پې ټې ام لوي سیمه ایز غورځنګ

ليکونکې نور وهاب څپاند42492224_1812862165503252_6497167933997842432_n

د پښتون ژغورنې يا پې ټې ام غورځنګ په ۲۱ مه پيړۍ کې ستر سیمه ایز غورځنګ دی. دا جنبش تولنیز ، فرهنګي او سیاسي تګلوری لري، چې په سیمه کې تر اوسه د چلیدلې غورځنګونو په پرتله د خپلې زمانې یو نوی ډول جنبش دی. له دې کبله په دې غورځنګ کې اجتماعي فرهنګي ټولني ، شخصیتونه او سیاسي ملتپال، مذهبي، ډموکراتیک ګوندونه، حرکتونه، ګروپونه ملي څيري، د ښځو ، ځوانانو او راز راز اصنافو استازي ګډون لري او د ټولي پښتونخوا او د پاکستان په ښارونو کې د پرتو پښتنو د مدني سیاسي حقوقو د اعادې له پاره په پوره هوښیارۍ زړوره مبارزه کوي. دا جنبش په افغانستان او د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې پښتون میشتې ټولني لري ډير مینه وال، خواخوږې او فعالان لري. لکه څرنګه چې دا غورځنګ په سیمه کې زیات مشهور شوی، په نړیواله کچه یي مناسبه پيژندګلوي تر لاسه کړي، له دې کبله په پې ټې ام د تیریو او هغې ته د ځانې او معنوي زیان اوښتنې له امله د بشر نړیوالو سازمانونو او نورو ورته بین المللې ټولنو مرستې ته رادانګلي او د پاکستان مظالم یي د پښتون ژغورنې جنبش په هکله د دونیا د خلکو غوږونو ته رسولي او پاکستان یي تر فشار لاندې نیولی.

پې ټې ام د پښتونخوا او پاکستان د سترو ښارونو د پښتون میشتو ټولنو په تیره بیا د وزیرستان د ستراتیژيکې سیمې د دردمنو او غمزپلو اوسیدونکو له مینځه د خودجوشه جنبش په توګه سر را اوچت کړی او ټول پاکستان، افغانستان او نړۍ کې خپور شوی دی. د غورځنګ د دوه کلونو شاوخوا عمر په موده کې د دغه ټولنیز فرهنګي سیاسي جنبش په سلهاؤ مشران او غړي لکه محسن داوړ ، علي وزیر او نور رټل شوي، ګواښل شوي او بندیان شوي او په لسهاؤ غړي او مشران یي لکه نفیب، ارمان لوڼي او عارف وزیر په زیاته بې رحمۍ شهیدان شوي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین چې یو تحصیل یافته، کرازماتیک ځوان مشر دی، څو ځلې ګواښل شوی او زندان ته هم لیږدول شوی دی. هغه په خپلو ویناګانو کې پښتنو ته له پيړیو په ځانګړې توګه په تیره یوه نیمه پيړۍ کې د پيښو مسألو یو دقیق تاریخي انځور وړاندي کړی او د پښتون وژنې په هغه تسلسل یي رڼا اچولي چې د فرنګي له زمانې پيل شوی او د پنجابي په واکمنۍ کې یي ډير پيچلی او زړه بوګنونکی صورتحال خپل کړی دی. منظور پښتین او ملګرو یي د پښتنو له صنفي غوښتنو پيل کړی او د هغوئ د سیاسي حقوقو تر تروړلو پوري په ډيره ساده اما له محتوا ډکو خبرو ، مرکو او ویناګانو کې هغه څه راسپړلي او بیان کړي چې د پښتون ټټر پرې یخیږي او په اوریدو یي د دښمن زړه چوي! هغه په خپلو خبرو کې څرګنده کړی چې د پاکستان په جوړیدو سره له پښتنو هر ډول حقوق اخیستل شوي او د پنجاب د ابادۍ په پار ویره ده چې هغوئ له خپلو مینو او کورونو لا وشړل شي! د پښتنو د صنفي غوښتنو څخه د پې ټې ام دفاع د پاکستان پوځ او استخبارات په ډير شتونزمن موقعیت کې ودرولې دي. که د هغوئ صنفي غوښتني منې پنجاب خپله واکداري او د بل په ذرایعو د اوسیدو واک له لاسه ورکوي او که یي غوښتنو ته شا کوي د پښتنو ، بلوڅانو او سندیانو د کلک مقاومت سره مخامخ کیږي او د پاکستان لرزان فدرالي جوړښت پاشل کیږي. له دې کبله د پې ټې ام مبارزه د پښتونخوا، افغانستان او د ستم لاندي ولسونو له پاره زیات اهمیت پيدا کوي. افغانان باید پوه شي که د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه رنګ راوړي بیا به د پاکستان پوځ او استخیارات د دې وړتیا ونه لري چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره طالب، داعش او نورو ترهګرو ډلو ته ډګر پرانیزې چې د پښتونخوا او بلوچستان په سینه له پرتو لارو هغوئ د بریدونو په نیت افغانستان ته دننه باسې، د نیابتې جګړي بستر د تل له پاره تود وساتې، د ترهګرۍ د صدور او خرڅلاؤ بازارونه د مدرسو په بڼه پرانیستې پریږدي او د افغانستان وروڼو قومونو او بیلا بیلو مذهبي، سیاسي ټولنو ، ډلو او اشخاصو تر مینځ يووالی او همغږې چې د بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لوي لامل دی د اوس په څير وګواښوي. پې ټې ام په پښتونخوا ستره اغیزه ښيندلي، اوس پښتانه د ځانونو د انفرادې دفاع پر ځاي ډله ایزې دفاع ته ډير اهمیت ورکوي، د خپلو ورکو ، بندیانو ، تر ګواښ لاندي او شهید کړل شوي عزیزانو پوښتنه ګرویږنه کوي، د هغوئ اړوند اواز اوچتوي، د پوځ او استخباراتو واقعي څيره خلکو ، نړۍ او بشر حقوقو مدافع سازمانونو ته بربنډوي. دغه زړور فعالیت د پاکستان د نورو قومونو په مینځ کې د پښتنو اعتبار پورته بیولی. د یو لړ بریالیو غونډو په جوړولو سره چې ښځو او ځوانانو په کې فعاله برخه درلودله او د غورځنګ مشرتابه یي د مخته بیولو چارې ښې مدیریت کولي، د پښتون ژغورنې غورځنګ په سر کې منظور پښتین او نور ملګري يي د عالي فرهنګ لرونکې معرفې کړي او خلک پې ټې ام ته دمګړۍ د فرهنګي لوړې کچې لرونکې جنبش په سترګه ګوري او پرې باور کوي.

د غورځنګ د جمعي او انفرادي غړو بسپني چې په خپله خوښه د جنبش په پته راټولیږي او د ځانګړي شفاف میکانیزم لاندي په مصرف رسیږي د هغې مالي سرچینه جوړوي. دغه ټکې غورځنګ ته پراخه خپلواکې ورکړي چې په ازادانه ډول تصمیمونه ونیسې او په خپله مرزۍ هغه پلي کړي. له دې کبله په ټوله پښتونخوا کې پې ټې ام د یوه ملي جنبش څيره خپله کړي ده.

د غورځنګ د اهمیت، اړتیا او ښيندلې اغیز په څنګ کې پاکستانۍ پوځي او استخباراتي اژدها تل هڅه کوي چې د پښتون ژغورنې جنبش په خپله خوله کې وساتې او هره شیبه چې یي زړه وي ورته یو نیش ورکړي. څرنګه چې پاکستان یو فطري هېواد نه دی، د اسلام په نامه یي ځانته یو کاذب هویت ورکړی او په دې ډول د پنجاب په ګټه پښتانه، بلوڅ ، سندیان او نور د ځان حصه بولي او د هند او افغانستان د خطر په پلمه پوځ او اي اس اي په اسلامي ایدیولوژيک سوچ روزې او پنجابی ناسیونالیسم د اسلام په پرده کې نغاړي او هغې ته خدمت کوي. په حقیقت کې پنجابیان د اسلام په تیره بیا د هغې د ایدیولوژيک سوچ پابندې نه کوي اسلام په پښتنو او نورو قومونو ساتې او خپله له مدني عصري ژوند څخه ژور خوند اخلي. له دې جوتیږي چې نن سباپې ټې ام د سیمې د ستر مکار ځواک سره په نابرابره زور ازمایئ کې ښکیل شوی دی. زورونې، ګواښونه او وژنې روانې دي، خو د ایپي فقیر ، باچاخان او خان شهید د عدم تشدد فلسفه او لاره چې په ۲۱ مه پيړۍ کې په نوي شکل د پښتون ژغورنې غورځنګ نیولي د پښتانه د اواز اوچتولو معقوله او پر ځاي لار ده. د مبارزي دا ډول بڼه د انګریز د میراث خواره پنجابي او د هغه د دوزخي پوځي او استخباراتي دیکتاتورۍ رسوا کولو او پرزولو له پاره عملي هڅه بللی شو. مکار ، فاسد او څو مخی دوشمن د پوهي، تعقل او سړو مغزو په کارولو سره چې د نړۍ ملاتړ خپل کړي، په ګونډو کېدلی شي. له دې کبله په نننیو سختو شیبو کې په تشکیلاتي، مالي او د عملکرد په برخو کې داسې مشوري ورکول چې پې ټې ام د شته ګواښ په وړاندي د عدم تشدد دریځ، خپلواکۍ او د څو بعدیزي مبارزي د سمت نیونې په کار کې له شک سره مخامخ کړي مناسبه کړنه نه ښکاري. له دې کبله د افغانستان دننه د پې ټې ام مینه والو د واحدونو مسؤلیت هغه شخصیتونو ته سپارل په کار دي چې د سیمې او پښتونخوا په تاریخ او ورځنې ژوند کې بلدتیا ولري او په بهر کې هغوئ د پښتون ژغورنې د مینه والو د واحدونو مشرتوب وکړي چې د پښتونخوا سره تعلق ولري جغرافیه یي ورته سمه مالومه وي، د هغې ځاي په تاریخ، دودونو او ملي مبارزو یي سر خلاص وي. هر څومره چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپلو مالي امکاناتو متکې وي، هغومره به یي د نظر او عمل استقلال خوندي پاتې شي. تجربو ښودلي د بل په مالي امکاناتو او نظریاتې ټولګي تکیه کول، که ډير اصیل جنبش هم وي له خپل ټاټوبې او خلکو پردې کېدلی شي!!!

نظریاتې ټولګي نړیوال معنوي ارزښتونه دی چې د عامو توکو څخه یي د هېوادونو خلک د خپلو شرایطو سره ګټه اوچتولی شي، خو دا به عملي نه وي چې یوه نظریاتې ټولګه دې د ټولو مشخصاتو سره کټ مټ د نورو هېوادونو د خلکو د پراتیک ډيوه وګرځې. له پورتنیو ټکو نتیجه اخلو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په زیات مقدار کې له موږ د ټولنیز ، فرهنګي او سیاسي پایښت لرونکې ملاتړ تمه لري، نه د حکومتونو او د هغوئ د چغلګرۍ ادارو له حمایت څخه!!! هر څومره چې د هېواد او نړۍ وطنپالونکې ګوندونه، مدني ټولني، ملي وتلي علمي، فرهنګي، ټولنیزي څيري، د پارلمانونو غړي، بشرپال د خیر ښيګڼي سازمانونه او د ملګرو ملتونو اداري د پې ټې ام خوا ونیسي او په تنګڅه کې یي ملاتړ ته راودانګې زیات اهمیت او ټاکونکی ارزښت لري. د اغیز لرونکې حمایت د تر لاسه کېدو له پاره فعاله او هر اړخیزه مبارزه په کار ده چې د پې ټې ام په هکله د زیاتو او کره مالوماتو د حاصلولو اړتیا ایجابوي. که هدف د پې ټې ام له پاره د اړین ملاتر حاصلول وي، د هغې په برنامه، ټولنیزو ، فرهنګي او سیاسي فعالیتونو بلدیدل، دروانو هڅو په وړاندې د پرتو ستونزو سم درک کول او هغه په پوره مهارت په نړیوالو او سیمه ایزو ستیجونو داسې مطرح کول چې له یوه پلوه د درک وړ وي او له بله پلوه اړین حمایت خپل کړي، عملي لار بلل کیږي.

په پاي کې یو واري بیا ویلی شو چې پې ټې ام یو لوي سیمه ایز غورځنګ دی چې د ۲۱ مې سدۍ د تاؤ تریخوالي غیر مبارزه او غورځنګ یي پیل کړی، ټولنیز فرهنګي او سیاسي تګلوری لري، د پښتنو د صنفي غوښتنو نیولې تر سیاسي حقونو حاصلولو پورې هڅه او هاند کوي، په مالي لحاظ په خپلو امکاناتو تکیه کوي، د پښتونخوا د ملي مبارزو او تاریخ څخه په الهام ورځنې پراتیک کې د لاسته راغلي تجربو او نظریو ټولګه خپل نظریاتي اساس ګڼې او د هغې پر بنسټ فعالیتونه کوي. په پام کې لري چې د افغانستان او نړۍ د سیاسي مدني ټولنو ، شخصیتونو ، پارلمانونو ، د بشر خیر ښیګڼې او نړیوالو ادارو او نهادونو ټولنیز ، فرهنګي، سیاسي هر اړخیز ملاتړ تر لاسه کړي.

هیله ده زموږ د هېواد او نړۍ ټولنیز فرهنګي او سیاسي محافل د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت غوښتنونکې مبارزي ملاتړ ته ودانګې او په دې سختو شیبو کې د پاکستان د تیریو په وړاندي د جنبش د تاوتریخوالي غیر هڅو له انساني دریځ څخه متمدنه نړۍ خبره کړي چې پاکستانی پوځ او استخبارات د پښتنو د جینوسایډ څخه ډير ژر لاس واخلي.

 

Comments are closed.