څــــړیــکه

نورمحمد غفوری
څــــړیــکه
له هرې خوانه په ما غم اوروي

د زمانې زړګی ماتم اوروي

هسک د وختونو له وريځو ډک دی
چیرته ماران چیرته لړم اوروي
دا د وحشت دیوان تیارې خپروي
په هر بل شوی څراغ بم اوروي
همته! ګوره ملا دې خمه نه شی
آسمان بلاوې دم په دم اوروي
په سمندر د اوښکو نه شی چاره
لوی سقرونه، جهنم اوروي
د ترحم هیلې عبثې ښکاري
ظالم لمبې په هر قدم اوروي
نامرد غماز د نمامۍ اورونه
هم ئې پر ما هم په صنم اوروي
د خپل خیرن نظر اتوم بمونه
کله په یوه کله بل چم اوروي
هره لحظه د هیریدلو دوړې
د ویاړونو په البم اوروي
(غفوری) کله به سپرلی شی که نه؟
چې په ګلـــونـــو به شــبنم اوروي

Comments are closed.