پاکستان د ډيورنډ کرښه ته د کرښې نوم ورکوي

محمدآقا کوچیمحمداقا کوچی

د«‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین» غیر شرعي او غیر قانوني معضلې څخه نږدی ۱۲۴ کاله تیریږي. د افغانستان دبعضې پو لو په تاکنه کی روسانو اود هغه وخت استعمار د خپل استعماری موخو دورستېو تگلارو د تحقق لپاره هم په کافی اندازه کار وکړ. د «‌‌‌‌‌ډیورنډ لاین ۱۹۹۳ ز .کال» په نامه تحمیلی شوې، اجباري، مبهمه، فرضي، له سره غیر مشروع (وویډ) او بیا د افغانستان د اوومې شورا دپرېکړی پر بنیاد منسوخه ( وویډ ابل ) کرښه د زمان په تېریدوسره د هغه باطل والی ورځ په ورځ ثابتیږي او د حقوقي او انساني له لحاظه خپل اهمیت له لاسه ورکوي.

خو په پښتو ژبه کې يو متل دی چی وايي اوبه په ډانگ نه بېليږي

،دا کرښه په تاريخي لحاظ د نړې لوی يرغلگر هېواد برتانېا لخوا دافغانستان پر خلکو تپل شوی ده ولی افغان ولسونو هيڅکله دا کرغېړنه پوله نه ده منلی که موږ دافغان انگريز ټول جنگونه  په تاريخي لحاظ لوستلي وي نو ټول ملت ته دا روښانه ده چی دپولی دواړو خواوو ميشتو اوسيدونکود نه جلاوالي اود خپل وطن دازادی لپاره څومره اتلولی ښودلي د بېلگې په توگه يوڅو ته لنډه اشاره کوم.

هېنريموټيمرديورنډ »ليکلي،

قبايل پاڅون کونکې خلک دي خو هيله منيم چی داځل تورغره  ته زموږ ور تلونکي  لښکری ډېری وپايږي او په دی هيله چی باجوړ او بونير هم کومه ورانکاري ونکړي اود وزيرو څخه د ماليی راټولولو وخت دی خو په څو مياشتو کې په سرحد کې اور بل شو.iemeg

په ۱۸۹۴زکال په چترال کې دانگريزانو د پوځ کلابندي او تباه کيدل،په ۱۸۹۷زکال دسوات دخلکو پاڅون ،دانگريزانو پر وړاندی د ملا سعدالله په مشری د مومندو جنگياليو په پښاورکې په هندوانو يرغل او بری. د شيملی په يوه غونډه کې د يوه ولسي مشر خبره د تاوده هرکلي سره مخامخ شوه چی ويلی داکسټ په ۲۳ انگريزانو ته شرمونکې خبر دخيبر په دره کې ور په برخه کړو دوی پوره ماته وخوړه.

په سلگونو بېلگې شته خو ما يو څو وليکلی داددی لپاره چی د پولی بندول دولسونو مخه نشي بنده ولی دوی خو اغزن تار پېل کړي خو که ولسونه بيدار شي دا غدار دښمن به ژر په گونډو شي د يو ملت جلاکيدل اسان کار نه دی.بېلگه تر دوهمې نړېوالی جگړی وروسته المان هم پر دوه برخو وويشل شو اود برلين مشهور د سمينټو ديوال جوړ شو خو کله چی المانيان سره يو شول ديوال په ۱۹۹۲زکال کې ړنگ شو او يو المان جوړ او بيا ورغول شو.

که دوی غواړي چی خپل ځان او خپل گاونډ له ترهگرو خلاص کړي د ترهگرو ځالی دی ړنگې کړي دوی دا پټ ځايونه خپله جوړ کړي دوی ته مالوم دي .

پاکستان پوځ او اي اس اي يوازی په دی پلمه دا نا مقدسه کرښه منل غواړي کله دروازی جوړوي او کله په ټول پاکستان کې پښتانه ځوروي ، خو زما په اند دوی خپل قبر په خپله ځانته کني .

Comments are closed.