ولسمشرېزې ټاکنې او په اړه یې د ولس سیاسي پوخ والی

 

 د ځوانې او تنکۍدموکراسۍ تر چتر لاندې دا د ولسمشریزو ټاکنو څلورم وار دی . له نیکه مرغه په تېرو پارلماني ټاکنو کې، زموږ ګران ولس په تېره ځوان قشر ، لوستي  تحصیل یافته منورینو ، پوهانو، دیني عالمانو  ، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو؛ خپل بشپر سیاسي پوخوالی ، بلاغت او درایت ښکاره کړ . په یوه خبره ؛ جنګي ‌‌‌‌‌‌ډلو _ ټپلو ، جنګسالارانو ،غاصبینو ، غلو ، قاتلینو، جاسوسانو ، وطن پلورونکو ، معامله ګرو، دیني ، مذهبي ، قومي، ژبني او محلي ټيکه دارانو مخونو ته یې لاړې تو کړل او یو _ یو یې دېواله ته ودرول !!جالبه ده؛ هغو رټل شوو، بیا هم د عبرت درس وانه خېست او د یوه شرم د پاسه یې، بل شرم ته را ودانګل . سره له دې چې ولس د خپل کلي او کور دروازې پرې بندې کړې ، خو دا احمقان بیا هم ټينګار کوي ،چې په اصطلاح ( زموږ آسان د خان کره ) وتړئ !!وتلي دیپلومات شاغلي خلیل زاد ، د ولس له دې سیاسي پوخوالي علمي او منطقي جاج اخېستی، چې ویلې یې دي: اوس ولس راویښ شوی ؛ خپل پټ او ښکاره دښمنان او دهغو  تالي څټي (د لسټوني ) ماران ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه پېژندلي هوکې ،په خواشینۍ سره چې  څو  پلا یې خپلې امساوې ورکې کړې، خو  خدا ج مه کړه که ځينو بیا هم ورکې کړې ، نو د شاعر په دې کلام :(ما مې په خپله ځانه وژلی ملامت خپله یاوس نو چې هر څه راته وایې د تهمت خپله یم ) ، په خپل لاس به هم ځان او هم خپل ټول نیم ژبله ولس ووخدایه  پاکه ! دا مظلوم او معصوم ولس نور هیڅکله  هم پړ او مړ  نهزما قدرمنو هېواد والو ، د هغو کسانو د تېري ، تجاوز ، چور ، چپاول ، غصب او غارت …له لاسه چې دې مظلوم ولس په پرله پسې ‌‌‌‌‌‌ډول چېغې او کوکارې وهلې او اوس په دې درې _ څلورو کلونو کې، په نیسبي ډول د سکون ، آمن ، ترقي او تعالی په درشل کې، مازې سا اخلي، هیلې او امیدونه یې یو څه را ټوکېدلي دي؛هغو ناولو یو ځل بیا د ۹۱او ۹۲ کلونو د وحشیانه او زړه بږنوونکو  صحنو د زېږون  (جبل السراج ) هغه کثیفه ، بدنامه او دتاریخ تر ټولو شرمېدلې لوظنامه، دا پلا د حنیف خان اتمر سره لاس لهمدا شان ددې ننګینې لوظنامې تر څنګ دوه  درې نورې لوظنامې هم لاس لیک شوي دي … که خدای ج مه کړه دا پلا د دا دومره څرګندو مدارکو او شواهدو سره  سره ، بیا هم زموږ پښې وخوېدې ؛ نو دا ځل به د خلاصون هیڅ چانس نه په سیاست کې یوه اصطلاح ده (په دې بنسټ له خپل غیور اما ټپي _ ټپي ولسه مې کلکه غوښتنه ده ، چې دا پلا په هیڅ صورت د ناولو،  ځان پلورونکو او وطن پلورونکو د ټچې داسې ده ، نو د خلاصون او ژغورنۍ لاره کومه ده !؟ د یوه اوپراتیفي او مسلکي افسر په توګه زما نظر دادی : یقینأ چې ددې ناولو او شرمېدلو کړیو، ددوئ د شریرو او مفتینو ملاتړو  د سترګو اغزی ، وطن سره د لیونۍ مینې خاوند ولسمشر اشرف غني د هېواد د هر اړخیزې ودې له پاره سیالۍ او سرښندنه کې ولاړ شخصیت له پامه غورځول به نه جبرانېدونکې تېروتنه وي !! زما په نظر که موقه له لاسه ورنه کړ شي او ملاتړ یې وشي ، له افکارو او طرحو یې د هېواد په آبادۍ کې ګټه پورته شي د ټول افغانستان په مفاد تمامېږي . منم چې غني به هم په ټوله مانا خپلواک نه وي ، اسلاف یې هم خپلواک نه وه او اصلأ د وروسته پاته هېوادونو مشران په ټوله کې آزاد نه وي، خو په دې توپير چې، که ‌‌‌‌‌‌ډېرو تړلو مشرانو د خپلو ملاتړو له لاسه ورکولو وروسته په زمکه لوېدل، خو غني د هغوئ خلاف خپل وطن سره په زیاتې مینې داسې خلاق مشر راوتلی، چې له یوې خوا د وطن دفاع کوي او له بلې خوا د بسیاینې ، هوسابنې ، په خپلو امکاناتو د ودرېدنې افساوني نوښتونه  کوي ! د اسیا په اقتصادي محور ، دنړۍ په څلور لاري د افغانستان بدلول، ټاپي ، کاسا زر ، چابهار ، د لاجوردو لار، هوایي دهلیزونه، انترنیتي اسانتیاوې ، دسلما بند او نور بندونه، په لسها‌ؤ پروژې ، له وارداتي ژوندانه څخه صادراتي ژوند ته د افغانانو ټوپ ، جلغوزیو او زعفرانو په څېر د افغان بې نذیره تولیداتو معرفي د غني او د هغه د ټيم سره غوټه خوړلی !! دا نور خوران چې ځانونه مخالف ټيمونه معرفي کوي اصلآ د سیالۍ لږ امکانات هم په لاس کې نه لري !  د تېر په پرتله چې زه اوس د برتانیا په بازارونو کې د افغاني میوو او نورو تولیداتو بیلګې ګورم ؛ په افغانستان کې د بدلون نښې احساسوم او فکر کوم چې په تېرو (۱۸) کلونو کې یوازې د غني په حاکمیت کې افغانستان په بېلا بېلو برخو کې نړۍ ته ورپېژندل کېږي او نړۍ وال هم د افغانستان په باب مثبت ذهنیت اخلي . دا وضعیت په طبیعي ‌‌‌‌‌‌ډول جګړه مارې ‌‌‌‌‌‌او مفسدې کړۍ په هېواد کې تحریکوي ، هغوئ سبوتاژ ته زور ورکوي ، ناوړه تبلیغات کوي ، د خپلو ازمندانه ګټو د دفاع په موخه دولت او خلک ننګوي ! هغوئ دپيشو په وجود کې د داړونکي ځناور پېښې کوي . خپله هم وېرېږي ، خو یوازې خلک په خپل مجازي ځواک  د شک او تردید سره مخامخ کوي او د نهایت مایوسۍ په حالت کې خولې لګوي . که په داسې حالت کې ددې جانیانو په ګټه یوه وړه تېر وتنه هم وشي غمیزه زېږوي او ناتار رامنځته کوي !! د لا وضاحت په موخه پرون ولسمشر غني هم  د نوم لیکنې په مهال د روان حالت نچوړ خپل په پای کې دزړه له درده باید دومره وایم ، چې د مرګ او ژوند ؛ دمخلص او مفسد ؛ د خادم اوخائين سوال دی . دې پوښتتې ته د ځواب انتخاب  تته لا پرونور سپوږمۍ ته ځي دی. ستا په برخه داسې ژوند دی چې نور ټول

ترې ګرېزان دی.ستا په مخ کې لاخره وینم ستا رفتار که همدغه وي خره به وخاندي درباندې

اسماعيل غرنی

Comments are closed.