په افغانستان کې د جمهوري رياست له پاره د کانديدانو گرم بازار

m agha (2)

د بن له کنفرانس څخه را په دېخوا د شمال ټلوالې او په ځانګړي ډول د جمعیت ګوند غړو، جنبش، او هزاره گانو څو ډلو ته د واک مهمې برخې ورکړل شوې چې له هغه وخته یې د حکومتونو د سهمیې لپاره په لوی لاس د مهم ښودنې نغاره وډنګېده. دا وخت ۲۰۰۱ کال و، هغه وخت چې د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره رامنځته کېده. په دې وخت کې کرزي واک تر لاسه کاوه، د انګلستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جک سټرا له خوا دغه کنفرانس ته داسې خطاب وشو څوک تضمین کولی شي چې موږ سیاسي پروسې ته ژمن پاتې کېږو؟ له همدې امله څومره کسانو چې پخوا واک درلود، له ځان سره ملګري کړو او څومره د تاوتریخوالي  لړی چې خلک ترې ګټه پورته کوي، وتړو؛ افغانستان به ښه راتلونکی ولري. د السي مورګان اډوارډز له کتاب څخه د سپټمبر په ۱۱ مه د امریکا تور سازمان نورې وړې ډلې د افغان هغو ډلو په مرسته چې د طالب ضد وې لکه د شورای نظار په رهبرۍ چې مشران یې د پنجشېر قوماندانان ول  را منځته شوی اېتالف شمالي ټلواله، جمعیت ګوند او نورې ډلې د امریکا متحده ایاالتونو د اسلامي امارت په نامه د طالبانو واکمن نظام را نسکور کړ. دې کورنیو ډلو وکولای شول چې د خپلو پخوانیو شریکانو او ګوندي ډلو له خوا په ولایتونو کې شوراګانې رامنځته کړي او د امریکا خړ پوځ ته د ښه ارام او ژر ځای پر ځای کېدو زمینه برابره کړي.

له درنودوستانو زه غواړم د يوه کمکي افغان سېاستوال په حيث د افغان واکمنې له پاره چی د ټاکنو له مخې رامينځ ته کيږي  خپل ليد لوری تاسو درنو لوستونکو ته وليکم . پوره شل کلونه کيږي له خپل گران هېواد نه د سياسي ستونزو له امله د کډوالی ژوند پر داسی يو هيواد کې سرته رسوم چی په نړې کې د دموکراسی ښه بیلگه شميرل کيږي. که زه د دی کوچني هيواد کاري تجربی ,د دموکراسی ، د خلکو د ازادي ، د وطن سره د مينې او عشق په هکله ليکنی ته دوام ور کړم دا په دی ما نا چی زه تا سو ته د نورو کړنی وړاندی کوم خو لنډه بېلگه ليکم چی د موضوع سره تړاو لري .

د دې هېواد نوم سویډن دی چې پاچایي رژیم لري ، ۹ ميلونه کم  يا زيات وگړې لري تر ميلون زيات بهرني کډوال دي ،خو دلته هيڅ نوعه فساد، رشوت، درواغ ، تقلب، چلوټي، نا لوست توب ،د قانون سره اشنايي نه درلودل، واسطه کول او نور ځای نه لري دلته هر څوک د قانون په رڼا کې خپل حق تر لاسه کوي د قانون مطابق د ټولو اوسيدونکو حقونه برابر دي هيڅوک پر چا ناروا او تيری نشي کولای .

ټاکنې دلته په کوم سيستم کيږي ؟

دلته اته يا اوه سياسي گوندونه سياست کوي د قانون له مخې هغه گوندونه چی په پارلمان کې تر ۴ فيصدو زياتی څوکې ولري  د ټاکنو له مخی خپل نماينده دولتي څوکيو ته نوماند کوي ددوی ټاکنيزکمپاين يوازی په تلويزون کې مناظری، نشراتو کې د خپل سياست اوراتلونکې منشور ليکل اود خپل منشور نه دفاع ده هر گوند يا هر سياسي مشرتابه چی د راتلونکي له پاره د ستونزو د حل ښه بیلگه وړاندی کړه د خلکو رايه خپلوي .

ولی را به شو زموږ د هيواد سياسيونو ،ټاکنو ،د قانون حاکميت، د ټاکنيزو منډو ترړو کمپاينونو اود راتلونکو ژمنو له پاره د خپلو ليد لورو وړاندی کول او نور که داسره پر تله کړو کاملا د دموکراسی دنوم سره جفا اود خلکو په سترگو کې د خاورو پاشل دي او بس.

درنو دوستانو اول په قانوني لحاظ زموږ د ټاکنو قانون زیاته خلا لري هغه دا چی  سياسي گوندونو ته د گوند تر نامه لاندی اجازت نه شته . يو شمير گوندونه يا ډلی  شته چی د سياسي گوندونو د قانون خلاف عمل کوي . په قانون کې شته چی که هر سياسي گوند وسلوالې غيری قانونی ډلی ولري او په تير يا اوس په جرمونو کې تورن وي د سياسي گوند جواز نشي اخستلای ولی بر عکس زموږ په هېواد کې همدا ډول سياسي گوندونه، ډلی ټپلی شته ولی بيا هم د عدليي وزارت ورته د سياسي گوند په توگه جواز ور کړی . همدا اوس داتلسو نوو کانديانو په قطار کې دا ډول گوندونه او اشخاص شته چې تل يې ځانونه تر قانو لوړ گڼلي دي . ايا که پوښتنه وشي چی په اوسنيو کانديدانو کې د راتلونکي جمهوري رياست  څوکې ته نوماند شوي جرمي سابقی نه لري؟ غيرمسول وسلوال نه لري؟ د هيواد په ورانې کې ونډه نه لري؟ د مفسدينو، لاره نیونکو له ډلو سره نه دي؟ پردي پالل نه کوي، تعصب او جلاوالي ته ليوال نه دی؟ د زرو او زور څخه کار نه اخلي؟ ايا اوسنيو قضا يا قوی ددی توان لري چی دا زورواکو ته د قانو ن له مخی سزا ور کړي؟ يوه بیلگه ليکم هغه دا چی زه د ولسی جرگۍ (۱۳۹۷» کال په ټاکنو کې په پلازمينه کابل کي وم ما هر څه له نژدی څارلي  دا ټوله پروسه يوازی د کاعذ پر مخ وه هغه چاچی پاکې رڼې رايي در لودی هغه د ټاکنو کميسون وپلورلی اوتر يو ميلون ډالرو د خريد فروش ماملی سرته ورسيدلی دا ده دموکراسي اودا دی فساد او ټاکنې که راتلونکې اتلسو نوماندانو ته د دوی ايتلافونو ته ځير شو گورو چی بيا د ملت سره جفا کوي درواغ وايي قانون تر پښو لاندی کوي.

زما په اند د افغانستان د ولس د پوهاوي کچه کمه ده ، په نالوست توب کېژوند کوي د د زور ،اوزرو نه کار اخستل کيږي اود خلکو سره  دوکه اوچلوټي کويتش شعارونه ور کوي ولی عملي کار نشته . سياسي گوندونه چی ملي او هيوادني تگلار ی لري  په کار ده چی د خپلو گوندونو په سلا او مشوره د داسی چا ملاتړ ياد نه ملاتړ بېلگې  وړاندی کړي چی د ملامت اوسلامت توپير یي وشي .

محمد اقا شيرزاد

Comments are closed.