په افغانستان کي د ســولي بهير ته کتنه ،

د ژنــيـو له موافـقـتـــنامي تر دوحـــه پوري
ليکنه : اميرګران
لومړي د ژنـــــيو توافـقــنامه :
د ملګرو ملتو له سازمان څخه د افغانستان د جګړي ځپلو خلکو هيله دا وه چي د تلپاتي سولي په راوستلو او د بحران د پاي ته رسولو په پروسه کي له افغانانو سره مرسته وکړي ، له دي امله د ژنــيو غيرمستقيم مذاکرات په ۱۶ جون ۱۹۸۲ پيل او په ۱۴ د اپريل ۱۹۸۸ پاي ته ورسيدل ، د ژنيو د موافقاتو پروتوکول لاندي څلور مطلبه احتوا کوي :
۱ـ په يوه زماني چوکاټ کي له افغانستان څخه د شوروي قواوو وتل .
۲ـ د افغانستان او پاکستان لخوا يو د بل په چارو کي د عدم مداخلي تعهد او ژمنه .
۳ـ د عدم مداخلي په اړوند نړيوال معتبر تضمينونه .
۴ـ د مهاجرينو دعواطلبانه عودت .
د ژنيو د موافقتنامي سند په انګريزي ژبه ليکل شوي او د پاکستان په غوښتنه د سند يوه ژبه پښتو وټاکل شوه ،
د پاکستان پوځي ديکتاتور ضياء الحق د ژنيو د توافقاتو د اسنادو لاسليک کول په ځان اجباري باله خو امريکا ډاډ ورکاوه چي يو ځل دا سند امضاء شي بيا ئي د عملي کولو څوک پروا نه کوي ، لکه چي همداسي وشول ، هيچا د موافقتنامي سند ته اعتبار نه ورکاوه او کله چي د شوروي سور پوځ له افغانستانه ووت ، پاکستان په څرګنده په افغانستان د يرغل زميني برابري کړي ، د ژنيو مذاکرات لومړي د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيال پيريز ديکويلار په منځګړيتوب په ۱۹۸۲ ، کي پيل او بيا چي نوموړي د م.م د سازمان عمومي سرمنشي سو بيا ئي خپل مرستيال ديګو کوردويز دغه ماموريت ته مؤظف کړ ، ديګو کوردويز او سليګ هاريسون په خپل ګډ کتاب :
Out of Afghanistan: the inside story of the Soviet withdrawal
کي ليکي چي د ژنيو د توافقاتو سند په نړيوالو ميثاقونو کي له ډيري سختي او ستونزمني پروسي څخه تير شوي او د تطبيق په ډګر کي ډير بي اعتباره سند دي ، د ژنيو په موافقتنامه کي پاکستان د تنظيمي ډلو په استازيتوب خبري کولي او تصميم ئي نيو او هم د ژنيو اسناد د پاکستان د دولت وزير په خارجه چارو کي زين نوراني امضاء کړ ، د ژنيو په مذاکراتو کي چي ۷ کاله ئي دوام وکړ په پاکستان کي د جهادي ارتجاع ۷ ګونو او په ايران کي ۸ ګونو تنظيمي ټوپک مارو ته د ګډون اجازه نه وه ، د ژنيو د موافقتنامي اسناد د افغانستان ، پاکستان د خارجه چارو د وزيرانو لخوا امضاء او هم د امريکا خارجه وزير جورج شولتز او د شوروي اتحاد خارجه وزير ادوارد شيورد نادزي د
ګرنتورانو يا تضمين کوونکو په حيث امضاء کړل ، سمدستي وروسته له توافقاتو د اسنادو ۲يمه او ۳يمه ماده نقض شوه ، شوروي ځواکونه په ۹ مياشتو کي له افغانستان څخه ووتل ولي امريکا او پاکستان په خپلو ژمنو چي د افغانستان په داخلي چارو کي عدم مداخلت وو ژمن او متعهد پاتي نه شول او د موافقتنامي هغه جوړجاړي چي ذيدخله اړخونو ته به د وسلي او مهماتو تناسب او بيلانس مراعات کيږي ” منفي تناظر ” چي انګريزي اصطلاح ئي Negative Symmetry افاده شوي په “مثبت تناظر ، Positive Symmetry ” بدل شو ، او د ژنيو د موافقتنامي وروسته د افغانستان د جلال اباد په ښار پراخه حمله وشوه ، په حمله کي د پاکستان پوځي قطعات ، مليشي ، سي ، آي ، اي ، آي اس آي ، جهادي او القاعده ډلو د يوه پراخ او ځواکمن پوتانسيل په لرلو ګډون درلود ولي د افغانستان د قهرمان وسله وال پوځ ، ګوندي سرتيرو او د جلال اباد ښاريانو د دښمن حمله په ميړانه په شاوتمبوله او د جهادي تنظيمي ډلو د مؤقت حکومت کانسيفټ ئي د راولپنډۍ حاجي کيمپ او GHQ ته له ډيرو تلفاتو سره په ځغاستــه کړ ، د ژنيو د موافقتنامي خلاف د امريکا او متحدينو لخوا تنظيمي جګړه مارو ته وسلي ،مهمات او راکټونه ورکړل شول کوم وخت چي د بلوپايپ او اورليکون راکټونو نتيجه ورنکړه ، بيا د جګړي د ګټلو لپاره ، چارلي ويلسن د سي ، آي ، اي رئيس ويليم کيسي ته قناعت ورکړ چي جهادي ډلو ته ، هوائي ضد وسله چي هغه د سټينګر ميزايل وو ورکړي ، دا ميزايل د ام . آي ـ۲۴ روسي هليکوفترونو په ضد مؤثره وسله وه ، ويليم کيسي هم د ويلسن مشوره ومنله او عملي ئي کړه ، زما د ديپلوماتيک ماموريت د معلوماتو له مخي تنظيمي ډلو د سټينګر پرمختللي وسله د پاکستان پوځ او يو شمير ئي په ايران خرڅ کړل ، ديګو کوردويز او سليګ هاريسون په خپل پورتني کتاب کي ليکلي : ( ضياء الحق په يوه مصاحبه کي ويلي ” يواځي يوه سړي په جګړي کي مهم رول ادا کړي چي هغه محترم چارلي ويلسن ده او په کار ده چي نوم ئي په طلائي کرښو وليکل شي ” )
بايد زياته شي چي وروسته د ژنيو له موافقتنامي او د هغي د عملي کولو او ستونزو په موخه به زما په ګډون د سفارت دوو ديپلوماتانو له ديګو کوردويز او بيا وروسته له بينن سيوان سره د پاکستان د خارجه وزارت او پوځ له استازو سره تبادل نظر کيده چي هيڅ مثبته پايله ئي نه درلوده .
دويم د قطر موافـقـتـنامه :
نوموړي موافقتنامه د امريکا او د طالبانو په منځ کي په ۲۹ ، فبروري ۲۰۲۰ م کال دوحه ـ قطر کي وشوه ، وروسته له ۲۰۰۱ م کال د امريکا او طالبانو اړيکي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ م او بيا په ۲۰۱۴ م کال او وروستني مذاکرات په ۲۰۱۸ م کال پيل شول او وروسته له ۱۱ دوره خبرو اترو او لوړو ژورو په ۲۹ د فبروري ۲۰۲۰ م کال د امريکا او طالبانو ترمنخ هوکړه ليک ( Agreement ) امضاء شو ، د موافقتنامي مهمي مادي په ۱۴ مياشتو کي د امريکائي پوځونو اخراج ، د طالبانو لخوا به په امريکا د نه حملي تعهد ، بين الافغاني مذاکرات او د بندياينو تبادله ، هوکړه ليک چي دري نيمي صفحي ده ولي محرمي او سکريت ضميمي ئي له هوکړه ليک درني دي ، امريکا او طالب داضميمي نه افشا کوي ، پاکستان او طالبان هوکړه ليک ” فتح مبين ” بولي ، شيرمحمد عباس ستانکزي وروسته له توافقاتو په لوړ اواز وويل ، اذا جاء نصراُ من الله و فتحاُ قريب ، پاکستاني استبلشمنټ ئي د خپل پوځي دوکتورين او کاميابه خارجه پاليسۍ د بريا په موخه جشن نيسي ، ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاين لپاره د قطر هوکړه ليک په جنوبي اسيا کي د ايکانوميک او جيوپوليټيکو اهدافو او ګټو لپاره دځان او سپيني ماڼۍ لپاره يو کريډيت بولي ، زما په نظر د ټرمپ تيليفوني خبري له عبدالغني يا ملا برادر سره او ۱۷ واره د ” اسلامي امارت ” نوم په هوکړه ليک کي ليکل طالبانو ته اعتبار ورکول او په رسميت پيږندل دي ، د ټرمپ دا ټويټ چي ( نور دي په افغانستان او سيمه کي دتروريستانو په ضد طالبان او نور هيوادونه وجنګيږي ) د سختي انديښني وړ او ويره دا ده چي يوځل بيا د افغانانو برخليک د ۱۹۹۰ لسيزي په څير شا ته تګ ونه کړي او بيا مو د پنجابي استبلشمنټ د پاليسيو تابع ونه ګرزوي …..
ډيري انديښني شته چي د دغي مقالي د اوږدوالي له کبله به وروسته اشاره ورته وشي ،
د ۵۰۰۰ طالب بنديانو په هکله بايد اشاره وکړم چي په بنديانو کي ډيري ئي پاکستانيان دي او د دوي د خوشي کولو يا نه کولو صلاحيت د افغانستان د دولت ده نه د امريکا ، ځکه موافقتنامه د طالب او امريکا ده ، بين الافغاني ډيالوګ په اوږدو کي د اجندا يوه برخه کيداي شي .
Bilden kan innehålla: Abdul Rasheed Hawond
M Agha Sherzad
Skriv en kommentar …

Comments are closed.