په سهامي شرکت کې د جمعيت گوند ونډه

محمدآقا کوچیمحمداقاکوچی

د۱۳۹۲کال د غوايي د اتمه نېټی راوروسته د بن تر لوځنامې، د۱۱ سيپټمبر ۲۰۰۱زکال بياتر کرزي ۱۳کلنه دوره اوس دداکتر محمد اشرف غني او داکتر عبدالله د ملي يوالي ترمينځ د پرتوکول ۵۰ جمع ۵۰ ونډې او اوس د معلم ُعطامحمدنور سره نوي ويش.

د 1392زکال  ټول حکومت د جميعت گوند او په خاصه کې پنجشيران  واکمن وو او اوه فيصده نورو ټوپکوالانو ته ونډه ور کړې وه.

په دی چور چالان کې 65زره بی دفاع کابل ميشتو سرونه پری شوی کابل کنډواله شو ، ۱۳۹۶کال د طالبانو واکمني او رسوايي پيل شو.

جمعيت گوند مشران او نور پلويان او يو شمېر زور واکان پنجشير او تخار يا بدخشان ته کډه شول، بهرنيانو يا بهرنيو هيوادو له شمال په نوم ډلې سره لويه مرسته وکړه،کله چی دطالبانو او القاعدی د نسکورولو لړې له بهره په زکال 2000 کې پېل شوه بيا هم د شمالي ټلوالې پچه ووتله د بهرنيانو ملاتړيې تر لاسه اود هغوی ټول مادي او فزيکي امتيازونه ددی شول، د بن  د پرېکړي وروسته تربيا په حوکمتي څوکيو کې د جمعت برخه تر 70 فصده لوړه وه دا ځل داسی ناروا او چور وشولو چی ساری نه وو، د بهرنيانو په ميلياردونو مرسته شوی پيسی د همدی واکمنو سره حيف او ميل کړی ټول اسناد او شواهد شته خو غل په غله نه نيول کيږي .

همداوس د اشرف غني سره يو ځل ټول مقامونه داکتر عبدالله وويشل او اوس د معلم عطا وار شولو ده پرون په ډاگه اعلان وکړو چی زه هله د بلخ د ولايت له څوکې لاس اخلم دا څوکې ده بيچاره ته په ميلياردونو سرمايه وگټله اوس ورته داکتر غني کابل کې دده له غوښتنې سره سم مقام منلی ۳۰ سفارتونه،۱۵ ولايان ، داورگاهای مهل څوکې  ۱۵ تنه سناتوران او نور دی وايي عبدالله د جميعت لپا ره پوره  ونډه وانخستله ولی زه دا کار کوم او وايي غني هم راسره هر څه منلي او زموږ خبری روانی دي.

زه دا نه وايم چی ددیټولو  پېښو مسوليتونه يوازی يو گوند تر سره کړي په دی گناهونو او د بشر ضد تيريو کې نور داسلام په نوم جوړ شويو گوندونو هم پوره برخه در لوده .

خو را ځو داوسني مسلې په هکله داکتر غني اوس په څو مخالفو جبهو کې را گير شوی لومړی د ملي وحدت تر نامه لاندی کړی سره دويم د جنرال دوستم د کم عقلی کارونې او اوس دمخالفت خوا نيولی،د حکمتيار سره دسولی تړون او ستونزی ،دخپل سرو وسلوالو طالب او داعيش او نوری ستونزی،د فساد کونکو او مفسدينو سره ستره ستونزه د بهرينانو لاس وهنې او نور .

خو خپله داکتر غني په مديريت او منيجميټ کې هم ستونزی لري دده تر شاوخوا هم يو شمېر کړی شته چی دده سره دمرستی پر ځای  ده  ته ستونزی پيداکوي،ده داسی پاک پر وطن مين وطنپرست خلکو تکيه ونکړه چی دده پوره لاس نيوی کړی وای ده هم تر ډېره حده د کرزي ناکمه لاره تعقيب کړه چی اوس يې پاېلی کمرنگه دي که دی په رښتېا د يو وتلي سياست مدار يو پوه اقتصادان د يوملي شخص په توگه غواړي ددی خوارو خلکو لاس نيوی وکړي نو پکار وه چی په پوره زړورتېا سره دا پچوغله ،دوسلوپلورونکو دوزارتونو په سطحه لوی غله بايد محامکه کړي وای اود فساد جرړی باسلی وی نوهله د ملت خواخوږي او ملاتړ يي تر لاسه کولای شو خو افسوس کيدای شي دده به زور نه رسيږي ولی دا خو کولای شي چی ملت ته هر څه ښکاره ووايي او خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.په کمپاين کې تل ويل چی زه دسهامی شرکت جوړول نه غواړم خو اوس د جانکري اودده لخوا د سهامي شرکت نه لوړ شرکتونه جوړ شول اودا پرسه دوام لري .

 

Comments are closed.