په سیاسی وضعیت کی د هیواد دملی – دموکراتیکو او مترقی ځواکونو دیو موټې حضور اړتیا

داکتر حبیب منگل FB_IMG_1464573334731
زمونږ هیواد افغانستان کی دطالبانو د الیګارشئ او دمنځینو پیړیو داستبدادي نظام دله منځه وړلووروسته سیاسی پروسې او وضعیت واقعی بینانه څیړنې او ارزونې څخه دا نتیجه ترلاسه کیږي چه سره له دې چې دهیواد دملې- دموکراتیکو او مترقی سیاسي ځواکونو او دافغان ولس دبلقوه او بلفعل او نړیوالې ټولنې دِغوښتنې له مخی اوداساسي قانون داحکامو له مخې د دولت – ملت جوړونې او دموکراسئ ته تیریدنی ؛ دهیواد دبیا جوړونی او پر مختګ په لاره کی خینی مهم ګامونه پورته شول او لاسته راوړنې ېې ترسترګو کیږي چې دساتلو ؛ ټینګیتا ؛ پراختیا او ژورتیا لپاره یی باید مبارزه او هڅې او هاند وشي ، څو تنظیمی انارشی او جګړی او طالبی الیګارشی او استبداد تکرار نه شي .
خو له بده مرغه په هیواد کی دتروریسم بیداد او امنیتی تهدیونو شتون ؛د مشروعیت بحران ؛ قوم پالنی اوقومی تعصباتو ته لمن وهل او ملي یووالی ته تهدیدونه ؛ دقانون دواکمنی نه شتون او ظلم او نابرابری ؛ سیاسی ؛ انتخاباتی ؛ مالی او اقتصادی فساد ؛ مخ په زیاتیدونکی بی وزلی او ټولنیزی ستونځي او بئ عدالتي دهیواد په چارو کی دبی سارئ بهرنی دخالت او لاس وهنو دوام او په خپل حاکمیت د افغانستان دکامل تسلط نه درلودل او دهیوادسیاسې خپلواکې په بی ساری ډول ترپښو لاندی کیدنه او نوری ستری سیاسی ؛ امنیتی ؛ اقصادی ؛ اجتماعی نا خوالې دتیرو په شان یو ځل بیا دا حقیقت په اثبات رسوی چې د مذهبی بنسټ پالو او قومی افراطیونواوتش په نامه دموکراتانو؛ ددولت او ملت دثروتونو دلوټ مارانو؛ جنګ سالارانو او هیروین سالارانو او دسیمی او نړی دتوری ارتجاع سره تړلو کړیو د سیاسی واکمنی او حکومتونوددوام په صورت کی افغان ولس د اوسنیو ناخوالوڅخه خلاصوون نه شی موندلئ او دیوه آزاد او ځپلواک ؛ دموکراتیک او مرفه ؛ خواکمن او سرلوړی افغانستان آرمان ته چی اوږده مبارزه ورته شوې او بی ساری قربانی ورته ورکړ نه شی رسیدلی .
پداسی شرایطو کی دا ملی اړتیا را منځته کیږی چې دهیواد ملی ، دموکراتیک او مترقی ځواکونو لاس په لاس سره متحد شی او دقانونی او مسالمت امیزی مبارزی له لاری په سیاسی وضعیت کې یوموټي حضور تر لاسه کړی او دیوه ځواکمن ملی دولت او کارا او واقعی دموکراسی اومشروع ؛ قانومندار ؛ فساد ضد ؛ دخلکو خدمتګار ؛ موثر او کارا حکومت دله رامنځه کولو له لاری دهیواد او هیوادوالو داوسنیو ناخوالو او مسلو په حل او دولس دِغوښتونو او اړتیاو دتامین اودهیواد په اساسی قانون کی دتسجیل ارزښتونو او موخو یا اهدافو په تحقق کی دګران وطن افغانستان او افغان رنځیدلی ولس په وړاندی خپل وطنی او ملی رسالت ترسره کړی .

Comments are closed.