويني او نه يې آوري، ايا هره ټولنه خپل اقتصادی ، ديني ، کلتوري او ټولنيز مشخصات نه لري ؟» .

که زما يار د خپلې ټولنې «مشخصات» پيژندلای ، نو به يې ټولنه له يوه کړکېچه بل کړکېچ ته نه ليږدولای ! ها رښتيا ، «څو چې امپرياليزم موجود وي ، عدالت ، پرمختګ او انسانيت به د مځکې پر مخ نه وي» . خو ددې عبث خبرې پر خلاف د ټولنې رهبر بايد د نړۍ د ښو او بدو واقعيتونو په نظر کې نيولو سره د خپلې ټولنې د خلاصون او نېکمرغۍ لاره پيدا کړي . خو تا دا کار ونه کولای شو . د ژوند لاره قير سرک نه دی ، بلکې له  کږليچونو ، خنډونو ، غرونو ، ځنګلونو ، جبه زارو ډکه ده ، يواځې عاقل او مدبر لارښوونکي خپل ملت د ستونزو له توپانه روغ رمټ باسي . ناکام او په خپلو موخو کې پاتې رهبران بيلې توجيهاتو د سياست له صحنې نه لکه ګولۍ وځي . دا معمول هره ورځ ژوند په اثبات رسوي .

که زما يار دې «مشخصاتو» ته داسې درناوی درلودلای ، بيا به يې په کنړ او خوست … کې سره بيرغونه نه ګرځولای ! او « مشخصات» به يې په نظر کې نيولي وای .

دا «مشخصات» چې زما يار نوی پر هغه عاشق شوی دی ، آمانی نهضت يې په وينو ډوب کړی دی او دې «مشخصاتو» زما د يار د پاره د ثور انقلاب او د نورو د پاره د ثور بدمرغه کودتا هم په وينو ډوب کړ . دادی اوس بيا دا « مشخصات » غواړي د هيواد دموکراتيک اساسي قانون  او دموکراتيک نظام په وينو ډوب او ختم کړي او پر ځای يې د منځنيو پيړيو « امارتي اسلامی نظام » ټينګ کړي ، چيرې به چې ښوونځي په پاکستاني ډوله مدرسو او سپورتي ميدانونه په مسلخ بدل شي .

يار مې ډیر بې انصافه دی ، خپله په لندن کې د « اشغال » سوسيال په مزه مزه خوري ، خو خپل په وينو لړلی ملت ته د سميع الحق او ملا فضلو په شان طالبي واکمني غواړي ، نه د جاپان او آلمان په شان مزدورې واکمنۍ .

«روشنفکر» پر افغان ولس حواله ورکوي چې د «اشغال» پر ضد جنګيږي .

لومړی دا چې دا افغان ولس نه دی چې د افغان دولت او خارجيانو پر ضد جنګيږي ، بلکې د آی-اس-آی ايله جاری طالبان ( افغان طالبان ، پنجابيان ، د پاکستان د اردو او مليشې افسران ) دي چې د افغان دولت او د هغه د خارجي ملاتړو پر ضد جنګيږي . دلته د سوات څخه د يوه عادی سړي کيسه را آخلم ، د سړي نوم مې په حافظه کې نه دی پاتې (بښنه غواړم ) داسې ليکي : « له پېښوره د کور پر خوا په ګاډي کی روان وم او د خپل کلی د هديرې سره می د خپلو کليوالو ډيری کسان له ګاډي وپيژندل ، وارخطا شوم چې خدايه خير ! بيا څه پيښه شوي ده ؟ سهار د تګ په وخت خو خير ، خيرت وو . له ګاډي کوز شوم ، زمونږ د کلی دوه افسران چې ويل يې نور يې په اردو کې کار پرېښود او ږيرې يې اوږدې کړې ، ناڅاپه له کلي ورک شول ، چا به ويل چې اختطاف شوي دي ، چا به ويل چې ممکن آی-اس-آی د ځانه سره د معمول مطابق وړي وي ، خو هيڅوک دقيق نه پوهيدل چې څه پېښ شول . دا افسران افغانستان ته د جهاد د پاره تللي وو ، ځکه چې کوم افسر د افغانستان جهاد ته ولاړ شی ، پاکستان بيا فوق العاده ترفيع ګانې ورکوي . اوس يې ددې افسرانو جسدونه راوړي دي او د کلی خلک يې ښخوي . نو ولی افغانانو په افغانستان کې زمونږ وروڼه ووژل ؟ »

 افغان ولس د پاکستانی مدرسو د ځانمرګو له لاسه او د طالبي تالي څټو د بريدونو د لاسه آزاده سا نه شی ايستلی او څلويښت کلن ناورين يې شمزۍ کږه کړي ده . افغان ولس د قرون وسطايي طالب واکمنی نه غواړي ، بلکې خپلو بچيانو ته نېکمرغه راتلونکي ، ښوونځی ، اوبه ، خواړه ، کور ، کالی او کار غواړي . افغان ولس د يوې منتخبې واکمنۍ وړ دي نه د خونخوارې آی –اس-آی د مزدورانو حقانی – هيبت الله د طالبی مذهبی انګيزيسيون  ! هغوی چې د انسانانو سرونه ريبي او د انسانانو په سرونو فوټبال کوي او هغوی چې ښځې سنګساروي .

 د ايدئولوژيک تفکر دا خوارکۍ اسير د پيړيو ، پيړيو اپين خورو او مزدورو تروريستانو کرم ته په هيله ناست دی او د طالبانو او آی-اس-آی ګډو پلتنو ته د « ملی مقاومت » نوم ورکوي او په هغې پورې يې د خپل نجات او خلاصون هيلې تړلي دي . نااميدي تر کومه بريده ؟ د هغو خوبونو عملي کوونکي چې سلګونه کالونه وروسته يې عملي کول په شک کې دي ، په يوويشتمه پيړۍ کې، بيرته منځنيو پيړيو ته لويږي . دې ته وايي لويدل او ذلت او دې ته وايي انحطاط !  فکری انحطاط د عملی انحطاط لامل ګرځي . ځکه دا فکر دی چې عمل رهبری کوي او عمل د فکر عينی تجسم دی . د يارانو طالبي موقف او له پاکستانی وينې تويوونکي ارتجاع او آی-اس-آی څخه په څنګ تيريدل د همدې فکري انحطاط محصول دي . نه پوهيږم چې دا ياران د تروريست طالب سره د کومې مکې پر خوا ځي ؟ خو دا جوته ده چې وژونکی طالب به خپلې مطلوبې مکې ته ورسي ، خو د طالب سره د يارانو د تګ لاره په يقيني ډول ترکستان ته تللی ده .

زما د ځوانۍ يار تر اوسه د ځوانی د خامو فکرونو اسير دی . د هماغه پنځو تاريخی دورو له چوکاټه د باندې ړوند ، کوڼ او ګونګ دی . زه د خپل يار له پاره غمجن او متأسف يم . کاشکې له پنځو تاريخی دورو يې لازم درسونه زده کړي وای ، زمونږ ټولې بدمرغۍ د خپلې ناپوهۍ د لاسه دي او بيا خپله ناپوهي پر علمي نړی ليد ور تاوان کوو . زه متأسف يم د هغو پاکو او ژمنو يارانو له پاره چې د خپل هيواد له پاره ګټه او زيان نه شي سنجولاي .

 طالب په يوويشتمه پيړۍ کې پر افغانستان د منځنيو پيړيو سياسی نظام تحميلوي . په کوم کې چې صحرايي محاکمې ، سنګسار ، په عام محضر کې په درو باندې د ښځو وهل د لاسونو او پښو پرې کول ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډله ايز قرون وسطايي وحشت او د عقايدو تفتيش يوه عادي چاره ده .

امريکايي « اشغال » د پرمختللی پانګوالی نظام استازيتوب کوي . همدغو طالب ډنډورچيانو او زما انتقاد کوونکو له جهادی-طالبی استبداد څخه ، د اشغالګرو امپرياليستی رژيمونو عدالت ته پناه راوړي ده . ځانونو، کورنيو او بچيانو ته امپرياليستی عدالت خوښوي ، خو خپل افغان بدمرغه ملت ته طالبی عدالت غواړي .

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي    خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

ددې مظلوم ملت د بزګرانو له چاودو پښو ، خولو او تڼاکو له برکته په اشغالګر او امپرياليستی يوروپ کې ناست «روشنفکر» د اروپا له خلوته د مولانا سميع الحق په شان د طالبي جهاد ، مقاومت او پاڅون فتواګانې صادروي. همدارنګه غواړي په افغان غميزه کې د پاکستان او آی-اس-آی نقش دوهمې ، دريمې درجې ته راټيټ کړي او پر ځای يې امريکا له دې امله د افغان غميزې اصلی لامل وبولي چې ګويا امريکا خپل پاکستاني مرئې ته امر کوي او پاکستاني مرئې هغه اجراء کوي . فرض محال که داسې وي ، نو بيا خو تر پاکستاني اشغاله امريکايي اشغال ښه دی . وايي : « ورکه دې شی وينځه چې د وينځې کالي مينځي » . نو ولې مونږ د آی-اس-آی او د طالب تر جغ لاندې د مرئې مرئيتوب وکړو ؟ هيڅ مرئيتوب هيڅ ډول توجيه نه لري ، خو د مريې مرئيتوب بيا دوه چنده توجيه نه لري .

همدارنګه په هيواد کې د ننه پر مطبوعاتو بريد کوي . د هيواد مطبوعات چې د طالبي ناتار تر زوال وروسته د نوي نظام له غوره لاس ته راوړنو څخه بلل کيږي ، نه د طالب-مجاهد د پاره د منلو وړ دي او نه د چپ نما يارانو له پاره . ځکه دا دواړه کتګورۍ د فکری تنوع او پلوراليزم دښمنان دي او د خپلو واکمنيو په مهال يې د مطبوعاتو ، فکر او بيان آزادۍ د آزادی غوښتونکو سره يو ځای په دار خيږولي وې .

 همدا تاسو اخته نه ياست ، څو خپل ملګري بيرته سره را ټول کړئ او په افغانستان کې له سره نوی سياسی ګوند جوړ کړئ ؟ ايا ستاسو نوی سياسی احتمالي ګوند به د هيواد د ننه د قوانينو په چوکاټ کې قانوني فعاليت کوي او که ستاسو په اصطلاح د « طالبانو د ملی مقاومت » ملاتړی او برخه به وي . که په رسمي ډول فعاليت کوي ، نو دا دولت او قوانين خو ستاسو په اصطلاح د «اشغال» محصول دي ، بيا نو ستاسو نوی ګوند هم ګوډاکۍ شو او ستاسو د نوي ګوند جوړونکي برخې هم رسمي ګوندونه دي ، دا نو تاسو د «اشغال له ذهنی غلامانو» سياسی ګوند جوړوئ که څنګه ؟ په هيواد کې دوه بهيره روان دي .

۱- طالبان د هغه تر شا پاکستان ، ايران ، روس ، تر يو حده ممکن چين ، داعش ، غير مسؤلې وسله والې ډلې او د هغو داخلی ملاتړي

۲- افغان دولت د هغه ملاتړي امريکا ، ناټو او د نړۍ نورلسګونه هيوادونه چې د تروريسم ، بنسټ پالنې ضد جګړه پر مخ بيايي .

په ژوره خواشينۍ سره ظاهرا داسې مالوميږي چې زما دغه ياران د لومړي بهير سره خواخوږي لري . افسوس! هزار افسوس ! تاسو ته خو د طالبانو ماهيت مالوم دی ، هيله لرم چې دريځ مو آګاهانه نه وي او د دقت او سمون چانس له لاسه وتلی نه وي .

که تاسو ته په هيواد کې ددې موکه وي چې د افغان قوانينو په چوکاټ کې قانونی مسالمت آميزه مبارزه وکړئ ، بيا خو نو له پاکستانی – طالبي اشغال نه امريکايي «اشغال» ښه دی که څه واياست ؟

ستاسو په خبره چې که انګريز او امريکا نه وي ، پاکستان به نه وي . نو چې پاکستان د امريکا غلام دی او طالب د پاکستان غلام دی او تاسو بيا د طالب غلامي کوئ له غلام په طاقت د درو نه خو عادی غلام  ښه دی . ښه يې ويلي دي چې « ورکه دې شي وينځه چې د وينخې کالي مينځي » .

زه خپل يار ته دومره وايم چې نه کورنی تربيت او نه سياسي اخلاق دا اجازه راکوي چې تاسو ته د چا د غلام نسبت وکړم ، خو ذهني غلام را ته هغه څوک ښکاري چې ذهنی استقلال نه لري خپل ګټه اوزيان نه شي سنجولای ، د ټاکلو چوکاټونو د باندې د تفکر قدرت ونه لري او لکه د قرآن حافظان يا روبات هغه څه وايي چې پر ذهن يې تحميل شوي وي . خو ستاسو د ډاډ او تسکين د پاره دومره وايم چې زه آپين خور نه يم . او هيڅکله به د هغو سره په لار ولاړ نه شم چې د جهاد په نوم يې د افغانانو ښځې غنيمت کړې او ماشومان يې مرئيان د ځانه سره بوتلل . هيڅکله به د هغو چا سره ولاړ نه شم چې آماني نهضت يې په وينو ډوب کړ او هيڅکله به د هغو چا سره ولاړ نه شم چې دا څلويښت کاله زما د ملت وينې د خدای ، پيغامبر او اسلام په نوم تويوي .  که څوک په دې پوهيږي او که نه پوهيږي ته بايد په دې پوه شې .زه نه د سميع الحق د طالبانو د پلار د شيطانی تفکر ذهنی غلام يم ، نه د عربي قاتلانو او نه د امريکا د امپرياليزم .

زه په ډاګه په منځني ختيځ کې د امريکا بی شرمه او بی حيا سياستونه چې د اسرائيلي سپين سترګي تېري تر شا ولاړ دي غندم . زه امريکا له دې امله غندم چې د خپلو اقتصادی موخو له پاره د نړی پر مخ د يوه بی ساري مذهبي فاشيستي سعودي رژيم تر څنګ ولاړه ده . زه امريکا له دې امله غندم چې د تروريست پاکستان سره تر اوسه د مدارا سياستونه تعقيبوي او زما مظلوم ملت ته وينو په قيمت تماميږي . زه د لاتيني امريکا د هيوادونو په داخلی چارو کې امريکا د بی شرمه مداخلو له امله په سختو ټکو غندم . همدارنګه د امريکا او ټولې نړي بې پروايي د يمن د مظلوم ملت په وړاندې چې سعودی ، پاکستانی او اماراتی تروريستانو د وينو حمام جوړ کړی دی په کلکه غندم . زه په نړۍ کې د ژوند د چاپيريال د ساتلو د اصولو څخه د امريکا سرغړاوي په سختو ټکو محکوموم . خو په افغانستان کې د طالب تروريستانو او نورو وحشيانو په وړاندې د امريکا دريځ ستايم او تر هغو به د امريکا د نظامي حضور تر شا ودريږم ، تر څو د آپين خورو وحشيانو غاښونه مات شوي نه وي او له داړلو عاجز شوي نه وي . ددې چارې په تر سره کيدو سره به زه که ژوندی وم  د په خپلو پښو ولاړ او په ځان بسيا  افغان ملت د ارادې سره بی چون و چرا د آخرين خارجی سرباز تر وتلو پورې ولاړ وم .

پای

Comments are closed.