ټاکني د جهادي ټېکدارانو مقام غوښتنې

 

m agha (2)د ۱۳۹۷ ل کال پر ۱۵ نېټه :

داوږده ځنډ وروسته دافغان حکومت او بهرنيو نړېوالو په ملتېا د ولسي جرگې او ولسواليوشورا گانو له پاره د د نوم لېکنې بهير پېل شو د ټاکنو د کميسون د رپوټ له مخې تر اوسه نه ميلونو تنو نوم لېکنه کړي، اوس د جهاد مشرانوته  اندېښنه راپورته شوه داسی مالوميږي چی په نوم لړ کي ددوی پلويانو فيصدي کمه ده يا دوی ته د تقلب کولو چانس کم دی  فورا يې په ناستو کې د ټاکنو پر بهير نيوکې پېل کړې اودا ټوله پروسه ددوی له نظره باطل وگڼل شوه اود باي ميتريک غوښتنه ېي وکړه.

اوله پوښتنه د برښنايي تذکرو له پاره همدغه ښاغلو خنډونه نه دي اچولي دافغان اواسلام د کلېمې سره جوت مخالفتونه نه دي شوي؟

دويمه پوښتنه :ايا دا ممکين ده چی دوی هر څه له سره بيا غواړي؟

 دريم : داسی گوندونه چی ځانونه د هر څه خاوندان واکمنان بولي  سياسي گوندونو نوم پر ځانو ږدي ايا واقعا دوی داساسي قانون مطابق سياسي رسمي سياسي  گوندونه دي؟

۴: په رښتېا دا گوندونه ددموکراسی پر اصولو ولاړ سياست کوي؟

زما له انده دا پورته ټولې پوښتنې چی سمې ځواب شي دا کټگوري گوندونه د قانون اواوسني نظامي سياسي حالت سره سمون نه لري دا په دی ما نا چی دوی تر اوسه نظامي پراخه وسلوالی ډلگې لري دوی د ملي منافعو خلاف د خلکو زورونه کوي، دوی تل د خپلو ځانونو، ډلو تنظيمونو له  پاره ځانگړي  امتيازات غواړي ،څوکې غواړي او هر څه د ځان له پاره روا اودبل حقونو پايمالوي.

دديموکراسی اصول خودادي چی دوی په ارامه فضا کې دخلکو سره ليدنې وکړی د زور او زر په واسطه نه بلکې د ازادو رايو په واسطه خپل استازي ولسي جرگې او ولسواليو شورا گانو ته وټاکي.

شته په هېواد کې سياسي ملي مطرح گوندونه چی نه پوځي ځواک نه زور او نه زر لري په دموکراسی او ولسونو ټينگ باور لري که د همدغو ټوپکسالارانو د زور او زرو ويره نه وي دوی به خپل استازي په مېړانه بريالي او پارلمان ته راولي مستقل شخصيتونه ملي هوډمن پر هيواد او خلک مين نوماندان هم شته چی تر تنظيمي کړيو سل ځله بهتر ه دي.داسی نوماندان پکې شته  ولسونو ته يې خپله تگلوري وړاندې کړي ولی ولسونه نور د چا په زور او زر باور مند نه دي دا ځل هغه چا ته رايه ور کوي چی ملي ژمنتېا ولري اود ولس له پاره د يو خادم او رښتني چوپړ هوډی يې کړی دا ځل چانس او بری د ملي وطنپرستو نوماندانو له پاره زيات ليدل کيږي .

م کوچی

Comments are closed.