پاکستاند طالب سره په دروازه وځيله داعش سره په کړکې راننوځي

حکيم روان

هغه دولتونه چې د خپلو ګټو له پاره ښه لرليد لري ، تل د موجودو امکاناتو څخه د استفادې تر څنګ د مبادا له پاره په مختلفو نورو بديلونو هم کار کوي .

شورويانو د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال د خپلو اوږد مهاله ګټو د پاره د مجاهد « ملی اتل » احمدشاه مسعود سره د راتلونکی بديل په توګه اړيکې ټينګې کړې . کله چې روسان پوه شول چې ددوی ګټې نور د دوی د پخوانيو دوستانو په وجود کې نه ساتل کيږي ، نود دوکتور نجيب الله د واکمنۍ د راغورځيدو او تعويض له پاره يې له احمدشاه مسعود ، دوستم، ايران پلوه محقق او خپلو نورو نوکرانو څخه ګټه پورته کړه .

پاکستان د ۴۰ کلنې افغان غميزې څخه دومره وپړسيده ، چې ټوله نړئ يې د کمونيزم د ګواښ په اوتو بوتو تر ننه د ولسمشر ټرامپ په خبره لکه احمقان د ځان او خپلو تروريستی شبکو په ګټه استعمال کړه . ملياردونه ډالر يې د خپلی فاشيستی اردو د تقويت او تروريستی شبکو د پراختيا له پاره ترې وزبيښل ، تر څو احمقان خبريدل ، کار تر کاره تېر وو.

اوس بايد غربيان د پاکستان سره له دې امله مرسته وکړي چې « اتومی پاکستان د ترهګرو لاس ته ورنه شی » ، « د ترهګرو د ځپلو د پاره » ، « د واکمنۍ د استحکام او ثبات له پاره »…… دا په داسې حال کې ده چې آی-اس-آی شپږکلنو او اوه کلنو ماشومانو ته په ديني مدرسو کې د مغزو مينځلو تر څنګ د وسلو استعمال ور زده کوي او د تروريستی شبکو د پراختيا کار په درز سره پر مخ بيايي.

پاکستان خپله طالبي پروژه د معاملې مارکيټ ته وړاندې کوي ، له وړاندې يې ملياردونه پې وګټل ، خو د طالبانو بديل «داعش» د بازۍ ډګر ته ننباسي .

آی-اس-آی وار د مخه د طالبانو د بديل په توګه د افغانستان د پاره د «امت» ورځپاڼې په شهادت ، د لشکر جنګهوي ، جماعت الاحرار ، احرارالهند ، چيچني او ازبکی عناصرو څخه چې د تروريستی مهارتونو د خپلولو له پاره پاکستان ته راغلی وو ، داعش جوړ کړی دی .

پاکستان غواړي له طالبانو سره په دروازه ووځي ، خو د داعش سره بيرته په کړکی راننوځي . د پاکستان په موجوديت کې سوله هومره ساده هم نه ده لکه ځينې ساده زړي خلک چې فکر کوي . خو د افغان ضد جګړې هره کړۍ چې د جنګ له ډګره وځي او سولې ته مخه کوي ، دا د خير خبره ده .

پاکستان د سلګونو تروريستی ډلو کوربه هيواد دی . نه يواځې افغانستان ، بلکې هره لحظه د نړي هر هېواد د خپلو ګټو له پاره د تروريستی بريدونو موخه ګرځولی شي . د سعودی وليعهد د راتګ او رضايت د پاره يې پر ايران جيش العدل ور مارش کړ، او پر هند جيش محمد . پاکستان د تروريستی جيشونو او لښکرو هېواد دی ( لشکر جنګهوی ، لشکر طيبه ، سپاه صحابه ….) . د پاکستان ټوله سياسی او نظامی دستګاه بالقوه تروريستان دي .

پاکستان پر طالب ، داعش او نورو زرګونو تروريستانو برسېره د افغانستان د ننه ګلبدين حکمتيار لري . حکمتيار له عمران خان د مخه وويل چې که هند پر پاکستان بريد وکړي ، مونږ به د پاکستان دفاع وکړو . څلوېښت کاله ګلبدين د پاکستان د دفاع له پاره د افغانانو وينې توی کړې اوس تيار دی چې د پاکستان د دفاع له پاره د هندوانو وينې تويې کړي . دې ته وايي وفادار نوکر!

ددې له پاره چې طالبان د آی-اس-آی د لارښونو او ملاتړ سره سره په مذاکراتو کې ځانونه ګوښي او يواځې احساس نه کړي ، پرون د روان کال د فبروری په يوويشتمه ګلبدين حکمتيار د طالبانو ساز او آواز په دومره لوړ کرچ کې ونيول چې لاندې يې …. ورسره ولاړل . ګلبدين د طالبانو په شان افغان حکومت ګوډاکۍ وباله !!!

که افغان حکومت ګوډاکۍ وو نو بيا ګلبدين ګوډاکی ولی توافقنامه ورسره لاسليک کړه ؟ او که ګلبدين ګوډاکي ته دا کار روا وو ، بيا طالب ګوډاکي ته ولې ناروا دی ؟

د پاکستان شرميدليه نوکره ، د خپل مورنی وطن سوداګره ، د دين ناوليه دوکانداره ، ګل بې دينه حکمتياره !  لا هم  افغان وژنه بس نه ده ؟

جهادي او طالبي جګړې د ټولنې تر ټولو مظلوم پاړکي قربانۍ ته وړي . د حکمتيار زامن او لوڼه ، همدارنګه د ټولو جهادی او طالبی مشرانو زامن او لوڼه له جګړو په امن کې دي . خو د جګړې په دواړو خواؤ کې د ټولنې تر ټولو بی وسه او بی کسه انسانان وژل کيږي . دا جګړی شيطانی او لعنتی موخې او نيابتي ماهيت لري . نور بايد افغانان د پردو د پاره و نه وژل شي .

زه په کبرجنو نړيوالو د ټرامپ په خبره پر احمقانو غږ نه کوم ، هغوی به خپل کار کوي، خو د خپل  هيواد زامنو ته د ورورئ پيغام لرم :

نننۍ افغان ضد جګړه دوې خواوې لري :

–  يوه خوا طالبان او د هغوی داخلی خواخوږي لکه ګلبدين او خارجی ملاتړي ( پاکستان ، ايران ، روس ، چين ، عربی شيخان او نور)

–  بله خوا افغان حکومت د ولس په استازيتوب ، د هغه داخلی ملاتړي او خارجی متحدين لکه امريکا ، اروپا او نور .

د افغانستان رښتينو بچيانو ته ښايي چې توپيرونو ته په درناوی سره بايد د ملی اجماع په چوکاټ کې د افغان حکومت تر رهبرئ او چتر لاندې د طالبانو سره مذاکرات د پردو له يرغمله خلاص کړي او د ملی يووالی او پیوستون په مټ د افغانستان د لوړو ملی ګټو او ښيګڼو په لور کې وده اوانکشاف ورکړي .

فاعتبرو يا اولی الابصار

 

 

 

 

 

 

Comments are closed.