وضعیت بدلون ته اړتیا لري

 

نوروهاب څپاند42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

په تیرو څه د پاسه څلورو لسیزو کې چې د جګړه زپلې افغانستان د سولي بهیر پيل شوی، جګړي زور اخیستی، د تیرې کوونکو ګاونډيانو او د هېواد په جګړه کې د ښکیلو جګړه مارو کړیو ناروا سیالیو او لاسوهنو زور موندلی. چې له ناوړه اغیزو یي د سولي بهیرونه ودریدلې او یا له مینځه تللې دي.د افغانستان د ستونزي سیاسي حل په موخه د ژنیو خبري اتري چې د ۱۹۸۸ م کال اپریل په ۱۴ مه د یوه تړون د لاسلیک کېدو لامل وګرځېد خو پلی نه شو څرګنده بیلګه بللی شو . اوس چې بیا د هېواد د سولي يو کاواکه هوکړه لیک له قابو دوه کاله چنو وهلو وروسته د ۲۰۲۰ م کال د فبروري په ۲۹ مه لاسلیک شو یوه بله بې بریا بیلګه بللی شو چې تاداو یي له لمړی ورځې کوږ ایښودل شوی او د پلي کېدو هیڅ ډاډ يي نشته. د سولي په دواړو بهیرونو کې د افغان حکومتونو او د جګړي اصلي غاړو استازو ته د خبرو اترو په میزونو کې د ګډون زمینه نه ده برابره شوي. ځکه د سولي په لمړي بهیر کې امریکا او د ړنګ شوروي استازو او د سولي په دویم بهیر کې امریکا او طالب مشرانو خبري اترو کې برخه لرله. د سولي په دواړو بهیرونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازو هڅه کړي چې که د افغانستان د دولتي او ټولنیز جوړښت د ویجاړیدو په بیه هم تمامیږي خپلي ګټي خوندي کړي. نو ځکه یي په افغانستان کې د سولي د راوستلو پر ځاي زموږ په خاوره کې ړنګ شوروي ته لینګته کیښوده چې په پایله کې شورویان په ژوبل ژور حالت کې ووتل او څه موده وروسته یي افغاني دولت نسکور کړو چې د ټولني د ژوند ټولې ادانې ورسره یو ځاي ونړیدي. د تیرې لوبې په تعقیب دا دی دویمه لوبه هم په ډيره ځيرکۍ روانه ده چې د افغانانو نسبتن ځان نیولی مشروع دولت، چې د هېواد د اساسي قانون پر ستنو بنا شوی او د ملګرو ملتونو په ګډون په نړۍ کې د ۷۰ په شاوخوا کې سیاسي استازولی لري او تازه یي د ولسمشرۍ ټاکنو له لاري ولسمشر غوره کړی دی، ونه توانیدو د دوحي په خبرو اترو کې شریک شي او د اړتیا له مخې د سولي په بهیر کې د افغانستان د پرګنو او بیلا بیلو قشرونو نظریي او غوښتنې د خبرو اترو په څو ګونو پړاونو کې مطرح کړي. د اریانتیا خبره دا چې یاغې طالب افغان مشروع واکمنې تر دې دمه په رسمیت نه پيژنې!!! غربې میډيا طالب د افغانستان په ۷۰ سلنه خاوره واکمن بولې، حال دا چې د ټولو ولایتونو او ځينو مهمو ولسوالیو مرکزونه چې لږ تر لږه ورکې د ۲۰ یا ۲۲ میلیونو په شاوخوا کې هېوادوال اوسیږي د دولت تر بشپړ یا قسمي کنټرول لاندې دي. هواي ډګرونه، بندرونه، لوي لاري په عمده ډول د دولت په لاس کې دي، خو بیا هم غربي، روسي، ایراني او پاکستاني میډيا طالبانو ته د زمري بریتونه ږدې او هغوي هڅوي چې په زور د افغانستان انتخابې حکومت راوپرزوي. په همدې موخه د دوحي په خبرو کې افغان حکومت څنډي ته ټيله شو ، د ولسمشرۍ له پاره ټاکنې ناممکنې وبلل شوي، کله چې د یو لړ کوښښونو په لړ کې ټاکنې وشوي خو په لوي لاس د ولسمشرۍ د دوه تحلیفونو مراسم نیول وهڅول شول. له دې وروسته د جوړجاړیو په داسې بڼو زور راوړل شو چې د بهرنیو لاسوهنو له پاره مساعدې لاري پرانیزي. د مرستو لږولو او د موازې حرکتونو تشویقولو په څنګ کې، طالبانو ته شین چراغ ورکړل شو څو د ډيرو پيچلو بریدونو په تر سره کولو سره د افغانستان خلک او حکومت ته ګواښ وکړي چې که نیولي موضع بدله نه کړي له نورو بیرحمه یرغلونو سره هم مخامخ کېدلی شي. دغه ناوړه وضعیت او د هغې د مجریانو په وړاندي د سولي بهیر د کږې سمت نیونې له پيله بیا تر وروستیو ګواښونو پوري په ټولنیزو رسنیو کې د هېواد خلکو په تیره بیا هېوادنیو او ډموکراټيکو سیاسي، فرهنګي او اجتماعي ټولنو سخت او هر اړخیز غبرګونونه وښودل. د غبرګونونو ډيره مهمې بیلګې د مشورتې لوي جرګي، د دیني عالمانو او ښځو د مشورتې جرګو او نورو  ناستو جوړیدل یادولی شو چې د سولي بهیر په ډيرو خطيرو شیبو کې یي حکومت ته د خلکو په استازولی مهمې مشوري او سپارښتنې وړاندې کړي او همدارنګه ډيرئ خلکو په ځانګړې توګه روڼ اندو په رسنیو کې د سولي بهیر د مخته وړونکو په اصلي لو بغاړو داسې ګوت نیونې وکړي چې ځينو شیبو کې یي هغوي شاته تګ ته مجبور کړل تر څو هر څه د طالب او امریکا په خوښه نه بلکه لږ تر لږه د سولي په کار کې د خلکو وړاندیزونه هم په نظر کې ونیول شي. که څه هم چې ټاکنې وشوي، ټاکلی ولسمشر مالوم شو خو په دولت کې د واک د موازې مرکزونو شتون د پایښت او په ټوله کې د واک د یوه داسې مثلث له پاره هڅه روانه وه چې یوه څوکه يي په حکومت، بله څوکه یي د چا خبره د حکومت په اپوزیسیون او دریمه څوکه یي په طالب ډکه کړي. په اوږده واټن کې په طبیعي توګه د داسې یو مثلث په چوکاټ کې ګډ حکومت به ډیر کمزوری، د ستونزو ډک او د تصمیم نیولو قابلیت نه لرونکی وي. که څه هم چې د ارګ او سپيدار تر منځ موافقې دا سناریو لږ شاته کړه خو په ټولیزه توګه خطر له مینځه نه دی تللی. که د امریکا طالبانو هوکړي د پلې کولو له پاره سپيدار د خلیلزاد په پل ګام په ګام مخته ولاړ شي، د خلکو وړاندیزونو ته شا شي، د ارګ هڅو ته د ارزښت په سترګو ونه ګوري، د طالبانو په خپلسریو غوږونه کاڼه کړي، لیري نه ده چې د طالب او سپيدار په نږدې کېدو چې د امریکا پاکستان، ایران او روسییي غوښتنه هم ده حکومت یو وارې بیا څنډي ته ټيل وهل شي او د پورته یاد شوي مثلث په چوکاټ کې کمزوری حکومت د افغانستان په خلکو وتپل شي! د امریکا طالبانو د خبرو اترو له پيل څخه بیا تر اوسه دهېواد خلکو، په تیره بیا وطنپالونکو مدني، سیاسي ټولنو ، اغیز لرونکو شخصیتونو او په حکومت کې ملتپاله سمت لرونکې برخې د ولسمشر په ګډون ښه زور اچولی چې د سولي بهیر سالمه سمت نیونه وکړي. دمګړۍ یو ځلې بیا داسې شیبه رامنځته شوي چې د افغانستان خلک په ځانګړي توګه هېوادنې روڼ اندي، حکومت د امریکا طالبانو هوکړي پلې کېدو ته د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې کار وکړي. اجازه ورنه کړي په هوکړه کې امریکا، ایران، روسییه خاصتن پاکستان د اجاره شوي طالب، داعش په شتون کې ګټه وکړي او افغانستان په نوي مصیبت ګرفتار شي. که هر څومره هېوادنې مدني سیاسي نهادونه او شخصیتونه ځانګړې ګټې یوي خوا ته کړي، په حکومت او نړیواله ټولنه زور راوړي چې د طالبانو سره جوړ جاړی یوازې د افغانانو د ملي ګټو په چوکاټ کې وشي، موږ له هغې سیمه ایزي او نړیوالي سناریو خلاصون مومو چې د افغانانو او د هغوي د هېواد د تضعیف په موخه لا له وړاندې جوړه او پلې کېدو ته وړاندې کېدونکې ده.

افغانستان د بریتانیا د ځمکنې مساحت درې چنده لوي هېواد دی، خو نفوس یي بیا د دې هېواد نیمایي برخه جوړوي. د وروستیو احصائيو له مخې افغانان ستراتیژيکه او شتمنه جغرافیه لري. که زموږ هېوادوال پریښودل شي چې په خپلو امکاناتو متکې او ودان هېواد ولري، لیرې نه ده چې په یوه یا دوه لسیزو کې خپلې ستونزي هوارولی شي. خو بهرنۍ لاسوهنې، د مداخلې د امسا په توګه د کورنیو زورواکو او مافیا شتون ، د خلکو وروسته پاتېوالې او د دموکراتیکو وطنپالونکو ځواکونو انقطاب زمینه برابره کړي چې افغانان تر دې کچې محتاج شي، چې هر سهار د ترمپ د ټویټونو پر بنسټ د خپل ژوند او هېواد د وړاندې بیولو څرنګوالی وټاکې!!! دا هیڅکله او په هیڅ ډول د زغم وړ نه ده! ملک زما واک یي د بل!! شته زما خو دویشولو واک یي د بل!!

دلته دی چې په افغانستان کې قیامت جوړ دی، د انسانانو د وژلو څخه نیولې بیا د بنیادونو تر ورانولو پورې یوه ستره توطيه روانه ده. د امریکا طالب له هوکړه لیک وروسته چې کومه مرګ ژوبله تر دې دمه افغانانو ته اوښتې، څرګندوي چې په جګړه کې ښکیل هیڅ يوه خوا د افغانستان او افغانانو پروا نه لري، هره خوا د خپلو او یا د ملاتړو د ګټو د ساتلو په فکر کې دي.

له روان ناورین څخه د وتلو یوازنی لار دا ده چې، د یو مقدار زیان په منلو سره د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې د ټولو اوسیدونکو قومونو ، قشرونو ، ګروپونو تر منځ يووالی ټينګ شي او په خپلو زیرمو ژر تر ژره د متکې کېدو له پاره له ټولو وسایلو ګټه پورته شي او د احسان اچولو هغې لړۍ ته د پاې ټکی کیښودل شي چې د ستړو امریکایانو او غربیانو په بې محتوا ټویټونو کې له ورایه څرګندیږي.

په دې توګه د داسې یوې سترې موخې سرته رسېدو له پاره د اجماع رامنځته کوونې دنده د وطنپالونکو ځواکونو په اوږو ایښودل کیږي. هیله ده زموږ د ګوند د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند په ګډون ټول خیر اندیش او هېوادنې قوتونه په یوه لیکه کې د مطرح موخې د پلې کېدو له پاره سره یو موټی شي.

په دې توګه اوسنی کړکیچن وضعیت بدلون مومې او افغانستان د یوي روښانه راتلونکې په لور رهې کېدلی شي.

 

Comments are closed.