په دوحه کې د سولې د بین الافغاني کانفرانس پریکړه لیک

ياهووو!

بسم الله الرحمن الرحیم

موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چي د ۲۰۱۹ کال دجولای د میاشتي له ۷ ـ ۸ نیټي سره سمون خوري په دوحه کي دسولي لپاره د بین الافغانی کانفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کي دسولي لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هیواد هڅو ته د ارزښت په سترګو ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربتوب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه کوو.

موږ د کنفرانس ګډون کوونکي همدارنګه د ملګرو ملتونو له سازمان، د سیمې له هیوادونو او په خاص ډول له امریکا سره دمذاکراتو او بین الافغاني ناستو لپاره دسهولت برابرونکو هیوادو څخه مننه کوو چې د افغانستان د مسئلې دحل لپاره یې لازم امکانات برابر کړي دي او هیله لرو چې ټول اړخونه به په راتلونکې کې همدغه همکاري پداسې ډول انجام کړي چې زموږ د هیواد او ولس په خیر او یوې واقعې سولې ته د رسیدو سبب شي.

دا چې له اوږده بحران وروسته په افغانستان کې د تلپاتې او سراسري سولې د راتګ لپاره وضعیت آماده شوی، نو دې هدف ته د رسیدو لپاره موږ دوحې د بین الافغاني کانفرانس ګډونوال په لاندې مواردو کې توافق ته ورسیدو.

موږ د کنفرانس د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکو له دیده د خبرو اوتفاهم
له لارې کولای شو چې د هیواد د نن او راتلونکي په اړه مشترک درک ته ورسیږو او هغه موانع چې پدې لاره کې شتون لري لیرې کړو. لدی کبله موږ ټول دخبرو د تداوم پر ضرورت ټینګار کوو.

لومړی: د بین الافغاني کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکي بشپړ اتفاق لري چې په هیواد کې تلپاتې سراسري او باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده.

دوهم: افغانستان یو متحد، اسلامي هیواد او د ټولو میشتو وروڼو قومونو مشترک کور دی. د اسلامي نظام حاکمیت، اجتماعي او سیاسي عدالت، دوګړو اساسي حقوق، ملي وحدت، خپلواکي او ارضي تمامیت هغه ارزښتونه دي چې ټول افغانان ورته تعهد لري.

دریم: افغان اولس چې په تېر تاریخ او په تیره بیا تیرو څلویښتو کلونو کې یې له خپل دین، هیواد، فرهنګ او خپلواکۍ څخه د دفاع لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي، ټول نړیوال، سیمه ایز او کورني جهتونه دي زموږ د ملت لوړو ارزښتونو ته په احترام قائل شي. د دې لپاره چې په راتلونکې کې افغانستان بیا د جګړو او بحران شاهد ونه اوسي، بین الافغاني تفاهم او د هیواد د بیلابیلو اقشارو تر منځ پوهاوی یو مبرم ضرورت دی. نړیوال، سیمه ییز او ټول داخلي اړخونه د دې بهیر ملاتړ ته رابولو او تقویه یې د ټولو په خیر ګڼو.

څلورم: دا چې د جګړې په اوږدیدلو سره هره ورځ زموږ ولس متضرر کیږي نو سولې او د بین الافغاني مؤثرو مذاکراتو ته د زمینه سازۍ لپاره لاندې اقدامات ضروري بولو:
الف ــ د جګړې ښکیل اړخونه دې د ګواښونو، انتقامي تهدیدونو او جګړه ییزو ادبیاتو په ځای په خپلو رسمي بیانونو کې له نرمې ژبې کار واخلي.
ب ــ دسولي دناستي ټول ګډونکونکي له امریکاسره په قطر کي د روانو مذاکراتو ملاتړ کوي او په افغانستان کي د روان تحمیلي جنګ په پای ته رسولو کي یې موثر او مثبت قدم بولي.

پنځم: د دې لپاره چې زموږ ولس د جګړې له زیانونو خوندي او د جګړې ناخوالې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته اود سولي لپاره داعتماد بهتره فضاءجوړه شي د جګړې ښکیل اړخونه دې لاندې اجراآت ترسره کړي.
الف ــ د سپین ږیرو، معیوبو او ناروغو بندیانو بې قید او شرطه خوشي کول.
ب ــ دهیواد په ټولو سیمو کې د عام المنفعه بنسټونو لکه، د دیني او مذهبي مرکزونو، روغتونونو، بازارونو، د اوبو بندونه او کارځایونو د امنیت تضمین.
ج ــ په ځانګړې توکه د تعلیمي بنسټونو لکه ښوونځیو، مدرسو،پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو حریم ته درناوی.
د ــ د ملکي خلکو د عزت، ژوند، مال او کورونو ساتنې ته ژمنتیا، او ملکي تلفات د صفر کچې ته راښکته کول.

شپږم: د اسلامي اصولو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقوقو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او همدارنګه دمذهبي اقیلتونو. ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ

اوم: د دوحې دکانفرانس ګډون کوونکی توافق لري چې د سولې تګ لاره به په لاندینیو مواردو څرخي:
الف – په افغانستان کې پر اسلامي نظام توافق.
ب – د سراسری سولی دپیل په شرایطو او عملي کیدو.
ج – د سولې تړون د موادو پر پلي کیدو او څارنې.
د – د بنیادي بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونوچي دټولو افغانانو ملکیت دی، دسولی له توافق څخه ورسته په اړیني اصلاح خوندیتوب او غښتلتیا.
ه – د افغان کډوالو او د جنګ لکبله د داخلي بیځایه شویو کورنیو خپلو سیمو ته پر بیرته ستنیدلو.
و – د مرستندویه ھیوادونو سره د سولې د تړون وروسته د مرستو د نوې ھمکارۍ او اړیکو پر شرایطو.
ز – د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو ضمانتونو سره د افغانستان د سولې پر توافقاتو تائید.
ح – په نړیوال کنفرانس کې د سیمې، ګاونډیو او نورو ھیوادونو له لورې په افغانستان کې د نه لاسوھنې ژمنې او توافق باندي ټینګار کوي.

اتم ــ موږ دسولي په اړه دټولو هڅو او لدې جملې د مسکو د تیر بین‌الافغاني کنفرانس پریکړه لیک چي د روان کال د فبرورۍ په ۵مه او ۶مه نېټه جوړ شوی و تائیدوو او ټول ګډونوال په یوه خوله، له اسلامی کانفرانس، د ملګرو ملتو له سازمان، امنیت شوری، اروپایې ټولني او ټولو ګاونډیو هیوادو څخه غوښتنه کوو چي د سولې په اړه د دوحې د بین الافغاني کانفرانس پریکړي تائید او ملاتړ یې وکړي.

ومن الله توفیق

 

Comments are closed.