په افغانستان کې د سولۍ هڅۍ

د هېواد په ۴۰ کلن خونړي جنگ کي بی شمېره عام ولسونه اود هيواد او خلکو شتمنې له منځه ولاړی د ختيځ او لويديځ فوځونو هر ډول درنۍ وسلی وکارولی زياتره ښارونه او کلي په کنډوالو بدلی شوی نيابتي جگړی زور واخستو.زما په اند دسولې سره د انسانانو امیدونه تړلي ، چې سوله وي ژوند وي چې سوله وي پرمختګ وي، چې سوله وي وینې به نه تویېږي. ورور وژنه پای ته رسېږي  خو مهمه دا ده چې د سولې د پاره څنګه هڅې باید وشي؟ د سولې د پاره ګاوندی او د سیمې هېوادونه څنګه قانع کړای شي؟ او تر ټولو مهمه دا ده چې سوله څوک رهبري کړي؟. د نړېوالو او ملگرو ملتونو رول او اهميت څومره اړين دی؟سياستوال او سياسي گوندونه څومره مسوليت لري ؟

ددی ټولو پوښتنو ځواب زما له انده اسان نه دی او هم کيدای شي اسان وي دا پدې ما نا چی که پر رښتېا سياستوال او سياسي گوندونه او اوسني چار واکي، نړېواله ټولنه ، د ملگروملتونو سازمان او په راس کې دامنيت شورا ، د سيمې او گاونډيو هيوادو نه په رښتېا دافغان مسلی حل غواړي په وينا او عمل کې توپير نه وي.نو پکار ده چی دافغانانو رول او د خپل مينځي ډېالوک او مخامخ ناستو ته تر ټولو اول چانس ور کړل شي د سولی پروسه کې ددافغانانو دريم گړي ملي بی پری شخصيتونو ، وا قعا افغاني سياسي سياست پوهانو د عالمانو له مينځه وتلی څېری چی د پرديو سره پالل ونه لري هغه سياسي گوندونه چی په حقيقت کې دافغانانو له پاره سوله غواړي په جنگ ،جگړو کې ښکيل نه وي اود عامو خلکو پر وينو يې لاسونه سره نه وي بايد غؤښينه ونډه ولري ، دا متل بايد عملي شي چی وايي وينه په وينو نه پريول کيږي بلکې وينه پر اوبو پريول کيږي .

د افغانستان اړوند ملي او نړیوال حالت ټول وطنپالونکې او دموکراتیک ځواکونه دې ته رابولې چې د روان وضعیت په تیره بیا د جګړي د بندیدو او د سولي د راتلو په برخه کې عملي پروګرام مطرح او د هغې په تطبیق کې کوټلې ګامونه m agha (2)پورته کړي . اوس چې حکومت او د امریکا متحده ایالاتو د سولي په برخه کې کوم پروسه پیل کړي خو دا پروسه نیمګړي ده . ځکه جګړه یوازي طالبان مخته نه بیایي ، نوري ترهګري ډلې هم شته چې هغوي د جګړي زړه بوګنونکې بڼې زموږ په خاوره او خلکو ازمایي . ښایې ټول طالبان هم سوله ونه کړي او ځینې طالبې کړۍ ممکن د جګړو بستري تودي وساتې . د سرویونکې جګړي د بهرنې فکټور ځینې اجزاوي لکه روسییه، ایران او ان پاکستان غواړي سوله او سوله کوونکې وویشي . په ټولیز ډول په سوله کې د یو شمیر کورنیو او بهرنیو کړیو ځان ټومبنه او د سولي د بهیر په ستیجونو کې خپلي موخې او غوښتنې مطرح کول او د بهیر څخه د هېواد د وطنپالونکو او دموکراتیکو ځواکونو څنډي ته ساتل او داسې نور هغه لاملونه دي چې په وطن کې د بشپړي سولي لار د خنډونو سره مخامخ کوي .

کله چې سوله نه وي ، وطن په جګړو کې ډوب وي ، د افغانستان د خلکو په سرنوشت بهرنیان او د هغوي کورنې ملاتړي واکمن وي ، وطنپالونکو او دموکراتیکو ځواکونو ته د دې چانس نه ورکول کیږي چې د افغاني ټولني د دولت ملت جوړونې په بهیر او په ټوله کې د هېواد د سولي او ابادۍ په ملي کار کې فعاله برخه واخلي ، هېوادنۍ غورځنګ هم د اوس په شانته د انتشار په لور رهې وي.

زه ديوه سياست کونکي په صفت داسی نظر لرم چی په اوسني سياسي نظامي حالت کې ددی وخت رارسيدلی چی دافغان ولس دسولی او بين ال افغاني جرگۍ مرکې پېل کړي نور د جنگ جگړو وخت نه دی د يواحد ملت په توگه بايد ټول افغانان د جنگ پر ځای سوله وکړي په سوله کې ټول پرمختگونه اود ښېرازي شته ټاکنې، ښه حکومت ولي، د سيالانو سره سيالي کول د ټولو ناوړ مفسدوعناصرو ختمول د وروری يوالي لاس ور کول د پردي پاللو ، ژبني تغصب مذهبي تغصب تاو تريخوالي، زور زياتي او ټول مافايايي کړ ختمول  دسولی په کاروان کې ممکن دی او بس

محمد اقا شيرزاد

Comments are closed.