په هيواد کې وروستي ناورينونه

د کندوز، د ننګرهار اچين ، پچيراګام ولسواليو د هلمند، او روزګان د خلکوkundoz-3

په وير او غم کې زمور د نن ورځی واکمن چارواکي اوسياسيون

د کندوز عام وژنه يوازی تېره شپه نه ده شوی تير کال  ددی ولايت په روغتون هوايي بمبارد له امله څومره بی دفاع عام خلک شهيدان شول په اوروزګان کې عام وژنو خو اونۍ نه ده تېره شوی، داچين ولسوالی د مشران کمکيو ماشومانو د پچيراګام عام وژنه د داعيش کرغېړنو پلاس لا دری ۴ ورځی نه دی شوی.

د هلمند ولسونه خو د طالب ، پنجابي او نورو تروسټي وحشيانو له لاسه په عام وژنه کې تر ټولو وړاندی دي .4سوه زره افغان اوسيدونکي د خپلو کورونو  نه بی ځايه  کيدو ته اړ باسل شوي .

په زرګونو خلک له خپل هېواده بهر وتلي اود کډوال له حقه هم محروم شوي اواره سرګردان ګرځي

،دوسلوال پوځ تلفات هم تر 5 زرو زيات شوی، پاکستان هم د ګډوالو ژوند ور تريخ کړی د اونۍ په سونو کورنۍ هيواد ته را کډه کيږي دوی تر شنه اسمان لاندی بیکوره او بی سرپناه ژوند کوي د حکومت کړی ژمنې ددوی د پهلوانی  مخالفتو له امله پوره نه شوی .

کله جنرال دوستم ناری کړی چی زما خبره نه اوريدل کيږي واک می نشته .

او کله بيا اجرايه ريس  داکتر عبدالله،کله هم احمدضيا مسعود خاص واکمن او کله بيا احدي او يا سياف او محمدي او نور .

سياسي ګوندونه هم داسی سياست کوي لکه دوی چی کوم رسالت او مسوليت د ملت په وړاندی نه لري،

که کوم سياسي ګوند غواړي چی رښتنی مبارزه وکړي اود خلکو اواز او ملګرتيا وکړي نو پکار ده چی په رښتيا د همت ملا وتړي.

اود خلکو داواز او په وير کې ځان شريک کاندي يوازی اعلاميه د ولسونو درد نه شي دوا کولی  بلکې  پکار ده چی د خلکو په ستونزو او غمرازی کې خپلی ولسي چيغه پورته کړو تر څو ولسونه په دوی باورمند شي.

زه ديوه هوډمند ګوندي په حيث له خپل ګوند نه غواړم چی د نړی د نورو سياسيونو په شان دخپل ملت د يوالي ازادی سوکالی تل پاته سولې لپاره ملا وتړي په رښتني توګه دخلکو دستونزو د حل په لارو چارو کې د ولسونو ملتېا ته راودانګي کنه  په مفت سياست کول چپه خوله کيناستل د وخت ضيا ده او بس

په درنښت

محمداقا کوچی دافغانستان دخلکو دترقی ملي متحد ګوند داجرايه شورا غړی

2016/11/04

 

Comments are closed.