پر پاکستان فشار ګلبدين غږوي

حکيم روان

په دې ورځو کې د افغانستان او شاوخوا سيمو سياسی او نظامی حالات د بدليدو په درشل کې دي . د افغانستان او جنوبی آسيا له پاره د امريکا د متحده ايالاتو ستراتيژی د خبرو او تبليغاتو له بريده اوړي او د عمل پړاؤ ته داخليږي .

پاکستان چې ټول عمر يې د نړۍ او نړيوالو د عامه ذهنيت سره د پيشو او موږک په لوبو وخت تېراوه ، داسی ښکاري چې د دې لوبو وخت پای ته رسيدلی دی . د لويديځوالو او په سر کې يې د ډونالد ټرامپ په خبره  د « امريکايي احمقانو » سرونه د پاکستانی شيطان په شيطنت او منافقت خلاص شول . پاکستان تل د مريې په نقش کې ډېر ښه اوريدونکی او منونکی غلام وو خو اوس د مريې څښتن ته پته ولګيده چې مريې يې غاښونه هم لري. امريکايي غټ سرو غوښتل ، پاکستانی مار په خپل جيب کی وساتي او د اړتيا په وخت کې ، د نورو د چيچلو له پاره له هغه ګټه پورته کړي . « احمقان » له دې غافل وو چې مار خپل څښتن هم چيچلی شي . دوی غوښتل چې سرماتوونکی واقعيتونه په رشوتونو ، خبرو او نصيحتونو ، منترو او جادو بدل کړي .

څوک په دې حقيقت نه پوهيدل چې د طالبانو او راز، راز تروريستی ډلو د تربيت او روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي ؟ کوم « احمق » تر اوسه په دې حقيقت نه پوهيږي چې تروريسم د پاکستان د بقاء او پايښت ستني ده ؟ له حقيقت نه انکار او سترګې پټول حقيقت له منځه نه وړي . له نېکه مرغه د پاکستان د تروريستی ماهيت په اړه امريکائي غټ سرو ته هم نور اغماض د منلو نه دی .

له دې امله امريکا غواړی خپل مريې پاکستان اطاعت ته وادار کړي ، کنه د هغه په وړاندې له بنديزونو نيولی د هر ډول تدابيرو د نيولو احتمال څوک نه شی ردولای . په غالب ګمان به امريکا له سعودی او اماراتو هم وغواړي چې پاکستان اطاعت ته وهڅوي، خو که د هغوی هم ونه مني نو امريکا به د خپلو مرستو د بنديدو تر څنګ ، پاکستان د خپلو عربی مريانو له مرستو هم محروم کړي . پاکستان چې تر ننه د يوه سوالګر په توګه ژوند کاوه ، نور به يې د خيرات سرچينې بندې شي . که څه هم پاکستان د امريکا د ويرولو له پاره د روس پښو ته ځان غورځوي ، خو امريکا پوهيږي چې روس د ځان سره مرسته نه شی کولای ، نو د پاکستان له ۲۰۹ مليونی ټولنې سره به څه مرسته وکړي؟

د پاکستان بله هيله چين دی . تجربو او ژوند ښودلي ده چې چين حتی د خپل ځان له پاره هم له مخامتيا ډډه کوي ، نو د پاکستان له پاره به هيڅکله هم خپل اقتصادی او نړيوال اړيکی قربانی نه کړي .

پاکستان خپلو تروريستی سياستونو په داخل او خارج کې د سختو او مرګونو ګواښونو سره مخامخ کړی دی . له دې امله اوبو په سر اخيستی پاکستان د نجات په هيله هر خس او خاشاک ته لاس اچوي . په دې ترڅ کې پاکستان د ګلبدين حکمتيار د خپلې سوزيدلی او بيکاره پرزې سره هم هيلې غوټه کړي دي . حکمتيار د خپل ولينعمت ( آی-اس-آی ) په دستور،  سهار او بيګاه غونډې جوړوي او هڅه کوي چې د پاکستاني بادار د رضايت له پاره د افغانستان د دولت او راتلونکو ټاکنو اعتبار تر سوال او پوښتنې لاندې راولي .

همدارنګه هيوادوالو به پام کړی وي ، کله چې د امريکا متحده ايالاتو پر ايران د خپلو بنديزونو د دوهم پړاؤ اعلان وکړ ، چې په نږدې راتلونکی کې به عملی شي او آخوندی رژيم با لا زيات د خپل مظلوم ولس د قهر او غضب سره مخامخ کړي، د ايران تالی څټو وار د واره د افغان او متحده ايالاتو پر نظامی توافقنامې د تجديد نظر غوښتنه را پورته کړه .

حکمتيار چې له دې پخوا يې ځان د ټاکنو اصلی داعيه لرونکی باله ، نن د پنجاب په فرمايش افغان ټاکنې د خارجی سفارتونو يو نمايش بولي . پاکستانی ټاکنې د آی-اس-آی او پاکستانی فاشيستی نظاميګرو او اجيرو قاتلانو نمايش نه بولي ، خو افغان ټاکنې د خارجی سفارتونو نمايش بولي . حکمتيار وايي : « په ټاکنو کې وړونکی او بايلودونکی به نه د ټاکنو کميسيون او نه د رايو صندوقونه ، بلکی ځواکمنی خارجی کړۍ ټاکی » . د پاکستان ملاتړی ګلبدين حکمتيار دا بی شرمه څرګندونې په داسی حال کی کوي چې په ننګرهار ، هلمند او تخار کې د ټاکنو د کمپائن په موکه د حکمتيار ملګرو ، پاکستانی نوکرانو لس ګونه افغانان بيا ځکه په وينو ولمبول چې په ټاکنو کې برخه آخلي . حکمتيار هم خپله دنده نه ده هېره کړی او غواړي په خپلو زهرجنو تبليغاتو د ټاکنو پر ضد د پاکستانی موخو له پاره خپل دين اداء کړي . د دين سوداګر حکمتيار اوس د پاکستان د ګټو ټيکه داري هم  کوي .

اوس خو کوندې پته لګيدلي وي چې ټول وطن پلورونکی د يوه قماش څخه دي . طالب ته دنده سپارل شوي ده چې د وسلې په زور د ټاکنو مخه ونيسی ، ښاغلی حکمتيار مؤظف شوی تر څو له د ننه د ټاکنو اعتبار زيانمن کړي . عطا نور او محقق هم د ايران او روس په وړاندې خپل دين په ډيره وفادارۍ سره اداء کوی او د ټاکنو د کميسيونونو د دروازو د تړلو په موخه يې د تحصن خيمې ودرولې ، خدای او وس .  په دې کار کې چپ نمايان هم ځانونه کم نه بولي ،  افغان ټاکنې د حکمتيار په شان امپرياليستی نمايش بولي . ليدل کيږی چې ښۍ او کيڼې بنسټ پالنې سره خويندې دي .

که افغان ټاکنې د خارجي سفارتونو نمايش وي ، نو د اسلامی رهبر حکمتيار زوی ولې په دې نمايش کې برخه آخلي ؟ خان همدا کوي ، همدا !

له يوې خوا حزب اسلامی ، جمعيت اسلامی، جنبش اسلامی، وحدت اسلامی ، اتحاد اسلامی ، فساد اسلامی ، غصب اسلامی ، چاچاق اسلامی ، وطنفروشی اسلامی ، نوکری اسلامی په ښکاره د ټاکنو خلاف دي ، له بلې خوا خپل غلا شوي مليونونه مصرف کوي ، تر څو خپل نورچشمان ( راتلونکی نوکران او وطن پلورونکی ) د پردو خدمت ته تيار کړي او د خلکو د رښتينو استازو پر ځای د خلکو او وطن دښمنان پارلمان ته واستوي او په دې توګه په سياست او پارلمانی ټاکنو کی د خلکو مشارکت بې پايلو کړي . دوی په سياست کې د خلکو د ګډون دښمنان دي او غواړی سياسی واک ځانونو او وروسته خپلو اولادونو ته ميراثي کړي .

د ټاکنو سره د غلو ، لنډغرو ، داړه مارانو او پردو د نوکرانو دښمني او د دوی په واسطه د ټاکنواعتبار ته زيان رسول ، د ټاکنو د فوق العاده اهميت استازيتوب کوي .

مونږ باور لرو چې تيرې ، اوسنی او راتلونکی ټاکنې به هم له درغليو خالی نه وی ، ځکه زمونږ ټولنه د دين ټيکه دارانو د پاکستانی اجيرو قاتلانو او ايرانی مذهبی فاشيستانو په مرسته د سقر کندې ته غورځولي او زمونږ هډونه يې مات کړي دي . مونږ به تر ډيره په دې مات ، ګوډ ځان د ډېرو هغه څه کولو توان ونه لرو ، کوم چې زمونږ د وياړلی ولس د شان سره ښايي ، خو حتی د درغليو سره مل ټاکنې او د کمزورو ټاکنو په پايله کی کمزورې واکمنۍ  د ښيو او کيڼو ګمراهانو له استبداد ، خپل سريو او خونخوارو واکمنيو بهترې دی . هيڅوک په يوه ورځ ښارونه نشی جوړولای . مونږ دموکراسی تجربه کوو ، خلک د ټاکنو په کمپاينونو کی بيداروو او د دين له ټيکه دارانو ، او د پردو د نوکرانو له ناولو مخونو نقابونه ايسته کوو ، تر څو خلک هغوی وپيژنی او خپله لاره له دې شرمښانو جدا کړي .

ټول بايد پوه شی چې د افغان ولس لاره روښانه ده ، دا لار د ټاکنو ، د خلکو د مشارکت د ولس د رضايت ، ملی وحدت ، سولې او په امن کې د ګډ ژوند ، پخلاينې ، ګډ کار ، د باور او متقابل درناوی لاره ده . د افغان ولس لاره د نړيوالو سره د توپيرونو سره سره د متقابل درناوی پر بنسټ د دوستۍ او همکاری لاره ده . تاريخی تجربو ثابته کړي ده چې افغان ولس کرکه ، دښمني او توپيرپالنه نه مني . له نېکه مرغه افغان ولس له تروريسم ، ښۍ او کيڼې بنسټ پالنې خپله لاره جدا کړي ده . پای

 

Comments are closed.