کوم نوماند د رايې وړ دی ؟

حکيم روان   بايد په ياد ولرو ، هغه څوک چې مونږ يې ولايتی شوراګانو او ولسی جرګې ته انتخابوو ، پر مونږ خپل آغېز اچوي . که وړ او نېکو نوماندانو ته خپلې رايې ورکړو ، آغيز به يې پر ټولنه ګټور وي . د خلکو په ګټه قوانين به تصويبوي ، د کومو له امله به چې زمونږ ټولنه د سولې او امن ، ټيکاؤ او پرمختګ ، انصاف او ټولنيز عدالت پر خوا اوچت ګامونه پورته کړي . برعکس که غاصبينو، مفسدينو ، غلو ، قاتلينو او د پردو نوکرانو يا د هغوی اولادونو ته رايې ورکړو ، نو تيارې ، جنګ ، قانون ماتوونه ، فساد او چورو چپاول به مو هيڅکله لمن خوشي نه کړي . هر څوک غواړي چې د ښوونځيو ښوونکي او مديران بايد با شخصيته ، نيکنامه ، نيک عمله او زحمت کش کسان وي . دا ځکه چې د ښوونځی اداره کوونکي د ځوانانو په روزنه او معنوي وده کې بنسټيز رول لري . که پوليس چې د ټولنيز نظم و نسق او قانون د پلی کولو دنده لري  په يوه ټولنه کې قانون ماتوونکی ، غله او جنايتکاران وي ، تاسو د داسې پوليسو نه د قانون د تطبيق هيله کولای شئ ؟ که غواړو چې په ټولنه کې مو قوانين عملي شي او د ټولنې د ودې او پرمختګ له پاره د لا ښو قوانينو خاوندان شو ، لازمه ده تر هر څه لومړی قانون ته تابع پارلمان ولرو . مونږ به څنګه د امن او پرمختګ هيله ولرو ، کله چې د هيواد پارلمان  مو د قانون ماتوونکو او مفسدو کسانو ټولګه وي . متل دی وايي چې « ترکاڼي د بيزو کار نه دی » ، په ولسی جرګه کې د خلکو استازيتوب اود خلکو په ګټه قانون جوړول هم د قانون ماتوونکو ، غلو ، قاچاقبرانو او خونخورو کار نه دی . دې کار ته بايد د تنظيمی رهبر زوی ( چې ټول يې پيژنو )  نه بلکې ، داسې يو څوک وټاکوچې ددې دندې د ښې اجراء صلاحيت او وړتيا ولري . د ولسي جرګې په چوکاټ کې مختلف او مهم کميسيونونه شته ، چې چارې يې په سمه او لازمه  توګه يواځې د مسلکي پوهې او تجربې لرونکي کسان مخته بېولای شي . ددې د پاره چې خپله رايه مو سمه او پر ځای کارولي وي او ددې د پاره چې د نوماندانو د ګڼ شمېر له منځه مو وطن پالونکي ، زړه سوانده ، وطن او خلکو ته ژمن کسان ټاکلي وي   ولسي جرګې ته د يوه نوماند ځانګړنې ، صلاحيتونه او وړتياوې په لنډه توګه په دې ډول در سره شريکوم : –  يو نوماند بايد پوره مسلکي او تخصصي پوهه او تجربه ولري . –  يو نوماند بايد په فزيکي او جسمي لحاظ د چارو د اجر‌اء توان ولري . –  يو نوماند بايد د هيواد په قوانينو پوه او د قانون د اجراء نمونه وي . –  يو نوماند بايد د هر ډول تبعيض څخه خلاص او د تبعيضی چلند څرګند مخالف وي . –  ذکاوت او هوښيارتيا بايد د يوه نوماند غوره ځانګړنه وي . –  يو نوماند بايد هڅوونکی ، مبتکر، زيارکښ او نه ستړي کيدونکی وي . –  يو نوماند بايد د نورو د باور وړ او په نورو باور وکړي . –  زړه ورتيا ، ميړانه ، معقول او مثبت مقاومت د نوماند نورې ځانګړنې دي . –  د نورو سره د ګډ کار وړتيا او په چارو کې نوښت ، پراخ ليدلوری ، عامه او ملي ګټو او د هيواد د خلکو ملي يووالي ته بې ساري وفاداري بايد د يوه نوماند ځانګړنې وي . –  يو نوماند بايد د خلکو اړتياوې تشخيص کړي او خلکو سره د مرستې له پاره شپه او ورځ کار وکړي . د نوماند کار او فعاليت بايد د خلکو له سترګو پټ نه وي . –  يو نوماند بايد د انساني حقوقو مدافع او د هغه په وړاندې فوق العاده حساس وي . که مونږ دا ځانګړنې د يوه نوماند د پاره معيار ونيسو او پر دې بنسټ خپل استازي وټاکو يقين دی چې مونږ به يوه په رښتيني توګه ولسي جرګه ولرو . پای

Comments are closed.