ټولټاکنې، موقت حکومت او که عنعنوي لویه جرګه

 

د هېواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د وږي میاشت په دوهمه، امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې وویل، د دې کمیسیون د شمېرنو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا نهه میلیونه رايي ورکوونکو خپل نمونه ثبت کړي دي.

البته څه مهال مخکې د دې کمیسیون لخوا د روان کال د تلې میاشت ۲۸ مه، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکل شوې چې تیاریانې ورته په بیړه تر لاس لاندې ښکاري.

په یوه بل ورته اقدام کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ کال د وري میاشت ۳۱ مه ټاکلې چې ټاکنو ته د چمتووالي ترڅنګ، د ټولټاکنو لپاره د مرکزي حکومت اراده او ژمنه بیانوي.

په همدې تړاو، یوه پرانیستې خبري غونډه کې د کابل نیوز تلویزیون خبریال مجیب احساس، له ولسمشر اشرف غني وپوښتل، حالاتو ته په پام ویل کیږي ښای راتلونکي کال کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ونه شي او د واک لیږد لپاره  کوم بل بدیل، لکه لویه جرګه راوغښتل شي. خو ولسمشر يی ځواب کې په زغرده وویل چې حکومت د هېواد اساسي قانون په پلیتوب او هغه ته په درنښت ټولټاکنو ته ژمن دی او بل هیڅ بدیل د ټاکنو ځای نه شي نېولای او خامخا به د ولسمشرۍ ټولټاکنې کیږي.

دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هڅو او ژمنو او بلخوا د ټاکنو لپاره د مرکزي حکومت د یادو څرګندونو سره سره، ځینې کړۍ او اشخاص د ټولټاکنو پرځای د موقت حکومت او یا د عنعنوي لويی جرګې د رابللو ډنډوره خپروی، پوښتنه پیداکیږي داسې اشخاص او کړۍ څوک دي؟ ایا د دوی داسې غوښتنې د اساسي قانون سره په ټکر کې نه دي او بلاخره ایا دوی په پای کې د ټولټاکنو مخه نه نیسي او هېواد کې د ګډوډۍ او انارشۍ د ادامې لپاره لار پرانیستې ساتل نه غواړي؟

له بده مرغه، د دغو کړیو په سر کې چې د ټولټاکنو مخه نیسي، د هغو په وړاندې چلوټې جوړوي او د موقت حکومت ترانه غږوی په اسلامي جمعیت کې څو معلوم الحال کسان او د دوی نورهمګټې بلل کیږي، خو بلخوا د عنعنوي جرګې د رابللو سندره بیا پخواني ولسمشر حامد کرزی او پر ده راغونډ څلویښت تنه غله سرکوي چې هممهال هڅه کوي د جمعیتي لنډه غرو څخه په سیالۍ کې وروسته پاتې نه شي!

د اسد الله شریفي په نوم یو تن چې له مزاره يي ځان ولسي جرګې ته نومولی او د شکایاتو کمیسیون يي ولسي جرګې ته د نااهلۍ په وجه غوښتنه رد کړی، د اسلامي جمعیت د اجراییه رییس عطا محمد نور لخوا په شا ټپول کیږي، بیا د هغه په هڅونه په  اصطلاح په یوه مدني لاریون! کې د کابل ــ مزار ولسی لار بنده وي، وروسته يي د لېدنې او شاباس لپاره د مزار خلم ولسوالۍ ته ورځی او هلته مرکزي حکومت ته په ګواښ سره وايي« که اسدالله شریفي بیرته د نوماندانو لیست کې شامل نه شي، پر کابل به وارداتي بریښنا پرې کړي»

خبره دلته پای ته هم نه رسیږي، عطا نور د ځینو نورو کسانو لکه، فوزیه کوفي، غلام سخی نوید، قیس احسن، جاوید زمان او اصف عظیمي په اړه هم چې غوښتنې يي د ولسي جرګې د نوماندانو پتوګه رد شوی، په ملاتړ کې وايي که چیري دا کسان بیرته په لیست کې ونه نېول شي، د هغه (عطا نور) په اند ټاکنې به رڼې نه وي او په دې حالت کې به د موقت حکومت لپاره مټې رابډ وهي.

په کندهار کې، عطا نور ته ورته یو بل لنډه غر، سید جان خاکریزوال چې هممهال د کندهار د ولایتي شورا مشر هم دی، د موقت حکومت ګوتڅنډنه کوي. له هغه ځایه چې نوموړی د ټاکنو له لارې په واک کې خپله راتلونکي خړه ویني، چا غوږ کې ورته ویلي، چې ته هم د موقت حکومت سندره راتوده کړه.

څو ورځې وړاندې یونس قانوني د حراثت او ثبات په نوم شورا کې هم ویلي ول چې ولسمشر او اجراییه رییس دې تر وخت مخکې له واکه ګوښه شي او موقت حکومت دې جوړ شي.

د واک بدلون هغه هم یوازې د ټاکنو له لارې، د ولسمشر په ګډون د هیڅ شخص یا ډلې په پریکړې یا لورنې پورې اړه نه لري، بلکې دا د اساسي قانون غوښتنه ده چې بل بدیل نه لري او هېڅوک يي د بدلون حق هم نه لري.

موقت حکومت او یا د عنعنوي لويي جرګې له لارې د واک بدلون د هېواد د اساسي قانون سره څرګند ټکر دی. د ټولټاکنو پرته، د واک د بدلون نورې لارې د مرکزي حکومت د پیاوړتیا پرځای، د واک بېلا بېلو ټاپوګانو ته لار اواروي او د زړو تجربو بې ضرورته تکرار دی.

هغوی چې د زړو لارو بیا تکرار ته پنا وړي، یوازې د ځان په غم کې دي او غواړې په داسې لارو د ټولنې د پرمختګ مخه ډب کړي!

د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی

Comments are closed.