ګوندونه او ټاکنې ؛

42492224_1812862165503252_6497167933997842432_nنوروهاب څپاند

د دموکراسۍ په شرایطو کې ټاکنې یو له هغه اساسي ستنو څخه دي چې د دموکراسۍ نظام ورباندې ودریږي . دا ټاکنې دي چې دموکراتیک او غیر دموکراتیک نظامونه سره بیلوي . په افغانستان کې د دموکراسۍ په لسیزه کې ، ملي شورا ته چې له ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه جوړه وه ټاکنې کېدلې . له هغې مخکې هم په افغانستان کې لویو جرګو او شوراګانو ته ټاکنې شوي ، خو د دموکراسۍ د لسیزې ټاکنې لږ تر لږه د معاصري دموکراسې په شرایطو برابري تر سره کېدلې . څرنګه چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو شتون ، د سیمې د هېوادونو په پرتله یوه ځوانه پدیده ده ، له دې کبله یې په ټاکنو کې اشتراک کمرنګه ‌ؤ . خو د طالبانو د واکمنۍ د نسکوریدو وروسته چې د افغانستان د بیلابیلو دولتي بنسټونو د بیا رغونې بهیر پيل شو ، د هېواد ولسمشرۍ عالي مقام ، ولسي جرګې او ولایتې شوراګانو ته د ټاکنو دود پيل شو . که څه هم د تیر په مقایسه اوس په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو شمیر ‌‌‌‌‌‌ډير شوی ، خو په ټاکنو کې یې رول له پخوا څخه چندانې زیات شوی نه دی . یانې خلک نه احساسوي چې ګوندونه په ټاکنو اغیزه کوي او د هغې لوری ټاکې . دا تشه ښایې ‌‌‌‌‌‌ډير لاملونه ولري ، خو په عمده توګه ویلی شو چې :

  • د افغانستان حکومت او نړیوالي ټولني یو ځاي ونه غوښتل چې په هېواد کې پياوړي ګوندونه موجود وي . ځکه د ځواکمنو ګوندونو په شتون کې د نړیوالو مرستو او د دولتي امکاناتو څخه مفسدو کړیو او چارواکو ناوړه ګټه نه شوه کولی .
  • کورنیو او بهرنیو کړیو ونه غو ښتل د افغانستان د ځواني ‌‌‌‌‌‌ډموکراسۍ ستنې دې ګوند محوره وي ، هغوي دموکراسۍ ته فردمحوره اساس ورکړ چې اوس د ګوندونو پر ځاي خپلواک سیاستوال دموکراسې تمثیلوي .
  • د یو لړ نا څرګندو کړیو له خوا په ټوله کې ګوندونه ، په تیره وطنپالونکې او دموکراتیک ګوندونه بدنام شول ، ګوندي سیاست ته په ټولنه کې وړ ځاي ور نه کړل شو .
  • که د جګړي د مصیبتونوله امله افغاني ټولنه په نفاق اخته شوه ، د عامو خلکو پر ځاي بې اتفاقیو ته د یو لړ مذهبي ، قومي او ایدیولوژيک ګوندونو له خوا زیات پکی ووهل شو ، چې په پایله کې وطنپالونکې او دموکراتیک ګوندونه هم د روڼ اندو او هېوادنیو ګوندونو په نږدي کولو او یووالي کې پاته راغلل .

دا او دې ته ورته دلایل ، سبب شول چې ولسمشری ، پارلمان او ولایتي شوراګانو ته په ټاکنو کې ، ګوندونه د واحدو سیاسي جوړښتونو په توګه د عمل کولو پر ځاي په قومي ، مذهبي ، ژبني او سمتي تړاونو وویشل شي .

اوس چې ورو ورو د افغانستان په ټولنه کې د ګوندونو کمزورتیا او ویشلی حالت د خلکو د جدي اندیښنې لامل شوی ، هڅې پيل شوي چې ګوندونه له قومي ، مذهبي ، ژبني او سمتي پوستکو څخه را وایستل شي او په هېوادنیو ملي ګوندونو واوړي . که څه هم چې دا بهیر به وخت واخلې ، خو یو شمیر وطنپالونکو ګوندونو ، په ځانګړي توګه د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند تکل کړی چې د یوه دموکراتیک ، برنامه محور او دموکراسۍ محور ګوند په توګه را څرګند شي .

دې موخې ته د رسېدو په لاره کې زموږ ګوند ، غواړي په ولسمشریزو ، پارلماني او د ولایتي او ولسوالۍ شوراګانو په ټاکنو کې دموکراتیک تمرینونه وکړي او هڅه او هاند په لار واچوي چې د افغانستان د دموکراسۍ فرد محوره اساس په ګوندي محوره اساس واړوي .

د افغانستان د تنکۍ دموکراسۍ په شرایطو کې زموږ د ګوند ټاکنیز تمرینونه د زیات اهمیت وړ دي . ځکه په همدي تمریناتو کې ګوند په عمل کې د دموکراسۍ د پلي کېدو د چارو سره بلدیږي او هم ګوندي غړي خپلي تجربي په هېواد کې د دموکراسۍ د لا غنا له پاره د دموکراتیکو موسسو په واک کې ږدي .

د دموکراسې په شرایطو کې ګوندي سیاست ، کار او فعالیت ، د تړلو دروازو له ګوندي کار او فعالیت سره ‌‌‌‌‌‌ډير توپير لري . یانې د دموکراسۍ په شرایطو ګوندي کادرونه د ازاد فعالیت او ابتکار په پراخه ساحه کې قرار نیسې . کله چې ګوندي کادرونه په ټاکنیز بهیر کې فعالیت ته ننوځې ، د ګوندي لارښوونو په څنګ کې د بریالیتوب په موخه ‌‌‌‌‌‌ډير نوښتونه په لار اچولی شي ، د کمپاین بیلا بیلې لاري چاري تجربه کولی شي او نور .

ټاکنیز کمپاینونه ، د ګوندي سیاست د توضیح کولو ، د خلکو د مختلفو کتګوریو سره د اړیکو د ټينګولو ، ګوند ته د نوي غړو د جزبولو او خلکو ته د خپل ګوند د ورپيژندلو په برخو کې ځانګړی اهمیت لري .

د کمبختۍ ځاي دادی چې اوس هم یو شمیر روڼ اندي موږ ته توصیه کوي چې اوسنۍ دولت لاسپوڅی دولت او افغانستان نیول شوی . دلته دموکراسې نشته ، ګوندونه هېوادنې نه دي . یو شمیر یې ان ټوپ ووهې او وایې چې طالبان د خپلواکۍ ننګیالې دي ! د دموکراسۍ او د افغانستان د دولت په باب دا ‌‌‌‌‌‌ډول سوچ د شلمي پيړۍ یو ایدیولوژيک سوچ دی چې په یویشمه پيړۍ کې یې د مطابقت هڅه کیږي . موږ د دموکراسۍ د نظام مسالې د دموکراسۍ په سوچ او نظریه حلولی شو . موږ په عمل کې د دموکراسۍ د نظام تجربه کوو . هغوي چې د شلمي پيړۍ ایدیولوژيک سوچ کوي ، زموږ په روانه پيړۍ کې د عمل څه نه لري نو ځکه یې د څرګندونو ویشتل شوی کارتوس پوچ خیژي .

ملګري باید د ټاکنو ټولو بڼو ته په ګوند او ټولنه کې تیاري وکړي . همدا اوس چې د ولسمشری ټاکنیزو ټکټونو نوم لیکنه کړي ، وړاندیز کیږي چې د نسبې پاک لاسۍ ، ښې برنامې لرنې ، روڼ اندو او دموکراسۍ پلوو ته د پاملرنې او یو لړ نورو غوره ځانګړتیا‌ؤ په نظر کې نیولو سره ، ټاکنیز ټکټ تشخیص او د هغې ټکټ د بریالي کولو په برخه کې د افغانستان د ملي پرمختګ ګوند د احتمالي اشترک موضوع د ګوند د دارالانشا په ناسته کې وڅيړل شي .

په دموکراسیو کې ګوندونه او ټاکنې یو بل بشپړوي . یانې ګوندونه بې له ټاکنو او ټاکني بې له ګوندونو تکمیلي نه دي . ګوندونه که څه هم واړه وي د ځانګړو افرادو له مجموعي یې اغیز او مشروعیت زیات وي . له دي کبله ګوندي غړو ته وړاندیز کیږي چې د دموکراتیکو ټاکنو په پایله کې خپل ګوند پياوړی کړي ، ځکه پياوړي ګوندونه دموکراسې پياوړي او بنسټيزه کوي .

پاي

Comments are closed.