څه وليکم

عواطف مو انساني کړئ خپلمنځي جنگونه بس دي
ليونتوب نه لاس په سر شئ ليوني جنگونه بس دي
کرونا ويروس د جنگ دی ورکاوي ته يې يولاس شئ
انسانيت ژغورنه زده کړئ نور وحشي جنگونه بس دي
پر چوکۍ, مـنـصب نښته مقام ټيټ کړي د انسان
د وطن نـجـات اړين دی منصبي جنگونه بس دي
د نـړۍ له انسانانو اخلاقي زده کړه په کار ده
هموطن سره تـريـخـوالی ټوپکي جنگونه بس دي
ترهگري وه پردی تخم پر افغان ځمکه يې کر وشو
په هوش راشئ وطنوالو ترهگري جنگونه بس دي
دا د سولې اوچت غږ پر حقيقت باندې بدل کړئ
د مظلوم وينې بـهـيـږي تحميلي جنگونه بس دي
سړيتوب مو لکه لمر کړئ د جهان په مخ څرگند
ژر اعلان د اوربند وکړئ نور پردي جنگونه بس دي
بـهـرنـی پوځ له هيواده اتفاق باندې بهر کړئ
د پـردو گـټـو لـپـاره نـيـابـتـي جنگونه بس دي
لـه تـپـلـي جـنـگـه سـتـړي غـمـځـپـلـي ولسونه
محبت او سوله غواړي “عليمي” جنگونه بس دي
عظم الدين عليمي

Comments are closed.