ولسشمر دوکتور غنی ته وړانديز

حکيم روان

 تاسو پوهيږئ چې له ټاکنو مخکې امريکا ، پاکستان ، ايران ، روس او په هغو پورې تړلو ډلو ټپلو، سولې ته د اولويت تر نوم لاندې د ټاکنو مخالفت وکړ. عبدالله عبدالله يو له هغو کسانو وو چې د ټاکنو په مخالفت کې تر نورو پيشتاز وو . عمران خان د مؤقت حکومت طرحه وکړه ، عبدالله عبدالله ، کرزی او طالبانو په ګډه سره د عمران خان غږ بدرګه کړ، خو د افغان دولت د سخت غبرګون سره مخامخ شوه . د بهرنيانو او د هغو د ګوډاکيانو موخه د ټاکنو د مخنيوي څخه دا وه چې د طالبانو سره د مذاکراتو ميز ته د «ملی وحدت» ملی ضد او پاشلی حکومت کېنوي او په دې ډول لوبه د امريکا-طالبانو او پاکستان په ګټه تمامه شی . کله چې ټاکنې ستاسو د ټينګار په پايله کې رامنځته شوې ، تاسو به ويل چې د ټاکنو ګټونکی ته به مبارکی ورکړئ ، خو عبدالله عبدالله له هماغه لومړی شيبې ويل چې که ټاکنې بل ګټونکی ولری ، د ده د پاره د منلو نه دی . د ټاکنو د پروسې د ټکني کيدو د پاره د «ثبات او همپالنې» ټيم ډېر خنډونه را منځته کړل. د ټاکنو کميسيون ، تاسو او آن د ملګرو ملتو استازي يې هم په مداخله تورن کړل ، تر څو د پلان مطابق د ټاکنو د پايلو نه منلو ته پلمې جوړې کړي . په پای کې د ټاکنو کميسيون د رايو د اعلان په درشل کې ددې ډلې له خوا د ټولو ملی او نړيوالو منل شوو اصولو پر خلاف تر مرګونو ګواښونو لاندې راغئ . خو د ټاکنو کميسيون افغانی همت او ميړانه د لاسه ورنکړل او د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پايلې يې له ګواښونو په ډکه فضا کې اعلان کړې . په دې ډول د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان د افغان ملت د نه ماتيدونکی ارادې سره مخامخ شول . په نږدې ورځو کې د روس د خارجه چارو وزيرې ماريا زاخارووا وويل چې : « امريکائيانو زمونږ سره د ژمنې خلاف د افغان ټاکنو پايلې ومنلی او د دوکتور غنی بريا يې په رسميت وپيژانده ». په خواشينۍ سره بايد وويل شی چې د نړئ د ډېرۍ هېوادونو له خوا ستاسو د بريا د منلو سره سره په دې ناروا زور اچول کيږي چې د « نه منلو اتلان » بايد د هېواد د ملی لوړو مصالحو پر خلاف پر ملی واکمنۍ وتپل شی . دا لړۍ تر هغه بريده پر مخ ځي چې افغان دولت په مختلفو ډولونو ګواښل کيږي . د ايران د خارجه وزارت ځانګړی استازی هغه وخت افغانستان ته سفر کوي چې د روس او ايران نيابتی ډلې د ويش پر سر د اختلافاتو ښکار کيږي . د «افغانستان نوی مالک» ښاغلی طاهريان ( د افغانستان زوړ مالک قاسم سليمانی د ترور په اور کې لولپه شو ) خپل نوکران يووالی ته راوبلل ، تر څو د دوی په مرسته د افغان ملت اراده د ايرانی ملت د ارادې په څېرغوبل کړي . داسې ښکاري چې د سيمې مداخله ګر هيوادونه او زبرځواکونه غواړي ، له ټولو ممکنو لارو خپلې نيابتی ډلې په افغانستان کې واک ته ورسوي . د سولې له پاره مشورتی لويه جرګه چې ستاسو په نوښت راوغوښتل شوه ، د افغان ملت اراده يې داسې وځلوله چې د ټولو شوپرکو او ګوډاکيانو سترګې يې ړندې کړې او زمونږ د وياړلی تاريخ ځلانده پاڼه يې جوړه کړه . په دې ستونزمنو شرايطو کې ټول وطن پالونکی افغانان د پردو ارادو په وړاندې ستاسو د پرې دريځ او مقاومت ستاينه کوي او ستاسو تر شا په ټول ځواک سره ولاړ دي ، خو که د مفسدينو توطئې ګواښونکی کيږي ، وړانديز دا دی چې د سولې له پاره د مشورتی لوئي جرګې په څېرد افغان ملت استازی لويه جرګه راوغوښتل شی او د ټولو پټو او بربنډو افغانی ضد معاملو انځور يې مخې ته کېښودل شی . پرېږده چې د سيمې او نړۍ شيطانی کړۍ او په هغو پورې تړلی داخلی ګوډاکيان د خلکو د نېغ په نېغه ارادې سره مخامخ شی او زمونږ د تاريخ يوه بله زرينه پاڼه پرانستل شی . له موکې په استفادې سره غواړم پر ټولو وطن پالونکو ، افغان ميړنی ولس ، د ښارونو او کليو پر اوسيدونکو، د هيواد د غرو رغو او سردرو پر زمريانو ، زمونږ د تاريخی او وياړلی هيواد افغانستان پر زړورو مدافعينو غږ وکړم چې د رښتينی سولې ، د هيواد د ژغورنې او خپل سپين ږيري ولسمشر څخه د دفاع مورچل ته وخيږي او پرې نږدي چې د پردو او د هغو د داخلی ګوډاکيانو خائينانه دسيسې عملی شی . ژوندئ او سرلوړی دې وي افغانستان !

Comments are closed.